شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 697

پیټ هیګزېټ:له افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو د وتلو مسئلې زمونږ حیثیت زیانمن کړ

که څه هم وړمه ورځ جوبایډن یو وار بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل لاسته راوړنه وبلله؛ خو تازه د یاد هېواد دفاع وزارت ته نوماند وزیر پیټ هېګزېټ ویلي چې دې چارې په نړیواله کچه د امریکا حیثیت ته زیان رسولی دی.

نوموړي ویلي له افغانستانه د امریکا د وتلو له امله روسیې پر اوکراین بریدونه وکړل.

هېګزېټ زیاته کړې، ټرمپ ژمن دی چې د امریکا پوځ بېرته ورغوي.

د طالبانو حکومت؛د اقتصاد وزارت سرپرست د یوناما له مشرې سره لیدلي

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف له نړیوالو مرستندویه سازمانونو غوښتي، څو په هېواد کې پراختیایي پروژې پلې کړي.

نوموړي د یوناما له مشرې روزا اتونبایوا سره لیدنه کې د خلکو اقتصادي لومړیتوبونو ته په کتو د مرستو پر اغېزناک تطبیق ټینګار کړی دی.

هغه زیاته کړې چې مرستندویه سازمانونه دې روان میلادي کال کې خپلې هڅې د پرختیایي پروژو پر تطبیق متمرکزې کړي، تر څو د فقر او بیکارۍ کچه په هېواد کې راټیټه شي.

خوشال سادات:د پاکستان او طالبانو ترمنځ اختلاف تشه ډرامه ده

په جمهوري حکومت کې د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال خوشال سادات ویلي چې پاکستان د طالبانو په څېر بله جنګي مهره نشي موندلی.

هغه د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ اختلاف ډرامه بللې.

سادات زیاته کړې، پر افغان خاوره د پاکستان د بیا حملې په صورت کې ښایي هند طالبانو ته د الوتکو او ټانګ ضد وسلې ورکړي، چې د جګړې معادله کې تغيير راولي.

هغه ویلي، ښایي ژر به بلوڅ پر خپلې خاورې او ټي ټي پي به پر پښتنو سیمو ولکه ټینګه کړي.

د لاس انجلس اور؛په ځینو برخو کې ۱۷ او په ځینو برخو کې بیا ۳۵ سلنه کنټرول شوی

0

راپورونه وايي چې د لاس انجلس اور د دغه ایالت په ختیځو څنډو کې له ۱۷ څخه تر ۳۵ سلنې پورې کنټرول شوی دی.

دا اور په پالیسازد او ایتون کې سیمو کې مهار شوی دی.

د راپورونو له مخې، په دغه اور لګېدنه کې تر اوسه ۲۴ کسان وژل شوي دي.

بل لورته راپورونه وايي، چې د لاس انجلس په بېلابېلو ښارونو کې د یادې اور لګېدنې له کبله څه باندې ۹۰۰ زره هکتاره ځمکه هم سوځېدلې.

جنوبي کوریا؛د پرځېدلي حکومت ولسمشر یون سوک ونیول شو

0

د جنوبي کوریا پخوانی ولسمشر یون سوک یول د دغه هېواد د څېړنیزو ځواکونو له لوري ونیول شو.

سره له دې، چې د هغه د نیولو لپاره ډېرې هڅې وشوې، خو ناکامې شوې وې.

د تېر کال په ډسمبر میاشت کې په جنوبي کوریا کې د لنډ مهالي حکومت له اعلان وروسته د یون سوک د نیولو امر وشو.

ذبیح الله مجاهد:د خپلو شرایطو په پام کې نیولو سره امریکا سره د بندیانو تبادلې ته چمتو یوو

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چمتو دي چې د خپلو شرطونو پر اساس، له امریکا سره د بندیانو تبادله ترسره کړي.

مجاهد ویلي، دوی تمه لري چې د دغې معاملې په صورت کې به له ګوانتنامو څخه افغان زندانیان هم ازاد شي.

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې هم منلې وه، چې په دې اړه یې له امریکا سره خبرې روانې دي؛ خو ویلي یې وو، چې لا یې هم کومه پایله نه ده ورکړې.

امریکا وايي، په ګوانتنامو کې د افغان بندي محمد رحیم الافغاني او له طالبانو سره د درې امریکايي وګړو د تبادلې په اړه یې له طالبانو سره خبرې پیل کړې.

غزه کې اوربند؛په دې اړه تېره شپه خبرې شوې او ښايي راتلونکو ساعتونو کې اوربند ټینګ شي

0

ټاکل شوې چې په راتلونکو څو ساعتونو کې په غزه کې اوربند ټینګ شي.

که څه هم دا لامعلومه نه ده، چې اوربند به سل سلنه وشي او که نه؛ خو تېره شپه ناوخته رسنیو راپورونه ورکړي وو، چې د غزې له یو شمېر سیمو څخه اسرائیلي پوځیان شاتګ ته چمتووالی نیسي.

تېره ورځ د یاد اوربند لپاره په دوحه کې ناسته شوې وه، چې تېره شپه یې ناوخته جزیات له حماس او اسرائیل سره هم شریک شوي.

ایران؛ولسمشر پزشکیان به د یو لړ مهمو سندونو د لاسلیک په موخه مسکو ته سفر وکړي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي ټاکل شوې چې ددې هیواد ولسمشر مسعود پزشکیان په دوه اړخیزو غونډو او یوشمیر ستراتیژیکو سندونو د لاسلیک په موخه تاجکستان او روسیې ته سفر وکړي.

ښاغلي عراقچي ویلي چې د ولسمشر په توګه د ښاغلي پزشکیان دا لومړی سفر دی چې مسکو ته یې ترسره کوي.

دغه سفر به د روانې جمعې په ورځ ترسره شي.

خیبر پښتونخوا؛د وسله والو په بېلابېلو بریدونو کې ۴ پاکستاني پوځیان او پولیس وژل شوي

0

تحریک طالبان پاکستان ډلې د بنو په ډومېل سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر پوستو بریدونه کړي، چې دوه پوځیان یې وژلي.

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، دا برید د پوستو له سل مترۍ شوی، چې پکې درې وسله وال هم وژل شوي.

بل لورته د ډي اي خان سیمه کې هم د پاکستاني پوځیانو پر پوستو برید شوی، چې په کې یو پولیس وژل شوی.

په همدې حال کې د خیبر ایجنسي په ورسک کې هم یو پولیس وژل شوی دی.

سوډان کې نښتې؛تازه بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰ تنه وژل شوي

0

د سوډان پلازمېنې خرطوم پر شاوخوا سیمو راکټي بریدونه شوي چې ۱۲۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

راپورونه وایي، دا لومړۍ شمېرې دي او ښایي د تلفاتو کچه نوره هم لوړه شي.

سوډان کې د دولتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې روانې دي، چې اوس مهال یې سخت زور اخیستی دی.

دمګړی سیمې ته مرستندویه ډلې رسېدلې او د مړو او ټپیانو په خوندي کولو بوختې دي.