سه شنبه, اپریل 21, 2026
Home Blog Page 695

د فاسد او پروژوي کسانو د پیژندلو تله او معیار

لیکوال: شاه محمود میاخیل
د جمهوري دولت د ملي دفاع وزارت سرپرست
‏د هر چا چې مصارف د مشروع عاید نه زیات وي نو پوه شئ چې فساد یې کړې دی او د غیر مشروع عاید نه مصارف کوي.

‏پروژوي کسان هغه کسان دي چې د افغانستان تجزیه غواړي، د افغان کلمه نه مني او هره ورځ د ولس په منځ کې د نفاق نوې سوژې مطرح کوي او د افغانانو انرژي بیځایه مصرفوي.

‏دغه پروژوي کسان د سیمې او نړۍ د استخباراتو لخوا مؤظف شوي چې د افغانانو توجه په افغانستان کې د یو منل شوي، قانونمند او ولسواکه نظام د جوړیدو نه بلې خواته واړوي. له بده مرغه یو شمیر ځوانان په غیر اګاهانه توګه د دوی خبرې بدرګه کوي.

‏د پروژوي کسانو د مخنیوي لپاره مؤثره لار، اګنورول دي ځکه دغه پروژوي کسان غواړي چې د خلکو توجه ځانونو ته واړوي. دغه کسان په داخل د افغانستان کې خو پریږده په خپل کور او سیمه کې هم نفوذ نه لري او نه څه کولې شي. ډیر پرې سر مه خوږوې.

‏د ټولو لپاره پکار ده خپله توجه اصلي مسلې ته واړوي چې افغانستان بیا د نیابتي جګړې میدان نشي او ټول افغانان د قانون په چوکاټ کې په شریکه سره ژوند وکړي.

‏په یویشتمې پیړۍ کې حکومتولي او پرمختګ یوازې او یوازې د یو ولسواکه او قانونمند نظام په موجودیت کې شتون پیدا کولې شي.

‏په ولسواکه نظام کې قومي، سمتي، ژبني ټیکه داران او د اسلام د نوم نه د سؤ استفادې کولو کسان رول نه لري.

‏په ولسواکه او قانونمند نظام کې د افرادو رول کم او د قانون او سیستم رول مهم وي. د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت په استازولې، مونږ افغانستان کې ثبات او قانونمند نظام د چوکۍ او پروژو د اخستلو لپاره نه غواړو بلکې ټولو افغانانو ته د قانون په چوکاټ کې د مساوي حقوقو غوښتونکي یو.

‏په افغانستان کې د واحد، خپلواک او ولسواکه نظام په هیله چې د نفې او انحصار د قدرت سیاست او تبعیض پکې نه وي.

د کرکټ لوبډلې د تازه دمې مخالفې؛فوزیه کوفي خور “مریم کوفي” له یو طالب چارواکي سره واده کړی

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي په دې موخه د انګلستان له پارلمان څخه په یو لیک کې غوښتي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره په چمپینز ټرافي کې لوبې لغوه اعلان کړي، چې د کرکټ لوبډلې د يو شمیر طالب مشرانو سره عکسونه اخیستي؛ خو د کورنۍ غړې یې د یو لوړ پوړي طالب چارواکي سره واده کړی.

یوې باوري سرچینې حماسه میډیا ته ویلي چې د فوزیه کوفي خور “مریم کوفي” د طالبانو د استخباراتو ریاست د مالي تفتیش له رئیس هدایت الله جابر سره واده کړی.

هېره دې نه وي چې تر دې وړاندې فوزیه کوفي قطر کې له طالبانو سره د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوی غړې وه او په مرکو کې یې ویلي وو چې طالبانو ورته ویلي، چې تغیر یې کړی.

پر کرکټ لوبډلې بندیز غوښتونکو ته د نوین الحق ځواب؛تاریخ به دا ثابته کړي چې د هېواد لپاره چا کار کړی؟

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکي نوین الحق لیکلي، تاریخ ټول هغه کسان یاد ساتي چې د وطن لپاره یې کار کړی.

نوموړي هغو کسانو ته چې دې وروستیو کې یې ملي لوبډلې پسې خبرې کړې؛ په ځواب کې لیکلي:«د تاریخ یو لوی حقیقت دا دی چې ټول هغه کسان یې په یاد او حافظه کې دي چې د خپل هېواد لپاره یې یو څه کړي دی، او هغوی هم چې هېڅ یې نه دي کړي، مګر تشې خبرې کوي، کرکې ته لمن وهي او د نورو د پښو وهلو او ټیټ ښودلو هڅې کوي. د دوی لپاره واقعاً متاسف یم، خدای دې تاسو ته ذهني ارام او هدایت درکړي؛ ترڅو تاسې هم یو څه وکړای شئ او یوه ورځ په غرور سره ځان ښکاره کړئ. لکه د تل په څیر پټ پاتې نه شئ او ټولو ته معلومه شي چې تاسو د دې هېواد د پرمختګ لپاره څه کړي.»

د یادونې ده چې نوین الحق د لومړي افغان لوبغاړي په توګه دا غبرګون ښودلی دی.

بل لورته په ټولنیزو رسنیو کې د کرکټ ملي لوبډلې مینوالو د نوین الحق دا خبرې ستایلي او دا یې د مخالفینو لپاره ښه ځواب یاد کړی.

د مقاومت په نوم جبهه:له ټرمپ هیله لرو چې د طالبانو ځپلو کې راسره مرسته وکړي

د مقاومت په نوم جبهه وايي، تمه لري چې د امریکا نوی حکومت به یې د طالبانو په نسکورولو کې ملاتړ وکړي.

د یادې جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول میثم نظري ویلي، له ټرمپ غواړي چې د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې دوی په پام کې ونیسي.

د هغه په خبره، افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته امریکا له افغانستان څخه دقیق معلومات نه لري او اوس مهال د طالبانو تر چتر لاندې زرګونه بهرني جنګیالي په افغانستان کې مېشت دي.

د طالبانو حکومت:داعش او وسله والو ډلو ته پاکستان په خپل هیواد کې د فعالیت اجازه ورکړې

د طالبانو حکومت وایي، داسې ښکاري، چې داعش او نورو ډلو د پاکستان حکومت تر ملاتړ لاندې دغه هېواد کې د فعالیت اجازه ترلاسه کړې.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د پاکستان د دفاع وزیر هغه څرګندونې هم رد کړې چې ګواکې ټي‌ټي‌پي په افغانستان کې شتون لري.

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې هم ویلي وو چې داعش ډله د پاکستان په ملاتړ بلوچستان کې روزنیز مرکزونه لري.

د یادونې ده چې تېره ورځ عباس ستانکزي هم ویلي وو چې داعش په پاکستان کې روزل کېږي او بیا افغانستان ته را اړول کېږي.

شرافت زمان:هېواد کې د ژمي له پیل راهیسې د ګاز نېونې پېښو ۲۴ تنه وژلي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت وایي چې د ژمي له پیل راهیسې د ګاز نیونې پېښو کې ۲۴ تنه مړه شوي.

د یاد وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي، چې په دې کسانو کې ١٥ نارينه او ٩ يې ښځې دي.

د هغه په ​​وينا، تر دې مهاله د ګازو د مسمومېدو له امله ٨٩٤ کسان روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو حکومت؛پاکستان کې د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون بلنه رد کړې

د طالبانو حکومت د اسلامي همکاریو سازمان په ناسته کې د ګډون لپاره د پاکستان بلنه رد کړې.

د پاکستان د پوهنې وزیر خالد مقبول صدیقي ویلي، طالبانو ته د دوی له بلنې سره سره بیا هم په دغه ناسته کې کوم طالب استازي ګډون نه دی کړی.

د یادونې ده چې دا ناسته نن پیل او سبا به هم دوام وکړي.

بل لورته زلمي خلیلزاد ویلي، چې پاکستان کې د افغان نجونو د زده کړو پر تړاو خبرو سره پاکستان غواړي، چې ملا هبت الله اخوندزاده خجالته کړي.

طالبانو؛په کابل او پنجشیر کې یو شمېر پخواني نظامیان نېولي

یو شمېر سرچینې وايي، چې طالبانو په کابل او پنجشېر کې درې پخواني نظاميان نیولي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په پنجشېر کې نیول شوي کسان محمد اصغر او محمد خالص نومیږي، چې تېره اوونۍ د درې ولسوالۍ له عبدالله خیل سیمې څخه وړل شوي دي.

بل لورته په کابل کې هم د عبدالحمید په نوم یو پخوانی نظامي نیول شوی دی.

سرچینې وايي، چې عبدالحمید د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو وروسته خیاطي ته مخه کړې وه.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

انتونیو تایاني:پر سوریې د ایټالیا لګېدلي بندیزونه به ژر پای ومومي

0

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونيو تایاني ویلي، چې پر سوریې د دوی لګول شوي بندیزونه اوس کومه معنی نه لري او ښايي راتلونکو شپږو میاشتو کې پای ته ورسیږي.

نوموړي ویلی، دا بندیزونه د بشار الاسد په حکومت لګول شوي وو.

هغه، چې د سوریې له نویو مشرانو سره تر خبرو وروسته یو خبري کنفرانس ته خبرې کولې ویلي، فکر کوي، په دې توانیږي، چې له سوریې سره به یو نوی فصل پرانیستل شي.

د یادونې ده، چې د بشارالاسد د حکومت له ړنګېدو وروسته، د ګڼ شمېر هېوادونو لوړ پوړو چارواکو سوریې ته سفرونه کړي.

ریچارډ بینېټ:د افغانستان په شمول د جنایتونو قربانیانو ته د ځواب ویلو اساسي لار نړیواله محکمه ده

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ ویلي، چې د افغانستان په ګډون د نړیوالو جنایتونو قربانیانو ته د ځواب یوازینۍ اساسي لار نړیواله محکمه ده.

هغه د ملګرو ملتونو د کارپوهانو له له لوري د امریکا د سنا مجلس له خوا پر نړیوالې جنايي محکمې د بندیزونو لرې کولو غوښتنه کړې.

نوموړي ویلي، چې د غیر قانوني کړنو او جنایتونو د مخنیوي لپاره نړیواله محکمه یو ښه ادرس دی.

تر دې وړاندې د امریکا سنا مجلس د دغې محمکمې په مقابل کې د ۲۴۳ موافقو رایو سره یو قانون تصویب کړ.