دوشنبه, اپریل 20, 2026
Home Blog Page 694

یو شمېر بهر مېشتي افغانان؛لندن کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې په ملاتړ اعتراضیه غونډه جوړوي

په لندن کې مېشت افغانان د مغرضو کړیو پر ضد او د افغانستان د کرکټ په ملاتړ اعتراضیه غونډې ته چمتووالی نیسي.

لندن کې مېشتو افغانانو ویلي، چې د دغې غونډې اعتراض لیک به د برېتانیا پارلمان ته هم ولېږي.

دوی زیاته کړې چې دغه غونډه به د روانې جنوري میاشتې په ۱۹ نېټه د لندن په اجویر سیمه کې ترسره شي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې د برېتانیا د پارلمان ۱۶۰ غړو د دغه هېواد کرکټ لوبډلې نه غوښتنه کړې وه، چې له ښځو سره د طالبانو د چلند په غبرګون کې له افغانستان سره سیالي لغوه کړي.

بل لورته د کرکټ نړۍوالې شورا (ای سي سي) هم د افغان کرکټ ملي لوبډلې ملاتړ کړی او ویلي چې د کرکټ د ودې په موخه به د افغان کرکټ بورډ سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

بدخشان؛ځایي خلکو لاریون کړی، چې طالبان یې کانونه نورو ته ورکوي

د بدخشان شهر بزرګ ولسوالۍ اوسېدونکو د کانونو د ناعادلانه وېش په غبرګون کې لاریون کړی.

د سیمې خلک وایي، کانونه د دوی د سیمې دي؛ خو هیڅ ونډه نه ورکول کېږي.

دوی وایي طالبان کانونه د نورو ولایتونو خلکو ته ورکوي.

بل لورته د طالبانو ځایي چارواکي وایي، چې د ستونزې د حل لپاره سیمې ته ورغلي دي.

د خیبر پښتونخوا؛په بېلابېلو سیمو کې اووه پاکستاني پوځیان او پولیس وژل شوي

0

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې اووه پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.

سیمه‌ييزې سرچینې وايي، چې د شمالي وزیرستان په بېلابېلو سیمو کې د ایف سي ځواک سرتیری، پولیس افسر او دوه نور پوځیان وژل شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه راز بیا د سوات په خوازه خېلو سیمه کې هم یو پولیس افسر د نامعلومه کسانو له لوري وژل شوی دی.

یاد کسان تر ډېره له وسله والو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.

سرچینې زیاتوي، چې د لکي مروت به ګنډي چوک کې د عملیاتو پر مهال دوه پوځیان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي هم دي.

محمد العیسی طالبانو ته:د ښځو له زدکړو منکرېدل او بیا یې اسلام ته نسبت ورکول ناسم عمل دی

د نړۍ د مسلمانانو شورا مشر محمدالعیسی د اسلامي همکاریو سازمان ناسته کې ویلي، چې د ښځو د زدکړو له حقونو په کُلي یا جزيي شکل منکرېدل او بیا دا اسلام پورې تړل ناسم عمل دی.

نوموړی زیاتوي حلالو ته حرام ویل لویه ګناه ده.

هغه د طالبانو حکومت ته په اشارې ویلي چې خپلو پرېکړو ته اسلامي بڼه ورنه کړي.

د یادونې ده چې یادې ناستې طالب چارواکي هم بلل شوي وو؛ خو ګډون یې پکې ونه کړ.

افغان میرمنو؛د مغرضو کړیو ضد او د کریکټ په ملاتړ اړوندو ادارو ته لیکونه استوي

د افغان ښځو یو شمیر افغان فعالانې چې مشري یې شبنم صالحي او سپوژمۍ اکبرزۍ کوي د مغرضو کړیو ضد او د افغان اتلانو په ملاتړ د اَظی‌سي‌سي او بریتانیا پارلمان په ګډون یو شمیر اړوندو ادارو ته د لیک استولو او ایکس سپیسونو له لارې د افغانستان د کریکټ څخه ملاتړ څرګند کړی دی.

میرمن اکبرزۍ په خپل ایکس پاڼې لیکلي چې افغان میرمنې د نارینه وو او ښځینه وو دواړو او د هیواد د ملي کرکټ ټیم لپاره د دوامداره ملاتړ غوښتنه کوي.

هغې لیکلي:«د جنګسالارۍ او ویجاړونکي سیاست برعکس، موږ ښځې، په نړیوالې ټولنې غږ کوو چې د افغانستان ملاتړ وکړي، او په دې هېواد کې د جنسیتي توپیر د له منځه وړلو او په رسمیت پیژندلو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.»

د بشري حقونو پخوانۍ غړې او د پوهنتون استادې شبنم صالحي بیا افغان لوبغاړي د خلکو ترمنځ د یوالي سمبول بولي او لیکلي چې د دوی تحریم کول هغه ملت منزوي کوي چې دمخه یې ستونزې زغملي دي.

صالحي لیکلي:«د افغان سپورټ ټیمونو په نښه کول افغانانو ته زیان رسوي، نه طالبانو ته، ددې پرځای راځئ د افغان میرمنو او مدني ټولنو د ملاتړ په زیاتولو تمرکز وکړو.»

عباس ستانکزي؛د بلاروس د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال سره کتلي

‏د بلاروس د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال لوکا شیویچ د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي سره کتلي دي.

د یاد وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل ویلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او بلاروس تر منځ په اقتصادي او سیاسي اړیکو او نورو ګډو همکاریو خبرې وشوې.

په یاده ناسته کې لوکا شیویچ ویلي چې دوی غواړي‌ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو لپاره بنیاد کېږدي.

د اسرائیل پوځ:غزه کې په تازه عملیاتو کې څلور سرتېري مو وژل شوي

0

د غزې په شمال کې ۴ اسرائیلي سرتېري وژل شوي دي.

د اسرائیل پوځ اعلان کړی، چې په دې برید کې یې یو افسر او یو بل سرتېری ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، دوی په سیمه کې عملیات کړي، چې د حماس درې جنګیالي یې هم وژلي دي.

د یادونې ده، چې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د دوی د وژل شویو سرتېرو شمېر ۴۰۳ تنو ته رسیږي.

واشنګټن پوسټ:ښايي ټرمپ پر ایران د اعظمي فشار پالیسي عملي کړي

0

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه مقاله کې لیکلي، چې ښايي ټرمپ پر ایران د اعظمي فشار پالیسي له عملي کولو کار واخلي.

دغې مقاله کې زیاته شوې، چې ښايي ټرمپ لږ تر لږه اسرائیل سره هوکړه وکړي؛ ترڅو د ایران اټومي تاسیسات په نښه کړي.

مقاله زیاتوي، ایران اوس مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دی او د امریکا دا اقدام به یې نور هم ستونزو سره مخ کړي.

د سرچینې په خبره، که څه هم د ایران د اوسني حکومت پر وړاندې په کور دننه ذهنیت جوړ نه دی؛ خو که د دوی پر اټومي تاسیساتو بریدونه وشي؛ نو ښايي په کور دننه د دغه حکومت پر وړاندې ذهنیت یو شي.

صادق خان:پاکستان کې د اسلامي همکاریو سازمان ناسته د نړیوالو لپاره ښه فرصت دی چې د افغانستان په بحرانونو وغږېږي

پاکستان کې د اسلامي همکاریو سازمان ناستې په څنډه کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان د افغانستان لپاره د یوناما له مشرې روزا اتونبایووا سره کتلي دي.

صادق خان په دغه ناسته کې ویلي، چې پاکستان کې دا ناسته د نړیوالو لپاره ښه فرصت دی چې په افغانستان کې د بشري بحران په اړه خبرې اترې وکړي.

هغه ویلي، نړیوال باید له افغانستان سره خپلو مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړي.

د یادونې ده، چې یادې ناستې ته د طالبانو حکومت هم وربلل شوی وو؛ خو برخه یې په کې وانخیسته.

د لاس انجلس اور؛د یو شمېر افغانانو کورونه هم په کې سوځېدلي

0

لاس انجلس کې د یو شمېر افغانانو کورونه هم سوځېدلې دي.

لیکوال او استاد زمان ستانیزي پرخپله ایکس پاڼه لیکلي، چې هلته یې کور او کتابونه سوځېدلي دي؛ خو خپله ورنه روغ راوتي دي.

بل لورته سرچینې وايي، چې هلته د یو شمېر نورو افغانانو کورونه هم سوځېدلې دي.

د یادونې ده، چې په لاس انجلس کې د اور لګېدنې له کبله د اوښتو تلفاتو شمېر ۱۶ تنو ته لوړ شوی دی.