چهارشنبه, اپریل 29, 2026
Home Blog Page 695

د پاکستان د سولې او مطالعاتو انستیتوت:تېر کال پاکستان کې ۵۲۱ بریدونه شوي او ۸۵۲ کسان پکې وژل شوي

0

د پاکستان د سولې او مطالعاتو انستیتوت راپور ورکړی چې تېر کال په پښتونخوا، بلوچستان او د پاکستان په یو شمېر سیمو کې ۵۲۱ ترهګریز بریدونه شوي.

یادې ادارې ویلي، له دغو بریدونو ۲۹۵ پښتونخوا، ۲۰۲ بلوچستان، ۱۱ پنجاب، ۱ اسلام اباد او لس بریدونه کراچۍ کې شوي چې د ۴۸۹ امنیتي منسوبینو په ګډون پکې ۸۵۲ کسان وژل شوي.

دا بریدونه تر ډېره د بلوڅ ازادي غوښتونکو او ټي‌ټي‌پي له لوري شوي دي.

بلومبرګ:طالبانو ټرمپ ته ویلي چې د وسلو اخیستلو پر ځای نورې وسلې هم راکړئ

بلومبرګ راپور ورکړی، چې طالبانو له ټرمپ غوښتي، ترڅو ورنه د وسلو اخیستلو پر ځای له داعش سره د مبارزې لپاره پرمختللې وسلې ورکړي.

بلومبرګ دا معلومات د نوم نه ښودلو په شرط د یوې باخبره سرچینې په حواله لیکلي دي.

تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې که طالبان وسلې ور ونه سپاري؛ نو مرستې به پرې ودروي.

بل لورته د طالبانو حکومت ویلي چې پر نړیوالو مرستو تکیه نه کوي.

امیرخان متقي؛په کابل کې د قطر دولت د سفارت شارژدافیر مُردِف القاشوطي سره لېدلي

‏د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د قطر دولت د سفارت شارژدافیر مُردِف القاشوطي سره لېدلي.

د یاد وزارت ویاند ضیاء احمد تکل په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې دواړو لوریو د دوو اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې پر لوړولو او دغه راز افغانستان سره د قطر پر مرستو او یو لړ سیمه‌ییزو مسایلو خبرې وکړې.

نوموړي د دغې ناستې په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړې.

ضیاء احمد تکل داسې مهال د دغې لیدنې خبر ورکوي، چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني او د استخباراتو رییس ملا عبدالحق وثیق عربي متحده اماراتو ته سفر کړی.

د طالبانو حکومت له بنده؛خوشي شوي امریکايي بندیان قطر ته رسېدلي

د طالبانو حکومت له بنده ازاد شوي امریکايي بنديان، نن دوه نیمې بجې دوحې ته رسېدلي دي.

د طالبانو حکومت د یادو بندیانو په اړه جزیات نه دي ورکړي؛ خو امریکايي رسنیو ویلي، چې دا بندیان رایان کوربت او ویلیام مک کینتي نومیږي، چې د خان محمد په نوم د یو افغان په بدل کې خوشي شوي دي.

خان محمد دوه لسیزې وړاندې د نشه‌يي توکو د قاچاق او پر بهرنیو ځواکونو د برید په تور نیول شوی وو.

د امریکا او طالبانو حکومت ترمنځ؛د بندیانو تبادله کې د محمود شاه حبیبي برخلیک لاهم نه دی معلوم

د امریکا او د طالبانو حکومت ترمنځ د بندیانو له تبادلې سره سره؛ لاهم له طالبانو سره د بندي محمود شاه‌ حبیبي برخلیک نامعلوم دی.

تر دې وړاندې د طالبانو حکومت ویلي وو چې محمود شاه حبیبي له دوی سره نشته.

بل لورته د هغه کورنۍ څو ځله له امریکا غوښتي چې د نوموړي د خلاصون لپاره د طالبانو له حکومت سره خبرې وکړي.

د یادونې ده چې نن له امریکا سره بندي افغان خان محمد له امریکا سره د اوږدو مذاکراتو په پایله کې ازاد او بېرته خپل هېواد ته راولېږدول شو او د طالبانو له لوري امریکایي بندیان رایان کوربت او ویلیام مک‌کینتي ازاد شول.

متحده عربي امارات؛سراج الدین حقاني او ملا عبدالحق وثیق د دوهم ځل لپاره اماراتو ته تللي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني او د استخباراتو رییس ملا عبدالحق وثیق عربي متحده اماراتو ته سفر کړی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، دواړو لوریو د افغانستان پر وضعیت، د کابل او ابوظبي ترمنځ د همکاریو پر پراختیا او د افغانستان د بیارغونې او هوساینې پر ملاتړ خبرې کړې دي.

دا په روان لمریز کال کې دوهم ځل دی چې سراج الدین حقاني اماراتو ته سفر کوي

د طالبانو حکومت د عدلیې وزیر:زمونږ هدف د نړۍ خوشالول نه؛ بلکې د شریعت پلي کول دي

د طالبانو حکومت د عدلیې سرپرست وزیر عبدالحکیم شرعي د تقنیني برخې او یو شمېر نوروو مسوولینو سره په کتنه کې ویلي، چې د دوی دنده د شریعت پلي کول دي؛ نه د نړۍ خوشالول.

عبدالحکیم شرعي له ادارو غوښتي چې د قوانینو مسودې د ملا هبت‌الله د حکم د فرمان پر اساس جوړې او وروسته یې د مراحلو د طی کولو لپاره دوی ته وسپاري.

نوموړي ټینګار کړی، چې دوی باید د قوانینو په مسودو کې له خورا احتیاط کار واخلي.

د پاکستان پوځ:طالبانو ته مو د هغه افغان جسد وسپاره چې بلوچستان کې زمونږ خلاف جنګېده

د پاکستان پوځ ویلي، چې د محمد خان احمد خېل په نوم د هغه کس جسد یې طالبانو ته سپارلی چې بلوچستان کې یې د دوی خلاف جګړه کوله.

له پوځ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړی د جنورۍ ۱۱مه د بلوچستان د ژوب ولسوالۍ سمبازه سیمه کې وژل شوی وو، چې جسد یې د جنوري شلمه افغان طالبانو ته سپارل شوی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، احمدخېل د پکتیکا د وازیخوا اوسېدونکی وو.

علي امین ګنډاپور:نږدې راتلونکي کې یو ایالتي پلاوی کابل ته لېږو

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور ویلي، چې د کابل او اسلام اباد د ستونزو د حل لپاره به کابل ته په ایالتي کچه یو پلاوی ولېږي.

تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو ګنډاپور وايي، چې د دغه پلاوي د لېږلو اجازه د اسلام اباد له لوري ورکړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان هم ویلي، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ستونزو حل د سیمې په ثبات پورې نښتی دی.

ترکیه‌ـ‌بولو ښار؛هوټل کې د اور لګېدنې له کبله ۱۰ کسان وژل شوي

0

د ترکیې ” بولو” ښار په “ګرند کارتال” هوټل کې د اور لګېدنې له کبله لس تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

د یاد ښار والي ویلي چې اور یې اوس مهال کنټرول کړی.

تر اوسه د دغې اور لګېدنې علت نه دی معلوم شوی.

دا اور نن په ځایي وخت ۴ بجې لګېدلی وو.