دوشنبه, اپریل 20, 2026
Home Blog Page 693

بلوچستان؛په یوه کان کې ۱۲ کان کېندونکي وژل شوي

0

بلوچستان کې په یوه کان کې د چاودنې له کبله ۱۱ کان کېندونکي وژل شوي دي.

بل لورته پاکستانۍ رسنۍ وایي، چې ژغورونکې ډلې د ۱۱ کان کیندونکو جسدونه موندلي.

دوی زیاته کړې، چې د دولسم کارګر د موندلو لپاره د لټون عملیات لا هم روان دي.

سرای شهزاده؛طالب استخباراتو ګرځنده صرافان وهلي

یوې سرچینې حماسه میډیا ته ویلي، چې طالبانو په سرای شهزاده کې ګرځنده صرافان وهلي دي.

سرچینه زیاتوي، طالب استخباراتو تیره ورځ د سرای شهزاده ګرځنده صرافان له بولي څخه شړلي دي.

د معلوماتو له مخې، دوی شپږ ګرځنده صرافان نیولي، چې درې یې لاهم بندیان دي.

سرچینې د یادو دریو کسانو نومونه جانباز خان، وحید خوستی او امان الله یاد کړي او ویلي چې دوی له پرون راهیسې په بند کې دي.

حامد کرزی:د نجونو د زده کړو مخنیوی د ملي ګټو خلاف عمل دی

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د اسلامي همکاریو سازمان ناستې له پرېکړه لیک هرکلی کړی.

ښاغلي کرزي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د نجونو زده کړې د هغوی شرعي حق دی او منع کول یې د ملي ګټو خلاف او نه توجیه کېدونکی عمل دی.

هغه یو وار بیا ویلي چې د هېواد پرمختګ کې د نجونو زده کړې حیاتي رول لري.

هغه د طالبانو له حکومت غوښتي، چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

اسرائیل:د لبنان او سوریې ترمنځ مو هغه تجهیزات په نښه کړي چې حزب الله ډلې ته انتقالېدل

0

اسرائیل وایي، د لبنان او سوریې ترمنځ یې هغه تجهیزات په نښه کړي چې حزب الله ډلې ته انتقالېدل.

دوی ویلي چې لبنان کې یې یو شمېر نور اهداف هم په نښه کړي دي.

اسرائیل وایي دوی ته د ګواښونو د مخنیوي لپاره په هر ډول اقداماتو د لاس پورې کولو حق لري.

حزب‌الله تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جوبایډن:د محمد رحیم افغاني خلاصون ته اماده نه یو؛ خو له محمود شاه حبیبي سره یې تبادله کوو

د امریکا ولسمشر جوبایډن په سپینه ماڼۍ کې له طالبانو سره د بندي امریکایي وګړو، له کورنیو سره خبرې کړې دي.

بایډن دغو کورنیو ته ډاډ ورکړی، چې د طالبانو په بند کې زنداني امریکایي وګړي به ازادوي.

بایډن ویلي، دوی د محمد رحیم الافغاني خلاصون ته اماده نه دي؛ خو له محمود شاه حبیبي سره یې تبادله کوي.

د یادونې ده چې په دې اړه د طالبانو حکومت او امریکا مذاکرات پیل شوي.

اصف درانی:طالبان د کورني او بهرني مشروعیت له نشت سره مخ دي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي پخواني استازي اصف دراني ویلي، چې اکثره افغانان له طالبانو ملاتړ نه کوي.

نوموړي ویلي طالبان د کورني او بهرني مشروعیت له نشت سره مخ دي او هیچا په رسمیت نه دي پېژندلي.

هغه دغه راز زیاته کړې چې د کابل پر وړاندې د اسلام اباد پالیسي قاطع او د پاکستان له دوښمنانو د افغانستان پر نه ملاتړ ور ټوله ده.

لاس انجلس؛د اور له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۴ تنو ته رسېدلی

0

د امریکا په لاس انجلس کې د اور لګېدنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۴ تنو ته ورسېد.

امریکایي چارواکو ویلي چې ممکن د وژل شویو کسانو شمیر نور هم لوړ شي.

امریکایي چارواکو زیاته کړې، چې دې اورلګېدنې زرګونه کورونه سوځولي او له ۱۰۰ زرو زیات خلک یې له خپلو سیمو او کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

امریکایي رسنۍ وایي، چې دغه اور تر اوسه ۳۰ سلنه مهار شوی او د پاتې اور د مهارولو هڅې روانې دي.

د دغه اور له کبله د اوښتو زیانونو د کره شمېر په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

حنیف اتمر:که طالبان د نړۍ غوښتنې ونه مني؛ نو د ملت او نړۍ له سخت غبرګون سره به مخ شي

د هېواد د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر د طالبانو له حکومت غوښتي چې د افغان ښځو پر زده کړو لګېدلي بندیزونه لغوه کړي.

نوموړي ویلي، د نجونو پر زدکړو بندیز ناروا عمل دی او باید لغوه شي.

هغه زیاته کړې چې طالب مشران باید په دې اړه د اسلامي همکاریو سازمان د مشرانو خبرې ومني.

د اتمر په خبره، که طالبان دا غوښتنې ونه مني؛ نو ښایي د افغان ملت او نړۍ له جدي غبرګون سره مخ شي.

امیرخان متفي؛په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر فیصل طلق البقمي سره لیدلي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې دواړو لوریو د دوو اړخیزو اړیکو پر پراختیا، سعودي‌مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدماتو رسول او په ټوله کې دوو اړخیزو اړیکو کې ‏له شته فرصتونو څخه پر استفادې خبرې وشوې.

خبرپاڼه زیاتوي، چې امیرخان متقي په دې ناسته کې د افغانستان او سعودي اړیکې ارزښتناکې او تاریخي بللې او ټینګار یې کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاوو تبادله زیاته شي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په یاده ناسته کې امیرخان متقي غوښتنه کړې چې د سعودي حکومت د افغانانو لپاره د حج او عمرې په کوټه کې زیاتوالی راولي او همداراز سعودي کې مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدماتو په رسولو کې هم مرسته وکړي.

خبرپاڼه کې دغه راز زیاته شوې چې د سعودي سفیر ویلي چې هېواد یې غواړي ‏په کابل کې د خپل حضور له لارې په مختلفو برخو کې افغانانو سره مرسته وکړي.

افغان کرکټ بورډ؛د چمپینز ټراپي سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

0

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې نن د چمپینز ټراپي لپاره ۱۵ـ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

کرکټ بورډ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه سیالۍ به د راتلونکي فبرورۍ میاشتې په ۱۹مه نېټه د پاکستان او عربي متحده اماراتو په کوربتوب پيل شي.

د کرکټ بورډ له لوري په اعلان شوې لوبډله کې حشمت الله شهیدي لوبډلمشر دی او د لوبډلې په ترکیب کې نور غوره شوي لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ، رحمن الله ګربز، صدیق اتل، رحمت شاه، اکرام علیخل، عظمت الله عمرزی، محمدنبي، ګلبدین نایب، راشدخان، الله محمد غضنفر، نوراحمد، فضل حق فاروقي، فرید ملک او نوید ځدراڼ دي.

همدارنګه دروېش رسولي، ننګیالی خروټي او بلال سمیع بیا د احتیاطي لوبغاړو په ډله کې شامل دي.