چهارشنبه, جون 24, 2026
Home Blog Page 689

مسعود پزشکیان:د صنعت د پراختیا لپاره که مجبور شم، لومړی د خپل دفتر برېښنا قطعه کوم

د ایران ولسمشر مسعود پژشکیان، ویلي چې د انرژۍ د بحران او د برېښنا د پرې کېدو له امله، که اړتیا پېښه شي، نو دولت به د برېښنا د مصرف په محدودولو کې له خپلو ادارو پیل وکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د تولیدي برخو او صنعتونو برېښنا پرې کول به وروستی انتخاب وي، او حکومت به تر وروستۍ اندازې هڅه وکړي چې د صنعتونو فعالیت ته زیان ونه رسېږي.

پژشکیان دغه راز ویلي، چې د برېښنا بحران یو واقعي حالت دی چې خلک یې باید ومني.

د ده په وینا، یوازینی حل دا دی چې خلک د خپلې برېښنا مصرف راکم کړي، څو دا ستونزه تر ډېره مهاله مهار شي.

رحمت الله نبیل عبدالله خنجاني ته:بګرام د یو قوم نه دی او که تاسې قومي فکر لرئ، له جبهې مو د «ملي» کلمه لرې کړئ

د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د مقاومت په نوم جبهې د سیاسي دفتر د رئیس عبدالله خنجاني وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې «بگرام د قومیت پر بنسټ نه‌شي وېشل کېدای.»

نبیل ټینګار کړی، چې که مقاومت جبهه ریښتیا هم ملي وي؛ نو باید د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي، نه یوازې د یوه قوم.

نوموړي له دې ډلې غوښتي چې که قومي فکر لري، باید له خپل نوم څخه “ملي” کلمه لرې کړي.

نبیل دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي، چې خنجاني ویلي وو بگرام د تاجکانو جغرافیه ده او امریکا باید له طالبانو سره د دغې نظامي اډې په اړه خبرې ونه کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت:د هند د بریدونو په غبرګون کې مو د دغه هېواد ډیپلومات احضار کړ

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د تېرې شپې د بریدونو له امله د هند سفارت چارسمبالی احضار کړی.

یاد وزارت ویلي، هند ته یې په ډاګه کړې چې دغه کړنې د ملګرو ملتونو د منشور او نړۍوالو قوانینو خلاف دي.

پاکستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته هم ویلي، چې دوی د هند پر خاوره د برید حق لري.

طالبان :هند او پاکستان باید خپلې ستونزې د دیپلوماسۍ له لارې حل کړي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د هند او پاکستان ترمنځ د تېرې شپې جګړې په اړه ویلي، چې تاوتریخوالی د هیچا په ګټه نه دی.

دوی د کړکېچ زیاتوالی د اندېښنې وړ بللی دی.

د طالبانو حکومت په دواړو لوریو غږ کړی، چې زغم وکړي او ستونزې د دیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

د هند لومړي وزیر؛پر پاکستان له برید وروسته یو شمېر هېوادونو ته خپل سفر وځڼدوو

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي، کراوسي، هالنډ او ناروې ته خپل سفرونه ځنډولي.

نوموړي دا کار پر پاکستان تر برید وروسته کړی.

بل لورته، هندي چارواکو ویلي، چې امریکا، برېتانیا، عربستان او متحده عربي امارات یې پر پاکستان له برید څخه خبر کړي وو.

عاصم منیر:د پاکستان او هند جنګي الوتکو د یو بل حریم نه دی نقض کړی

پاکستان وایي، پر دوی د هند د برید له کبله ۴۶ ملکیان وژل شوي.

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ویلي، چې د دواړو هېوادونو جنګي الوتکو د یو بل حریم نه دی نقض کړی.

بل لورته هند وایي، چې دوی پاکستان کې ملکیان نه؛ بلکې ترهګر په نښه کړي دي.

د جیش محمد ډلې مشر:د هند برید کې زما د کورنۍ لس غړي وژل شوي، زه به یې له هند څخه غچ واخلم

د هند د مخالفې جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر ویلي، چې د هند په برید کې یې د کورنۍ لس غړي وژل شوي دي.

نوموړي ویلي، په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي.

د اظهر په خبره، دغه برید د ده په کورنۍ شوی، چې په کې یې څلور ملګري هم وژل شوي ډي.

هغه خبرداری ورکړی، چې له هند څخه به د دغه برید غچ واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان وايي، په دغه برید کې ملکي کسان وژل شوي دي.

هند ته د پاکستان د ځوابي برید ضد او نقیض جزیات؛هندی پوځ د درې؛ خو پولیس بیا د لس تنو د وژل کېدو خبر ورکوي

هندي پوځ اعلان کړی، چې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې د جمو او کشمېر په سیمه کې درې ملکیان وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان دي.

دوی ویلي، چې د پاکستان پوځ ته یې مناسب ځواب ورکړی دی.

پاکستان د دوی پر خاوره تر برید وروسته د هند یو شمېر سیمې په نښه کړې.

سره له دې، چې هندی پوځ د درې تنو د وژل کېدو پخلی کړی؛ خو پولیس وایي، لس تنه وژل شوي او ۴۸ نور ټپیان دي.

په همدې حال کې بیا پاکستان وايي، د دوی پر حریم د تېري غچ به خامخا واخلي؛ خو هند وايي، د کشمېر د پېښې غچ یې اخیستی او نور پاکستان سره جګړه نه کوي؛ خو که هغوی اقدام وکړ؛ نو سخت ځواب به ورکړي.

ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازولي:مونږ پر هند د قانوني برید حق لرو

ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازولي وايي، چې د هند پر خاوره دوی د برید حق لري او هند په وروستۍ حملې سره د پاکستان حاکمیت او نړیوال قوانین نقض کړي دي.

دوی د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د حملې وار پاتې او په مناسب وخت کې به هند ته ځواب ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې هند وايي، دوی د کشمېر د پېښې غچ اخیستی او پاکستان کې یې ترهګریز ځایونه په نښه کړي دي.

د هند دوو ښځینه قومندانانو؛صوفیه قریشي او ومېکا سینګ پر پاکستان د تېرې شپې د بریدونو قومنده په غاړه لرله

د هند له لوري پر پاکستان د تېرې ورځې د بریدونو قومنده د دوو ښځینه قومندانانو په غاړه وه.

صوفیه قریشي او ومېکا سینګ نن یو خبري کنفرانس ته ویلي، چې پاکستان کې یې یوازې ترهګریز ځایونه په نښه کړي دي.

یادو قومندانانو ویلي، چې هلته یې هیڅ نظامي اډه او ملکي خلک نه دي په نه نښه کړي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې دوی دواړو په یو شمېر نورو مهمو بریدونو کې هم اغېزناکه ونډه درلوده.