پنجشنبه, اپریل 30, 2026
Home Blog Page 682

ایران؛تېره یوه میاشت کې لس افغانان اعدام کړي دي

ایران په تیره یوه میاشت کې د بېلا بېلو جرمونو په تور لس افغانان اعدام کړي دي.

د ایران د بشري حقونو د سازمان مشر محمود امیري مقدم ویلي، چې د هغوو شمیرو له مخې چې موږ یې لرو، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې لس افغانان، شپږ یې د قتل او څلور یې د مخدره مواد قاچاق په تور اعدام شوي دي.

هغه ویلي، چې ایران په ۲۰۲۴ کال کې په بیلابیلو تورونو ۵۳ افغانان اعدام کړي دي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د سترې محکمې یوه پلاوي څه موده مخکې تهران ته د یو سفر په ترڅ کې له ایرانه غوښتي وو چې د افغان بندیانو لیست، په ځانګړې توګه د هغو بندیانو چې په اعدام محکوم شوي له دوی سره شریک کړي.

مارک روبیو:د ګرینلنډ اخیستلو لپاره د ټرمپ لیوالتیا یوه جدي موضوع ده

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، چې د ګرینلند اخیستلو لپاره د ټرمپ لېوالتیا یوه جدي موضوع ده، چې په مستقیم ډول د امریکا ګټو پورې نغښتې ده.

نوموړی زیاتوي چې ټرمپ په دې برخه کې ان له نظامي قوت هم درېغ نه کوي.

د یادونې ده چې ټرمپ په انتخاباتي منډو ترړو کې هم د ګرینلنډ په الحاق ټینګار کړی و.

تولسي ګبرد:که داعش یا القاعده له افغانستان څخه مونږ ته زیان ورسوي؛ نو د ځپلو لپاره یې هملته ورځو

د امریکا د استخباراتو مدیره تولسي ګبرد ویلي، چې هېواد یې له افغانستان څخه خپل څار ته دوام ورکوي.

ګبرد وایي، غواړي افغانستان کې د داعش او القاعده ډلې پټنځایونه وڅاري.

نوموړې زیاتوي، القاعده د اوږدې مودې لپاره پاکستان کې پناه ځایونه او تمریني ځایونه لرل او اوس هم له همغه هېواد څخه تمویلیږي.

د دې په خبره، که اړتیا ولیدل شوه، چې القاعده له افغانستان څخه دوی ته کواښ پېښوي؛ نو دوی به یې هم له نږدې څخه په نښه کړي.

سرچینې؛شیخ هبت الله نږدې ورځو کې د طالبانو د حکومت پر راتلونکي د بحث په اړه یوه غونډه جوړوي

باورې سرچینې وایي، چې ټاکل شوې راتلونکو څو ورځو کې د شیخ هبت الله اخوندزاده ترمشرۍ لاندې یوه لویه غونډه شي.

دغې غونډې ته له مرکز او ولایتونو څخه طالب مشران ورټول شوي.

د معلوماتو پر بنسټ، په دې ناسته کې د فرمانونو پر بشپړ تطبیق، او د طالبانو د حکومت پر راتلونکي خبرې کېږي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.

د المان پارلمان څېړنیز کمېسیون:طالبانو سره له خبرو پرته بله لار نه لرو

د المان د پارلمان څېړنیز کمیسیون وایي، کابل کې د المان سفارت له پرانیستو سره بیا هم اړتیا ده، چې د المان پرسونل په صحنه کې حاضر وي.

د دغې کمیسیون مشر میشائل مولر وایي، طالبانو سره له خبرو پرته بله لار نشته.

د هغه په خبره، دا خبرې باید په دې معنی نه وي، چې ګوندې طالبانو سره لاس یو کړي.

د یادونې ده چې یاد کمېسیون له افغانستان څخه د دغه هېواد د ځواکونو د بېړنیو وتلو په اړه واک ته د طالبانو حکومت له رسېدو راهیسې څېړنه کوي.

امریکا؛د الوتکو د ټکر له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۸ تنو ته رسېدلی

0

امریکا کې د الوتکو د ټکر له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۸ تنو ته رسېدلی دی.

سره له دې، چې الوتکه کې ۶۴ تنه سپاره و؛ خو ژغورونکې ډله وایي، چې ښایي هیڅ یو ژوندی نه وي پاتې شوی.

اوس مهال د پاتې کسانو د موندلو لټون روان دی.

شاپور ځدران؛له کرکټ څخه استعفاء وکړه

0

افغان چپ لاسي تېز توپ اچوونکي شاپور ځدران له نړیوال کرکټ څخه استعفاء وکړه.

هغه ویلي، پرېکړه ورته سخته وه؛ خو اړ وو چې له کرکټ لاس واخلي.

نوموړی وایي، ۲۲ کاله یې کرکټ وکړ او دا یې، مینه، شوق او هویت وو.

د یادونې ده چې شاپور ځدران د افغانستان د اولو ورځو لوبغاړی و، چې په کیڼ لاس یې تېزه توپ اچونه کوله.

کوېټه؛یو پلار د ټیک‌ټاک پر سر خپله ۱۵ کلنه لور وژلې

0

کوېټه کې د انورالحق په نوم یو تن خپله پنځلس کلنه لور په ډزو وژلي.

د یادې پېښې علت د هغې د لور له لوري د ټیک ټاک شبکې کارول او پر هغې د ویډوګانو نشرول ښودل شوي.

یاده کورنۍ څه موده وړاندې له امریکا څخه را ستانه شوي وو.

تر دې وړاندې پاکستان کې هم د ټک ټاک ټولنیزې شبکې کارولو له کبله ورته پېښې رامنځته شوې دي.

د قرانکریم سوځونکی؛سلوان مومیکا د نامعلومه کسانو له لوري وژل شوی

0

عراقي الاصله سلوان مومیکا د نامعلومو کسانو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

هغه د سویډن پلازمېنې ته نږدې په یو ښار کې وژل شوی دی.

مومیکا په ټپي حالت کې موندل شوی چې وروسته یې ساه ورکړې.

هغه څه موده وړاندې د قرانکریم یوه نسخه سوځولې وه.

منیر اکرم؛د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترېش سره کتلي دي.

منیر اکرم پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې یې افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه خبرې کړې دي.

د یادونې ده، چې منیر اکرم تر دې وړاندې څو ځله ویلي چې د افغانستان له خاورې پاکستان ته ګواښونه متوجې دي.