پنجشنبه, اپریل 30, 2026
Home Blog Page 681

جمهوري غوښتونکی سناتور: امریکا افغانستان ته ۳،۳ میلیارده ډالر لېږلي دي

پر نړۍ د امریکا د پراختیایي مرستو له بندېدو سره، یو جمهوري غوښتونکي سناتور رندپال ویلي چې تر دې وړاندې یې له دموکراتانو هم طالبانو ته د مرستو بندولو غوښتنه کړې وه.

رند پال ویلي، د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته امریکا افغانستان سره ۳.۳ میلیارده ډالره مرسته کړې چې یوه برخه یې د طالبانو لاسته لوېدله.

هغه د طالبانو په اړه د دموکراتانو پر پالیسي هم سخته نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د مرستو بندېدو په اړه د دموکراتانو له مخالفت سره مخ وو.

ډونالډ ټرمپ:کاناډا، مکسیکو او چین د تعرفو پر وړاندې هېڅ اقدام نشي کولای

0

امریکا سر له نن څخه د کاناډا او مکسیکو پر واردېدونکو توکو ۲۵ سلنه او پر چینایي توکو لس سلنه تعرفه لګوي.

د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ وایي، چې دغه درې واړه هېوادونه د دې تعرفې پر وړاندې کوم اقدام نشي کولای.

ټرمپ زیاته کړې چې که مکسیکو او کاناډا د ناقانونه کډوالۍ او نشه یي توکو د قاچاق مخنیوي لپاره ګامونه پورته نه کړي؛ نو دا تعرفې به نورې هم لوړې شي.

د یادونې ده چې ټرمپ هڅه کوي کاناډا او مکسیکو د خپل هېواد برخه وګرځوي؛ نو ځکه پرې فشارونه زیاتوي.

سرچینې:د بادغیس لپاره د طالبانو د مرستیال والي زوی خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني پوځیانو په عملیاتو کې وژل شوی

یو شمېر سرچینو ویلي، چې د بادغیس لپاره د طالبانو د مرستیال والي مولوي غلام محمد احمدي زوی بدرالدین یوسف یو له هغو دریو جنګیالیو څخه دی، چې د خیبر پښتونخوا د دیره اسماعیل خان په کلاچي سیمه کې د پاکستاني پوځیانو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

د سرچینې په وینا بدرالدین یوسف د پاکستاني طالبانو په یوه روزنیز مرکز کې روزونکی و.

سرچينې زياته کړې چې هغه د پنجشنبې په ورځ د پاکستاني ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د تحريک طالبان پاکستان له دوو وسله والو سره وژل شوی.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

مارک روبیو:د امریکا حکومت کوم خیریه بنسټ نه دی چې هر چا سره به مرستې کوي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې د امریکا حکومت کوم خیریه بنسټ نه دی چې له هر چاسره په مرستې کوي.

نوموړي له نړۍ سره د امریکا د مرستو د بندېدو په اړه په یوه مرکه کې ویلي، دوی فکر ورباندې کوي چې کومې پروژې به امریکا خوندي، پیاوړې یا سوکاله کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته له اسرائیل او مصر پرته پر ټولې نړۍ مرستې بندې کړې.

یان ایګلنډ:نړیوالې ټولنې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان خلک له پامه غورځولي

د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلند وايي، د هیوادونو استازي دې د میرمنو د حقونو د مبارزې لپاره باید کابل او کندهار ته سفر وکړي.

ایګلنډ له فرانسې خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې نړیوالې ټولنې په افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د دغه هیواد خلکو ته شا کړې.

نوموړي دغه راز ویلي، چې يواځې د محدودو اروپايي هیوادونو استازي افغانستان ته سفر کوي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې له نادولتي موسسو څخه د ښځو د ایستلو او د پروژو د ځنډېدو لامل د بودیجې نشتوالی دی.

لغمان؛الیشنګ ولسوالۍ کې ناچاودې مرمۍ درې ماشومان وژلي

د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې ناچاودې مرمۍ دې ماشومان وژلي دي.

د لغمان د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند، یونس یوسفزي ویلي، چې د دې ولسوالۍ په اړینې سیمه کې ماشومانو یوه ناچاوده مرمۍ موندلې او له ټکولو وروسته یې پرې چاودنه کړې.

نوموړي زیاته کړې چې، دا پېښه نن
له غرمې مخکې رامنځته شوې او په وینا یې وژل شوي ماشومان د بېلابېلو کورنیو غړي وو چې لس، یوولس او دیارلس کاله عمرونه یې درلودل.

د بخښنې نړیوال سازمان:د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې میدان ته ښکته کېدل ښه خبر دی

د بښنې نړیوال سازمان له هېواده تر وتلو وروسته میدان ته د افغان ښځینه کرېکټ لوبډلې د راستنېدو په غبرګون کې ویلي، چې له کلونو جلا وطنۍ وروسته د دغو لوبغاړو بیا یوځای کېدل د سپورت او د ښځو د حقونو لپاره ښه خبر دی.

یاد سازمان پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د کرکټ نړیواله ټولنه باید د دې لوبغاړو ملاتړ وکړي ترڅو دوی وکولی شي په لوړه کچه سیالۍ ترسره کړي.

دغه سازمان له نړیوالو ورزشي بنسټونو غوښتي چې په رسمي سیالیو کې د دغو ورزشکارانو د ګډون لپاره شرایط برابر کړي او د نړۍ په کچه د دوی د لوبېدو له حقه ملاتړ وکړي.

د یادونې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیټ هم ویلي، چې افغان کرکټ ښځینه لوبډلې په میلبورن کې په هرې منډې سره ښکاره پیغام ورکړ چې دوی به غلې نشي.

ټاس:د امریکایي الوتکې له غورځېدو وروسته د ټرمپ او پوتین خبرې نه دي شوي

0

د روسیې ټاس خبري اژانس د روسیې د ولسمشر د ویاند دیمیتري پیسکوف له قوله ویلي، چې د امریکایي الوتکې د غورځېدو وروسته د ټرمپ او پوتین ترمنځ هیڅ ډول خبرې نه دي شوي.

هغه ویلي، چې امریکا کې د الوتکو له غورځېدو وروسته ټرمپ او پوتین هېڅ ډول خبرې نه دي کړې.

تر دې وړاندې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د الوتکې د غورځېدو په اړه د هغه او پوتین ترمنځ د ټېلېفوني خبرو اترو په اړه د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، «په دې اړه هیڅ بحث نه دی شوی، نه، نه، نه.»

ټاس ویلي، چې خبریالانو دا ځواب داسې تعبیر کړى و چې ممکن ټېلېفوني خبرې شوی وي، خو د الوتکې د غورځېدو په اړه نه وي.

اسراییلو؛د لبنان په ختیځ کې د حزب‌الله پر تاسیساتو بمباري کړې

0

د اسراییل هوایي ځواکونو د لبنان په ختیځ کې د حزب الله پر تاسیساتو بمباري کړې ده.

د اسراییل پوځ په یوه بیان کې ویلي، چې په البقاع سیمه کې یې د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي دي.

دوی زیاته کړې، چې په نښه شویو هدفونو کې د ترځمکې لاندې تاسیسات چې د ایران ملاتړې حزب الله ورڅخه د وسلو د تولید او پراختیا لپاره کاراخیست او هم د سوریې ـ لبنان د پولې په اوږدو کې نور تاسیسات چې دې ډلې ورڅخه د وسلو د قاچاق لپاره کاراخیست، شامل دي.

یاد پوځ دغه راز ویلي، چې په سیمه کې اوربند ته ژمن دي؛ خو د ترهګرو هیڅ ډول فعالیتونه نشي زغملی.

ریچارډ بینېټ:افغان کرکټ ښځینه لوبډلې وښودله چې دوی به غلې نشي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بینیټ وایي، افغان ښځینه لوبغاړې په کور دننه او ټوله نړۍ کې په سپورټ پورې تړلې دي.

ښاغلي بینیټ پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې افغان کرکټ ښځینه لوبډلې په میلبورن کې په هرې منډې سره ښکاره پیغام ورکړ چې دوی به غلې نشي.

نوموړي زیاته کړې، په داسې حال چې افغان ښځې په جلاوطنۍ کې لوبې کوي، په افغانستان کې ښځې په بشپړدول له سپورټ څخه منع دي.

د یادونې ده چې افغان ښځینه لوبډلې پرون په میلبورن کې د اسټرالیا د بې پولې ښځینه کرکټ لوبډلې په وړاندې د دوو منډو په توپیر لوبه وبایلله.