شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 681

د څلورو هېوادونو ترمنځ؛د ګډ اقتصادي دهلېز تړون د یو بل کال لپاره وغځېد

د افغانستان، ازبکستان، قرغزیستان او چین تر منځ د ګډ اقتصادي دهلېز تړون د ۲۰۲۵م کال لپاره هم وغځېد.

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت د یاد تړون د نوي کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د تړون له نوي کېدو سره به له دغې لارې څخه په انتقالاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

دغه دهلیز له چین- قرغزیستان او ازبکستان تېر او د مزارشریف- حیرتان له اوسپنیزې کرښې سره وصلیږي.

ایران؛یو افغان وګړی په دغه هېواد کې اعدام کړی

د بشري حقونو سازمان ویلي، چې ایران یو وار بیا د یو افغان په شمول په درې تنو د اعدام حکم عملي کړی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه افغان په قصدي قتل تورن وو.

د اعدام شوي افغان هویت تر اوسه نه دی څرګند شوی.

بل لورته د ایران حکومت هم په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو ویل کېږي، چې یاد کسان په کرج کې اعدام شوي دي.

د افغانستان بانک هېوادوالو ته:د ډالرو لوړېدو ته اندېښنه مه کوئ

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د افغانستان بانک د ډالرو لوړېدو سره سم؛ هېوادوالو ته ډاډ ورکړی چې په دې اړه اندېښنې ونه کړي.

یاد بانک یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانیو ثبات ساتنې لپاره اړین اقدامات ترسره کوي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دوی په دې برخه کې کافي سرچینې لري او بازارونه په دقیق ډول څاري.

د یادونې ده چې اوس مهال په افغانستان کې یو امریکایي ډالر په ۷۷ افغانیو تبادله کېږي.

د امریکا د مرستو له بندېدو سره سم؛هېواد کې د ډالرو ارزښت مخ پورته روان دی

په نړۍ د امریکا د مرستو له بندیدو سره سم؛ په هېواد کې د ډالرو بیه لوړه شوې.

اوس مهال د هېواد په بازارونو کې یو امریکايي ډالر ۷۷ افغانۍ تبادله کېږي.

بل لورته د طالبانو حکومت تر واک لاندې د افغانستان بانک وايي، د افغانیو ارزښت ساتنې لپاره کافي سرچینې په واک کې لري.

که څه هم د طالبانو حکومت اوس مهال د افغانیو ارزښت ساتنې لپاره ډالر لیلاموي؛ خو بیا هم دغه کرنسي د افغانیو پر وړاندې مخ پورته روانه ده.

د بخښنې نړیوال سازمان:نړۍ دې طالبان د بشري حقونو د سرغړونې له امله مسول وګڼي

بښنې نړیوال سازمان د زده کړې د نړیوالې ورځې په مناسبت له نړۍ غوښتي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوي.

دغه سازمان په یوه بیان کې ویلي، چې نړۍ دې طالبان د نجونو او ښځو د بنسټیزو حقونو په تېره بیا د پوهنې په برخه کې د سرغړونې له امله مسوول وګڼي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې د طالبانو له درې کلنې واکمنۍ وروسته دا هېواد د بشري حقونو د بې ساري سرغړونو، جنسي ځورونو، شکنجې، خپلسري نيونې او سانسور مرکز ګرځېدلی دی.

یاد سازمان دغه راز ویلي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغانستان کې ښځې ګڼو مشکلاتو سره مخ دي.

پوتین:ټرمپ ځیرک رهبر دی او د اوکراین د جګړې په اړه ورسره خبرو ته چمتو یم

0

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې دی چمتو دی تر څو د اوکراین جګړې په اړه له امریکا سره خبرې وکړي.

هغه ویلي ډونالډ ټرمپ یو ځیرک رهبر او ښه مشر دی.

د پوتین په خبره، که چیرې ټرمپ واک کې وی؛ نو ښایي دوی یې اوکراین کې جګړې ته نه وی پریښی.

تر دې وړاندې بیا ټرمپ ویلي وو چې که پوتین خبرو ته حاضر نه شي؛ نو بندیزونه به پرې ولګوي.

د ښځو د ازادۍ پر لور غورځنګ؛طالبانو د ټولنې د نیم قشر له هویت او وړتیا انکار کړی

د ښځو د ازادۍ پر لور غورځنګ د زده کړو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې طالبانو د ښځو پر زده کړو له بندیز سره افغان ښځې او نجونې په تیارو کې بندې ساتلې دي.

دوی ویلي، چې په دې ورځ هم په خورا ژورې خواشینۍ سره افغانستان ته ګوري.

دغه بنسټ ویلي، چې په دې کار سره طالبان د ټولنې د نیمايي برخې له هویت او وړتیا انکار کوي.

د دغه بنسټ په وینا، دې چارې افغان ټولنې ته خورا لوی زیان اړولی دی.

د یادونې ده، چې تېره ورځ د زده کړو نړیواله ورځ وه، چې په همدې ورځ هم ګڼو بنسټونو د طالبانو له حکومت وغوښتل ترڅو افغان نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

افغانستان کې له جنګي تجربې برخمن؛پیټ هېګسیټ د امریکا دفاع وزیر وټاکل شو

0

پیټ هېګسیټ د امریکا د دفاع وزیر په توګه ومنل شو.

د امریکا مشرانو جرګې د رایې اچونې لومړي پړاو کې نوموړی د دغې څوکۍ لپاره وړ نه ګاڼه، نو ځکه یې زیاتې رایې هم ونه ګټلې.

هېګسیټ په افغانستان او عراق کې د جګړې تجربه لري.

هغه ویلي، چې د امریکا لپاره ریښتینولي ته ژمن دی.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډله؛د شیخ هبت الله او عبدالحکیم حقاني د نیولو اقدام د افغانستان عدالت لپاره مهم ګام دی

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د شیخ هبت الله او د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو غوښتنه د افغانانو پر وړاندې د عدالت لپاره یو مهم ګام بللی.

دوی په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې دا طالبانو ته یو نوی خبرداری دی.

خبرپاڼه کې راغلي، هغه هېوادونه، چې د طالبانو د عادي کولو په پروسه کې ښکېل دي، باید وپوهېږي، چې په دې جرم کې شریک دي.

له مصر او اسرائیل پرته؛امریکا په ټولې نړۍ مرستې بندې کړې

0

له مصر او اسرائیلو پرته، امریکا په ټوله نړۍ خپلې مرستې بندې کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی غواړي چې د امریکا د بهرني سیاست په رڼا کې دوی دا مرستې له سره وڅېړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ واک ته تر رسېدو وړاندې ویلي وو، چې امریکا نورو هېوادونو ته بې ځایه میلیونونه ډالر ورکوي.

د یادونې ده، چې ټرمپ له واک ته رسېدو سره سم، د خپلو ګټو لپاره له ځینو تړونونو هم ځان ووېست.