سه شنبه, جون 2, 2026
Home Blog Page 68

عباس عراقچي:د امریکا او اسراییلو د تېري په اړه له روسیې سره مو سلا مشورې دوام لري

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سن‌پټرزبورګ ته د رسېدو پر مهال ویلي چې تهران تل له روسیې سره د بېلابېلو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د سیمې د مسایلو په اړه نږدې او دوامدارې سلا مشورې کړې دي.

نوموړي ویلي چې د تحمیلي جګړې له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ په لیدنو کې لنډمهاله ځنډ راغلی و؛ خو د خپلو وروستیو سفرونو په لړ کې یې، چې پاکستان او عمان ته یې کړي، روسیې ته سفر هم تنظیم کړی څو د جګړې د وروستیو بدلونونو او اوسني وضعیت په اړه له روسي چارواکو سره خبرې او همغږي وکړي.

عراقچي د پاکستان سفر دوه‌اړخیز بللی او زیاته کړې یې ده چې اسلام‌اباد په وروستیو کې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو په منځګړیتوب کې مهم رول لوبولی دی.

هغه ویلي چې په دې سفر کې د وروستیو تحولاتو او د خبرو د دوام پر شرایطو بحث شوی، خو د ده په وینا د امریکا ناسم چلند او زیاتو غوښتنو د تېرو مذاکراتو د پایلو مخه نیولې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداراز خپل د عمان سفر د ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا په چوکاټ کې مهم بللی.

هغه ټینګار کړی چې تهران او مسقط، د هرمز تنګي د ساحلي هېوادونو په توګه، باید همغږي زیاته کړي څو ګډې ګټې خوندي شي، ځکه هر اقدام په دې سیمه کې د دواړو هېوادونو پر ګټو مستقیم اغېز لري.

ډونالډ ټرمپ:موږ په یوه لېونۍ نړۍ کې ژوند کوو

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې نړۍ له غیرعادي او کړکېچنو حالاتو سره مخ ده او زیاته کړې یې ده: «موږ په یوه لېونۍ نړۍ کې ژوند کوو.»

ټرمپ دا څرګندونې له سي‌بي‌اېس سره په مرکه کې کړي، چې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د مېلمستیا پر مهال د رامنځته شوې پېښې په اړه یې خبرې کولې.

هغه پر برید کوونکي کس سختې نیوکې کړې او هغه یې ډېر ناروغ انسان بللی دی.

د هغه په وینا، برید کوونکی پخوا یو سخت مذهبي عیسوی و؛ خو وروسته د مذهب ضد شوی او په شخصیت کې یې بدلون راغلی و.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اندېښمن شوی و که نه، ټرمپ ویلي چې هېڅ اندېښنه یې نه لرله او ټینګار یې کړی: «زه ژوند درک کوم.»

نوموړي د خپلې مېرمنې ملانیا ټرمپ د غبرګون په اړه هم ویلي چې هغه په لومړیو کې نه وه ورخطا شوې؛ خو منلې یې ده چې په دې ډول حالاتو کې هر څوک وېرېږي.

د ټرمپ په خبره، ملانیا ژر درک کړې وه چې پېښه عادي نه ده او وروسته تر پېښې ډېره خواشینې ښکارېده.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت؛د کابل لوېدیځ کې «امید سبز» ښارګوټی دولتي اعلان کړ

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د کابل په لوېدیځ کې د «امید سبز» په نوم ښارګوټی د دولت رسمي ملکیت ګرځول شوی دی.

د یاد وزارت په وینا، دا پرېکړه د دوی د ځانګړې محکمې له لوري شوې ده.

د معلوماتو له مخې، دا ښارګوټی شاوخوا ۵۰۰ استوګنیز کورونه لري او نږدې ۶ زره کسان پکې ژوند کوي.

د سیمې یو اوسېدونکي رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې خلک د دې پرېکړې له راتلونکو اغېزو اندېښمن دي، خو لا هم د حکومت له لوري د عملي ګامونو او جزئیاتو په اړه بشپړ وضاحت نه دی ورکړل شوی.

تر اوسه د طالبانو حکومت نه دي ویلي چې د دې اعلان له مخې به د اوسېدونکو حقوقي وضعیت، ملکیتونه او یا د هغوی د پاتې کېدو شرایط څنګه تنظیمېږي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د عمر ګلستان شهرک هم دولتي اعلان شو.

کیم جونګ اون:شمالي کوریا د روسیې د اوږدمهاله ستراتیژیکو پالیسیو ملاتړ ته دوام ورکوي

0

د شمالي کوریا مشر، کیم جونګ اون، ویلي چې هېواد به یې د روسیې له ستراتیژیکو پالیسيو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د راپورونو له مخې، نوموړي دا څرګندونې د روسیې د دفاع له وزیر اندري بېلوسوف سره په لیدنه کې کړې دي، چې پکې د نړیوال سیاسي وضعیت او روانو بدلونونو په اړه خبرې شوې دي.

ویل کېږي، یو روسي پلاوی د هغې یادګاري پروژې په مراسمو کې هم ګډون کړی چې د شمالي کوریا هغو سرتېرو ته جوړه شوې چې د اوکراین په کورسک سیمه کې وژل شوي دي.

کیم جونګ اون ټینګار کړی چې پیونګ یانګ به د روسیې د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او امنیتي ګټو په دفاع کې بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړي.

د راپورونو له مخې، شمالي کوریا د مسکو سره د دفاعي هوکړې وروسته زرګونه سرتېري استولي، خو د جنوبي کوریا، اوکراین او لوېدیځو هېوادونو چارواکي وایي چې په دې جګړه کې د دغو ځواکونو مرګ‌ژوبله لوړه ده.

سراج الدین حقاني ژاو شینګ ته:کابل له چین سره خپلې اړیکې لا پراخې او قوي غواړي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د چین له سفیر ژاوشینګ سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا خبرې کړي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د سیمې پر مهمو مسایلو هم بحث شوی او د چین له لوري د سیمه‌ییزو همکاریو او هڅو ستاینه شوې.

راپور زیاتوي، حقاني ټینګار کړی چې افغانستان د سرتاسري ثبات غوښتونکی دی او اوسنی تمرکز یې د کورنیو ستونزو پر حل او د ولس پر هوساینې راڅرخي.

نوموړي زیاته کړې چې کابل غواړي له ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول چین سره، خپلې اړیکې لا پراخې او قوي کړي.

عباس عراقچي:د تهران د بهرنۍ تګلارې لومړیتوب ګاونډي هېوادونه دي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د عمان تر سفر وروسته ویلي چې د تهران د بهرنۍ تګلارې لومړیتوب ګاونډي هېوادونه دي.

عراقچي په دې سفر کې د عمان له پاچا او د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي او څرګنده کړې یې ده چې د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ د هرمز تنګي کې د کښتیو د خوندي تګ راتګ پر موضوع هم خبرې شوې دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، هغه له عمان وروسته اسلام‌اباد ته تللی او ورپسې به روسیه ته سفر وکړي.

تمه ده چې نوموړی په سن‌پټرزبرګ کې له ولادیمیر پوتین سره وګوري.

اکسیوس:ایران د پاکستان په منځګړیتوب د نوو مذاکراتو چوکاټ امریکا ته سپارلی

0

اکسیوس د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې ایران د پاکستاني منځګړو په وسیله واشنګټن ته داسې نوې طرحه وړاندې کړې چې پکې د هرمز تنګي پرانیستل او د روان کړکېچ پای ته رسول اساسي برخه ده.

د معلوماتو له مخې، تهران ټینګار کړی چې اټومي خبرې به تر هغه وخته ونه پیلېږي څو د هرمز تنګی بېرته خلاص نه شي او بندیزي فشارونه کم نه شي.

په همدې حال کې تمه ده د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ په یوه مهمه غونډه کې له ایران سره د خبرو د بن‌بست او د احتمالي پوځي او سیاسي انتخابونو ارزونه وکړي.

د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د خپلو وروستیو سفرونو پر مهال منځګړو ته څرګنده کړې چې د امریکا د غوښتنو، په ځانګړي ډول د یورانیمو د بډاینې د محدودولو او د زېرمو د انتقال په اړه، د ایران دننه لا هم واحد دریځ نه دی رامنځته شوی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر:په اسلام‌اباد کې د ایران ــ امریکا د خبرو له لغوه کیدو وروسته محدودیتونه پای ته رسېدلي

0

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د سټیو ویتکاف او جرد کوشنر د سفر له لغوه کېدو وروسته اعلان کړی چې د اسلام‌اباد په ځینو سیمو کې ترافیکي محدودیتونه او امنیتي تدابیر پای ته رسېدلي دي.

نوموړي ویلي چې دا محدودیتونه د سرینا هوټل شاوخوا سیمه کې، چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د احتمالي ناستو ځای بلل کېده، لېرې شوي دي.

اسحاق ډار په خپل پیغام کې د پاکستان له خلکو مننه کړې او په ایکس کې یې لیکلي: «ستاسې ملاتړ موږ ته دا امکان راکوي چې د خپلو مېلمنو امنیت ډاډمن کړو او په سیمه کې د سولې لپاره خپلې هڅې پر مخ یوسو. موږ دې هدفونو ته ژمن یو او ستاسو له دعاوو او نیکو هیلو مننه کوو.»

ډونالډ ټرمپ:د ایران د محاصرې دوام د تېلو نل‌لیکو ته د جدي خطر لامل کېدای شي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې که د ایران پر وړاندې محاصره دوام ومومي او د نفتو د لېږد او ذخیره کولو بهیر ودرېږي، نو د تېلو د نل‌لیکو سیستم ښايي له جدي خطر سره مخ شي.

نوموړي څرګنده کړې چې کله په نل‌لیکو کې د تېلو لوی حجم روان وي او د تخلیې امکان نه وي، نو دننه فشار زیاتېږي، چې دا حالت کولی شي تخنیکي ستونزې او حتی د چاودنې خطر رامنځته کړي.

ټرمپ زیاته کړې چې که داسې چاودنه رامنځته شي، نو د نل‌لیکو بېرته رغول به ډېر ستونزمن وي او که ورغول هم شي، ښايي د پخواني ظرفیت یوازې یوه برخه وساتي.

هغه دا وضعیت یو قوي او خطرناک پړاو بللی او ویلي یې دي چې دا ډول حالتونه ځینې وخت د طبیعي فکتورونو له امله هم پېچلي کېږي.

امیرخان متقي؛د سعودي د بهرنیو چارو له وزیر سره د سیمې پر ثبات خبرې کړې دي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو پر دوه‌اړخیزو اړیکو، په سعودي کې د مېشتو افغانانو پر اسانتیاوو او سیمه‌ییزو مسایلو بحث وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت په وینا، متقي د افغانستان او سعودي ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او په سیمه کې یې د ثبات د ټینګښت لپاره د سعودي هڅې ستایلې دي.

نوموړي همداراز له سعودي لوري مننه کړې چې په دغه هېواد کې یې افغانانو ته د معلوماتو لېږد په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړې دي، او د دیپلوماتیکو استازولیو د بشري ظرفیت لوړول یې مهم بللي دي.

په ورته مهال، د سعودي بهرنیو چارو وزیر هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او د استازولیو د ظرفیت لوړولو هرکلی یې کړی دی.

دواړو لوریو د اړیکو پر دوام او په مناسب وخت کې د مخامخ لیدنو پر ترسره کېدو هوکړه کړې ده.