د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د کابل په لوېدیځ کې د «امید سبز» په نوم ښارګوټی د دولت رسمي ملکیت ګرځول شوی دی.
د یاد وزارت په وینا، دا پرېکړه د دوی د ځانګړې محکمې له لوري شوې ده.
د معلوماتو له مخې، دا ښارګوټی شاوخوا ۵۰۰ استوګنیز کورونه لري او نږدې ۶ زره کسان پکې ژوند کوي.
د سیمې یو اوسېدونکي رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې خلک د دې پرېکړې له راتلونکو اغېزو اندېښمن دي، خو لا هم د حکومت له لوري د عملي ګامونو او جزئیاتو په اړه بشپړ وضاحت نه دی ورکړل شوی.
تر اوسه د طالبانو حکومت نه دي ویلي چې د دې اعلان له مخې به د اوسېدونکو حقوقي وضعیت، ملکیتونه او یا د هغوی د پاتې کېدو شرایط څنګه تنظیمېږي.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د عمر ګلستان شهرک هم دولتي اعلان شو.

