دوشنبه, اپریل 27, 2026
Homeکورپاڼهعباس عراقچي:د تهران د بهرنۍ تګلارې لومړیتوب ګاونډي هېوادونه دي

عباس عراقچي:د تهران د بهرنۍ تګلارې لومړیتوب ګاونډي هېوادونه دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د عمان تر سفر وروسته ویلي چې د تهران د بهرنۍ تګلارې لومړیتوب ګاونډي هېوادونه دي.

عراقچي په دې سفر کې د عمان له پاچا او د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي او څرګنده کړې یې ده چې د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ د هرمز تنګي کې د کښتیو د خوندي تګ راتګ پر موضوع هم خبرې شوې دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، هغه له عمان وروسته اسلام‌اباد ته تللی او ورپسې به روسیه ته سفر وکړي.

تمه ده چې نوموړی په سن‌پټرزبرګ کې له ولادیمیر پوتین سره وګوري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here