د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د سټیو ویتکاف او جرد کوشنر د سفر له لغوه کېدو وروسته اعلان کړی چې د اسلاماباد په ځینو سیمو کې ترافیکي محدودیتونه او امنیتي تدابیر پای ته رسېدلي دي.
نوموړي ویلي چې دا محدودیتونه د سرینا هوټل شاوخوا سیمه کې، چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د احتمالي ناستو ځای بلل کېده، لېرې شوي دي.
اسحاق ډار په خپل پیغام کې د پاکستان له خلکو مننه کړې او په ایکس کې یې لیکلي: «ستاسې ملاتړ موږ ته دا امکان راکوي چې د خپلو مېلمنو امنیت ډاډمن کړو او په سیمه کې د سولې لپاره خپلې هڅې پر مخ یوسو. موږ دې هدفونو ته ژمن یو او ستاسو له دعاوو او نیکو هیلو مننه کوو.»

