یکشنبه, اپریل 26, 2026
Home Blog Page 673

امریکا؛فلادلفیا کې د الوتکې د لوېدو له کبله ۷ تنه وژل شوي

0

د امریکا په فلادلفیا کې یوه وړه طبي ټرانسپورتي الوتکه لوېدلې، چې له کبله یې ۷ تنه وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

د یاد ښار ښاروال رسنیو ته پېښه تائید کړې او ویلي یې دي، چې دغه الوتکه د ښار په شمال ختيځه څنډه کې له ودانیو سره لګېدلې وه.

په دغه الوتکه کې یو ماشوم ناروغ انتقالېده، چې د لوېدو په پېښه کې یې مور، ماشوم، د الوتکې څلور عمله او یو تن لاندې پر ځمکه مړ شوی او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

وژل شوي ټول د مکسیکو اتباع وو.

ټرمپ:ناټو باید د خپل ناخالص تولید پنځه سلنه بودجه دفاعي برخې ته ځانګړې کړي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ناټو غوښتي، چې د خپل ناخالص تولید پنځه سلنه دفاعي بودجې ته ځانګړي کړي.

د نیویارک پوسټ د خبر له مخې، ټرمپ ویلي، دی له خپلو متحدانو دا تمه لري، چې دوی د ناخالص تولید پنځه سلنه دفاعې بودجې ته ورکړي او په دې برخه کې باید جدي ګام واخلي.

په ورته مهال د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک والتز ویلي، چې که ناټو دا کار ونه کړي؛ نو د ټرمپ تر فشار لاندې به راشي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې ناټو سازمان غړو دوه سلنه ناخالص تولید دفاعې بودجې ته ځانګړی کړی وو.

ټیم بورچټ:نور د دې وخت دی چې پر طالبانو د هرې اوونۍ څلوېښت میلیوني ډالره کڅوړې بندې شي

د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور تیم بورچت له ټرمپ غوښتي، چې پر طالبانو څلوېښت میلیونه ډالري کڅوړې بندې کړي.

هغه په سومالیا کې پر داعش ډلې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټویټ په غبرګون کې لیکلي، نور د دې وخت دی، چې پر طالبانو هم د هرې اوونۍ څلوېښت میلیوني ډالره کڅوړې بندې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا لا وار دمخه خپلې پراختیايي مرستې ځنډولې دي.

ټرمپ ویلي وو، چې دوی خپل دوښمن ته میلیاردونه ډالره ورکوي، چې نور باید ورنکړل شي.

احمد الشرع؛نن ورځ په یو رسمي سفر سعودي عربستان ته ځي

0

ټاکل شوې چې د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد الشرع نن ورځ په یو رسمي سفر سعودي عربستان ته ولاړ شي.

واک ته د شام التحریر تر رسېدو وروسته، دا لومړی ځل دی، چې د یادې ډلې مشر بهر ته سفر کوي.

رویټرز راپور ورکړی، چې په دې سفر کې به پر سوریې د امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو د بندیزونو لرې کولو په اړه خبرې وکړي.

ډونالډ ټرمپ:سومالیا کې مو د داعش لوړ پوړي غړي ووژل

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ځواکونو یې په سومالیا کې د داعش ډلې لوړ پوړي غړي په نښه کړي دي.

نوموړی ویلي، چې د یادې ډلې یو شمېر پټنځایونه یې هم له منځه وړي.

ټرمپ زیاتوي، د داعش دغه غړي امریکا او متحدینو ته یې ګواښ وو.

نوموړي یو وار بیا په بایډن تور پورې کړی، چې دا غړي له ډېر پخوا څخه هدف ګرځېدلي وو؛ خو د بایډن ادارې یې پر وړاندې ګام نه پورته کوو.

تخار؛د طالبانو د امنیه قومندانۍ مخته چاودنه شوې

سرچینې وایي، چې نن ماښام شپږ بجې د تخار ولایت د طالبانو د امنیه قومندانۍ په دروازه کې چاودنه شوې ده.

تر اوسه د دې چاودنې د نوعیت او مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.

د طالبانو حکومت هم تر دې مهاله د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.

بلوڅ ازادي غوښتونکو؛تېره شپه د پاکستان ۱۷ ایف‌سي سرتېري وژلي

0

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره شپه د پاکستاني سرتېرو پر کمپ، پوسته او یو بس باندې برید کړي، چې ۱۷ ایف سي سرتېري یې وژلي دي.

دا بریدونه د بلوچستان د کلات به سیمه کې شوي دي.

بل لورته د پاکستان پوځ هم منلې، چې ۱۷ پوځیان یې وژل شوي؛ خو زیاتوي چې دوی هم په مقابلو ډزو کې ۱۲ وسله وال وژلي دي.

سیګار:طالبان د افغانستان لپاره اختصاص شوې بودجې ته د لاسرسي حق نه لري

سیګار راپور ورکړی، چې طالبان په رسمیت پېژندل شوی حکومت نه دی او دوی د افغانستان لپاره د اختصاص شوې بودجې ته د لاسرسي حق نه لري.

سیګار په خپل راپور کې ویلي چې امریکا ښایي یو وار بیا د افغانستان څلور میلیارده ډالره شتمني تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې بیا په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان ۳.۵ میلیارده ډالر کنګل شوې شتمني د سویس بانک ته انتقال شوې وه.

خالد حنفي خپلو کسانو ته:د هرې توطیې پر وړاندې صبر ولرئ

د طالبانو پر حکومت د فشارونو سره سره پر یو وخت، د طالبانو د امر باالمعروف وزیر خالد حنفي خپلې ډلې ته د صبر، استقامت او تقوا غوښتنه کړې.

هغه په یو غږیز پیغام کې ویلي، چې دوی باید د هرې توطیې پر وړاندې صبر ولري.

تر دې وړاندې د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده هم خپلې ډلې ته ویلي وو چې له زندانونو ویره ونه لري او له استقامت کار واخلي.

د طالبانو د حج او اوقافو وزیر د پاکستاني پوځ یو متقاعد خطیب ددې وزارت د ژباڼ په توګه ګمارلی

یوې باوري سرچینې حماسه میډیا ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د طالبانو د حج او اوقافو وزیر یو پاکستانی متقاعد خطیب ددې وزارت د ژباړونکي او ترجمان په توګه ټاکلی دی.

نوموړي چې ددې خطیب د نوم او تنخوا په اړه څه ونه ویل؛ خو زیاته یې کړه چې د هغه زامن له ۲۰۰۸ کال راهیسې په بلوچستان کې په پاکستاني پوځ کې دنده ترسره کړې.

سرچینې ویلي، په داسې حال کې چې ګڼ شمیر افغانان بې دندې دي او په حساسو ځایونو کې د پاکستانیانو مقررول ددې هېواد او خلکو سره ظلم دی.