د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي چې هغه وسلهوال برید چې تېره شپه د ډونالډ ټرمپ پر وړاندې ترسره شو، «نه منونکی» دی.
مکرون ټینګار کړی چې تاوتریخوالی په هېڅ ډول دیموکراسۍ کې ځای نه لري او دا ډول پېښې د سیاسي ارزښتونو او ازادیو پر وړاندې ګواښ ګڼل کېږي.
د فرانسې ولسمشر په پای کې ویلي چې د امریکا له ولسمشر سره خپله بشپړه همدردي او ملاتړ څرګندوي.

