جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 671

عبدالغفور لېوال:له رسمي واک او مسؤلیت پرته د پاکستان له استخباراتو سره غونډې جوړونکي افغانان خاینان دي

ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال استانبول کې له یو شمېر مشرانو د پاکستان د استخباراتي ادارې د یو جګ پوړي مشر لیدنې ته غبرګون کې لیکلي:«چې د افغانستان ملي ګټو د اړتیا له مخې د یوه ملي و منتخب حکومت له خوا رسمي واک و مسئولیت ورسپارل شوی نه‌وي او په خپل سر له پاکیستاني یا د هربل دوښمن هېواد له استخباراتي سازمانونو سره ګوري و خبرې کوي،
هغوی وطن و ولس ته خاینان دي.»

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې ویل کېږي د پاکستان د استخباراتي سازمان يا ای ايس ای يو جګپوړي پلاوي په استانبول کې له يو شمېر جهادي مشرانو صلاح الدين رباني، عبدالرشيد دوستم، عبد رب الرسول سياف، محمد محقق او کريم خلیلي سره د افغانستان پر راتلونکي خبرې کړې دي.

حامد کرزي؛د افغان کرکټ ښځینه لوبډلې پر شتون خوښي څرګنده کړې

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د کرکټ په ډګر کې د افغان نجونو له شتون څخه خوښي څرګنده کړې.

ښاغلي کرزي پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، هیله لري چې د نجونو د کرکټ لوبډله هم د خپلو وروڼو په څېر په نړیوالو سیالیو کې د خپل هېواد لپاره ویاړ وګرځي.

د یادونې ده چې د افغان کرکټ ښځینه لوبډله ګڼو نړیوالو بنسټونو ستایلې او دا یې د افغانو ښځو د غږ پورته کولو لپاره یو ښه اقدام ګڼلی.

انوارالحق احدي:اماني صندوق خپلواک او هېڅوک پکې د لاسوهنې حق نه لري

په سویس کې د افغانستان اماني صندوق کې د ټرمپ د لاس وهنې په اړه د یاد صندوق د مدیره هیت غړی انوار الحق احدي وایي، چې دا صندوق خپلواک او هیڅوک پکې د لاسوهنې حق نه لري.

نوموړی زیاتوي د امریکا حکومت د خپل قانون پر اساس دغه صندوق کې د لاسوهنـې حق نه لري؛ خو استازی یې له دوی سره پلاوي کې شامل دی.

د یادونې ده چې سویس کې د افغانستان اماني صندوق کې اوس مهال نږدې ۴ میلیارده ډالر شته.

حماس؛نن درې اسرائیلي یرغمل شوي اسرائیلو ته سپاري

0

د اسراییل او حماس ترمنځ د شوي اوربند په ترڅ کې به نن حماس درې نور اسراییلي یرغمل خوشې کړي.

ددغه درې بندیانو په بدل کې اسراییل هم لسګونو فلسطیني بندیان خوشې کوي.

تراوسه له لسو زیات اسراییلي اوپنځه ټایلنډي یرغمل خوشې شوي؛ خو د اسراییلي چارواکو په وینا تراوسه له اتیاوو زیات یرغمل له حماس سره دي.

حماس ډلې اسراییلو ته د هغو درې یرغملو نوملړ سپارلی چې ټاکل شوې دا ډله یې په غزه کې د نافذ شوي اوربند په ترڅ کې نن خوشې کړي.

انوارالحق احدي:د افغانستان وضعیت خورا سخت حالت کې دی

د افغانستان اماني صندوق د مدیره هیئت غړي انوار الحق احدي ویلي، چې د افغانستان د کرنسۍ ارزښت ساتلو لپاره له کمې طلا پرته هیڅ “پشتبانه” نشته.

د هغه په خبره، د اماني صندوق د افغانیو لپاره ښه ملاتړ کېدی شي؛ خو طالبانو تر اوسه په دې اړه له دوی څخه کومه غوښتنه نه ده کړې.

نوموړی زیاتوي، دا وضعیت خورا سخت دی او نه پوهیږي چې طالبان به یې د اوږدې مودې لپاره څه ډول کنټرول کړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال د افغانستان بازارونو کې د افغانیو ارزښت د ډالرو پر وړاندې را لوېدلی دی.

جمهوري غوښتونکی سناتور: امریکا افغانستان ته ۳،۳ میلیارده ډالر لېږلي دي

پر نړۍ د امریکا د پراختیایي مرستو له بندېدو سره، یو جمهوري غوښتونکي سناتور رندپال ویلي چې تر دې وړاندې یې له دموکراتانو هم طالبانو ته د مرستو بندولو غوښتنه کړې وه.

رند پال ویلي، د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته امریکا افغانستان سره ۳.۳ میلیارده ډالره مرسته کړې چې یوه برخه یې د طالبانو لاسته لوېدله.

هغه د طالبانو په اړه د دموکراتانو پر پالیسي هم سخته نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د مرستو بندېدو په اړه د دموکراتانو له مخالفت سره مخ وو.

ډونالډ ټرمپ:کاناډا، مکسیکو او چین د تعرفو پر وړاندې هېڅ اقدام نشي کولای

0

امریکا سر له نن څخه د کاناډا او مکسیکو پر واردېدونکو توکو ۲۵ سلنه او پر چینایي توکو لس سلنه تعرفه لګوي.

د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ وایي، چې دغه درې واړه هېوادونه د دې تعرفې پر وړاندې کوم اقدام نشي کولای.

ټرمپ زیاته کړې چې که مکسیکو او کاناډا د ناقانونه کډوالۍ او نشه یي توکو د قاچاق مخنیوي لپاره ګامونه پورته نه کړي؛ نو دا تعرفې به نورې هم لوړې شي.

د یادونې ده چې ټرمپ هڅه کوي کاناډا او مکسیکو د خپل هېواد برخه وګرځوي؛ نو ځکه پرې فشارونه زیاتوي.

سرچینې:د بادغیس لپاره د طالبانو د مرستیال والي زوی خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني پوځیانو په عملیاتو کې وژل شوی

یو شمېر سرچینو ویلي، چې د بادغیس لپاره د طالبانو د مرستیال والي مولوي غلام محمد احمدي زوی بدرالدین یوسف یو له هغو دریو جنګیالیو څخه دی، چې د خیبر پښتونخوا د دیره اسماعیل خان په کلاچي سیمه کې د پاکستاني پوځیانو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

د سرچینې په وینا بدرالدین یوسف د پاکستاني طالبانو په یوه روزنیز مرکز کې روزونکی و.

سرچينې زياته کړې چې هغه د پنجشنبې په ورځ د پاکستاني ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د تحريک طالبان پاکستان له دوو وسله والو سره وژل شوی.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

مارک روبیو:د امریکا حکومت کوم خیریه بنسټ نه دی چې هر چا سره به مرستې کوي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې د امریکا حکومت کوم خیریه بنسټ نه دی چې له هر چاسره په مرستې کوي.

نوموړي له نړۍ سره د امریکا د مرستو د بندېدو په اړه په یوه مرکه کې ویلي، دوی فکر ورباندې کوي چې کومې پروژې به امریکا خوندي، پیاوړې یا سوکاله کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته له اسرائیل او مصر پرته پر ټولې نړۍ مرستې بندې کړې.

یان ایګلنډ:نړیوالې ټولنې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان خلک له پامه غورځولي

د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلند وايي، د هیوادونو استازي دې د میرمنو د حقونو د مبارزې لپاره باید کابل او کندهار ته سفر وکړي.

ایګلنډ له فرانسې خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې نړیوالې ټولنې په افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د دغه هیواد خلکو ته شا کړې.

نوموړي دغه راز ویلي، چې يواځې د محدودو اروپايي هیوادونو استازي افغانستان ته سفر کوي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې له نادولتي موسسو څخه د ښځو د ایستلو او د پروژو د ځنډېدو لامل د بودیجې نشتوالی دی.