جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 659

«جنرال» مبین د طالبانو حکومت ته:دا ملت جنګولو ته ندی پیدا شوی، حقوق یې ورکړئ

د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومندانۍ پخوانی ویاند «جنرال» مبین د طالبانو حکومت ته ویلي چې د کبر له خبرو لاس واخلي.

هغه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې ملت نور د بدبختیو توان نلري او دا ملت یوازې د جنګولو لپاره نه دی پیدا شوی.

مبین وایي، بیا به هرڅه له لاسه وتلي وي او هیچاته به مخ نه لرئ.

نوموړی وایي، د زدکړو دروازې تړل شوي او د ملت هرې خبرې ته توند او مایوسه کوونکی ځواب ورکول کېږي.

هغه د طالبانو پر حکومت نیوکه کړې چې لاهم د زده کړو ستونزې ته حل لاره نه لري.

لاس انجلس؛د اور د تازه څپې له کبله خلکو ته د کورونو څخه د وتلو امر شوی

0

د امریکا په لاس انجلس کې لګېدلی اور لا تازه شوی او له یو شمېر سیمو څخه خلکو ته د وتلو امر شوی.

سیمه‌ییز چارواکي وایي ۳۱ زره کسانو ته خبرداری ورکړل شوی، چې خپل کورونه پریږدي.

بل لورته رسنیو ویلي چې د تېرې دوشنبې ورځ د بادونو له کبله د دغه اور شدت زیات شوی او زرګونه هکتاره نوره ځمکه یې هم سوځولې.

جنوبي وزیرستان؛له یوې امنیتي پوستې څلور پاکستاني پولیس تښتول شوي

0

د جنوبي وزیرستان په سراروغه سیمه کې څلور پاکستاني پولیس تښتول شوي دي.

سیمه‌ییز چارواکي وایي، چې وسله والو د پولیسو پر پوسته برید کړی او وروسته یې څلور پولیس اسیران بیولي.

یادې نښتې یو ساعت دوام کړی.

تر اوسه د پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.

مارک روبیو:ټرمپ به د امریکا تللی وقار بیرته را ستون کړي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې د اوکراین جګړه پای ته رسول د امریکا د رسمي سیاست برخه ده.

نوموړي ویلي، دوی هڅه کوي چې په خپله څلور کلنه موده کې په ټوله نړۍ کې سوله ټینګه کړي.

روبیو زیاتوي، ټرمپ به د امریکا تللی وقار بېرته راستون کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ ټرمپ پوتین ته خبرداری ورکړی وو، چې که خبرو ته حاضر نه شي؛ نو بندیزونه به پرې ولګوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر؛عباس عراقچي به په نږدې راتلونکې کې کابل ته سفر ولري

ټاکل شوې چې نږدې راتلونکي کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کابل ته سفر ولري.

کابل کې د ایران سفارت ویلي چې یاد سفر به ژر تر سره وشي؛ خو د سفر نېټه او اجنډا نه ده په ډاګه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال د ایران او د طالبانو حکومت اړیکې د هلمند سیند کې د حقابې په اړه ترینګلې شوې.

جواد ظریف:هغه ادعاوې بې اساسه دي چې ګواکې ایران د اټومي وسلو په لټه کې دی

0

د ایران د ولسمشر مرستیال جواد ظریف وایي هغه ادعاوې بې اساسه دي چې ګواکې ایران د اټومي وسلو په لټه کې دی.

نوموړی وایي، هېواد یې لویدیځ ته ګواښ نه پېښوي.

جواد ظریف ډاوس کې د نړۍ د اقتصادي فورم ۵۵مې غونډې ته په خبرو کې هیله ښودلې چې د امریکا نوې رهبري به “لا جدي او ریښتینې” وي.

ظریف زیاتوي، ایران له لویدیځ سره اړیکو پیاوړتیا لپاره خبرو ته چمتو دی.

د اوکراین او روسیې جګړه؛له تېرو څو میاشتو راهیسې د شمالي کوریا ۴ زره سرتېري وژل شوي

0

د لوېدیځ چارواکي وايي، د اوکرایین په جګړه کې د شمالي کوریا ځواکونو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

دوی ویلي، چې په تېرو درې میاشتو کې د روسیې په کرسک سیمه کې په جګړو کې د شمالي کوریا ځواکونو ته نږدې ۴۰ سلنه تلفات اوښتي دي.

دغه چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي، چې د شمالي کوریا له شاوخوا ۱۱۰۰۰ پوځیانو څخه ۴۰۰۰ یې په جګړه کې وژل شوي دي.

دوی زیاتوي، چې د تلفاتو دا کچه د شمالي کوریا لپاره د زغم وړ نه ده.

د سالنګ لویه لاره؛یو ځل بیا د ترافیکو پرمخ وتړل شوه

د طالبانو حکومت د فواید عامې وزارت وايي، د سالنګ لویه لار له تېرې شپې راهیسې یو ځل بیا د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حقیار په ایکس کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو د دغې لارې د تړل کېدو لامل واوره، توپان او د موټر چلوونکو د لیدو کموالی بللی دی.

خبرپاڼه کې له هېوادوالو غوښتل شوي چې تر بل خبرتیا پورې دې پر دې لاره تګ راتګ نه کوي.

د یادونې ده چې دغه لاره په تېرو دوو اوونيو کې څو ځلې د ترافيکو پرمخ د واورو د اورښت له امله وتړل شوه.

سپینې ماڼۍ؛امریکا ته د رایان کوربت او ویلیام مکنتي د راتګ اعلان وکړ

سپینې ماڼۍ امریکا ته د رایان کوربت او ویلیام مکنتي د راتګ اعلان وکړ.

سپینې ماڼۍ په یوه پیغام کې د رایان کوربت له کورنۍ سره د هغه د عکس په خپرولو سره لیکلي: «هغه ژمنې چې شوې وې، عملي شوې»

دغه دوه امریکايي اتباع د طالبانو حکومت له یوه زنداني غړي سره د تبادلې په بدل کې د طالبانو له زندان څخه ازاد شول.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اوږد مهاله او ګټورو خبرو اترو په پایله کې، د دوی یو بندي په متحده ایالاتو کې د دوو امریکایي اتباعو د خوشې کیدو په بدل کې خوشې شو.

قطر د دواړو لورو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په برخه کې د منځګړیتوب رول لوبولی دی.

د اروپایي ټولنې شارژدافیرې؛له مولوي کبیر سره کتنه کې له افغانستان سره د ۴۷ میلیونه یورو مرستې اعلان کړی

‏د اروپايي ټولنې شارژدافیرې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار او مل پلاوي یې د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست مولوي عبدالکبیر سره کتنه کې ویلي چې اروپايي ټولنې د افغان کډوالو لپاره ۴۷ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې.

یاد وزارت ویلي، چې دغه مرسته د تعلیم، خوراکي توکو، پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو په برخو ته ځانګړې شوې.

په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر د اروپايي ټولنې له مرستو مننه کړې او ویلي یې دي چې، په پاکستان او ایران کې دې د افغان کډوالو پر وړاندې ناوړه چلند او د هغوی په زور ایستل دې ژر تر ژره پای ته ورسول شي.