جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 660

د ملي بسیج په نوم جبهې؛تخار کې د چینایي وګړي د وژنې مسولیت منلی

ملي بسیج په نوم جبهې په تخار کې د چینایي وګړي د وژل کېدو مسؤلیت منلی.

یادې جبهې ویلي چې نوموړی کس طالب و او د طالبانو حکومت ځواکونو ته یې روزنه ورکوله.

دغې جبهې ویلي، د افغانستان او چین دوستۍ ته په کتو باید دغه هېواد د یغور له مسلمانانو سره غوره چلند وکړي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې طالبانو حکومت د دغه کس د وژنې په تړاو یو ژباړن نیولی وو.

ولې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه د امریکا په ستراتیژي کې لوی بدلون نه راولي؟

لیکوال: احمد شاه انګار
د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰مه، ډونالډ جې ټرمپ د متحده ایالاتو د ۴۷م ولسمشر په توګه لوړه وکړه. ورسره سم داسې اوازې دي چې ممکن ټرمپ د افغانستان په اړه نوې ستراتيژي‌ اعلان کړي او ډیر افغانان دې ته خوشبین دي چې ټرمپ به د طالبانو پر ضد جدي ګامونه پورته کړي ، خو دا ډېر لږ امکان لري چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان په اړه د امریکا ستراتیژۍ کې اساسي بدلونونه راولي. دا ځکه چې افغانستان د متحده ایالاتو د اوږدمهاله “د اسیا محور” (Pivot to Asia) ستراتیژۍ کې مهم رول لري، چې موخه یې د چین د نړیوال نفوذ مخنیوي دی.‌

د اسیا د محور ستراتیژي او په افغانستان کې د امریکا ګټې

“د اسیا محور” یوه اوږدمهاله ستراتیژي ده چې د چین د نړیوال ځواک د پراخېدو مخنیوي لپاره طرحه شوې. د دې ستراتیژۍ اصلي تمرکز د چین د “ کمربند او سړک نوښت” (Belt and Road Initiative) خنډول دي، کوم چې غواړي آسیا، اروپا او افریقا په اقتصادي لحاظ د چین سره وتړي.
منځنۍ آسیا د دې نوښت یوه مهمه برخه ده، او افغانستان په دې سیمه کې د خپل جغرافیایي موقعیت له امله د متحده ایالاتو لپاره ستراتیژیک ارزښت لري.

د دې لپاره چې په افغانستان کې بې‌ثباتي وساتل شي، متحده ایالات کولای شي په غیر مستقیم ډول د چین د BRI د پراختیا هڅې ګډې وډې کړي.
دا ستراتیژي کولای شي چې د ځمکي د لارې د اسیا ، اروپا او افریقا هیوادونه د ځان سره وتړي او بیا د دې لپاره پر دې سیمه خپله برلاسي یا Hegemoney رامنځته کړي،او د هغې نړیوالو موخو ته یو خنډ جوړ کړي.

په دې سیمه کې د بې‌ ثباتۍ په جوړولو کې طالبان څه رول اجراء کوي؟

طالبان، د افغانستان د یوه پیاوړي استخباراتي او ترهګریز ځواک په توګه، د بې‌ثباتۍ په جوړولو کې مهم رول لوبوي. د هغوۍ کړنې او د حکومت کولو طرز په هېواد کې داسې یوه وېشلې فضا رامنځته کوي چې افراطیت او ګډوډۍ ته وده ورکوي. دا بې‌ ثباتي د امریکا د ستراتیژیکو ګټو سره سمون لري، ځکه چې دا ډاډ ورکوي چې افغانستان په سیمه کې د ګډوډۍ عامل پاتې شي.

سربېره پر دې، یو بې‌ثبات افغانستان د چین د منځنۍ آسیا د پروژو لپاره خنډ جوړوي. د طالبانو د رول څخه د ګډوډۍ په جوړولو کې ګټه اخیستل، متحده ایالاتو ته دا موقع ورکوي چې د چین اقتصادي او ستراتیژیک اهداف ګډوډ کړي.

د لرې واټن ستراتیژي Over the Horizon : یوه تاکتیکي طریقه

په دې وروستیو کې، متحده ایالاتو په افغانستان کې د “د لرې واټن ستراتیژي” (Over-the-Horizon Strategy) غوره کړې ده، چې د مستقیمو پوځي عملیاتو پر ځای د لرې واټن څارنې او محدودو مداخلې ته لومړیتوب ورکوي . د پرمختللو ټیکنالوژیو، لکه ډرون الوتکو او سیمه‌ییزو اډو څخه په ګټې اخیستو سره، دا ستراتیژي متحده ایالاتو ته دا فرصت ورکوي چې د لږ لګښت سره بې‌ ثباتي اداره کړي.

دا طریقه نه یوازې دا ډاډ ورکوي چې افغانستان د ګډوډۍ مرکز پاتې شي، بلکې متحده ایالاتو ته دا وړتیا ورکوي چې په سیمه کې ځواک وښيي او د چین سیمه‌ ییز نفوذ وننګوي.

د ولسمشر ټرمپ تر مشرۍ لاندې تاکتیکي بدلونونه

سره له دې چې د ولسمشر ټرمپ مشري ممکن په افغانستان کې د امریکا د عملیاتو په ترسره کولو کې ځینې تاکتیکي بدلونونه راولي، لکه د استخباراتي وړتیاوو پیاوړي کول او د لرې واټن ستراتیژي ته وده ورکول. د افغانستان څخه د یوه جیوپولیټیکي وسیلې په توګه د ګټې اخیستنې هدف به د امریکا د بهرني سیاست یوه مهمه برخه پاتې شي.

دا خبره هم باید یاد ولرو چې ټرمپ په خپله لومړی دوره کې لومړی د جنوبي اسیا لپاره نوې ستراتيژي جوړه کړه او په هغه کې يي پر پاکستان فشار راوړ څو د طالبانو په له منځه وړلو کې د امریکا سره رښتینې همکاري وکړي،‌خو څه موده وروسته کله چې د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف او د هغه وخت لومړي وزیر عمران خان په ۲۰۰۹ کال کې د ټرمپ سره ولیدل ،‌ ټرمپ هغه ستراتيژي‌ بدله کړه چې طالبان به له منځه وړي او د افغانستان جمهوري دولت به پياوړی کوي،‌ بلکي د دې پر‌ ځای يي‌ د طالبانو د خبرو لار خپله کړه او د جمهوري دولت په له منځه وړلو کې ډېر رول د ټرمپ ادارې تر سره کړ.

څو ورځي مخکي د افغانستان د پرځول شوي جمهوري دولت مرستیال ولسمشر امرالله صالح هم وویل چې د جمهوري دولت د نړولو پلان د امریکا په سیاست کې یوه لسیزه وړاندې جوړ شوی وو ، داسې ښکاري چې د امریکا په سیاست کې د افغانستان ستراتيژي د Pivot of Asia سره تړلې چې د ولسمشر اوباما په وخت کې په ۲۰۰۹ کال کې جوړه شوه او په دې ستراتيژۍ کې تر اوسه کم بدلون نه دی راغلی او د ټرمپ په دوره کې د چین سره رقابت نور زیاتیږي.‌

پایله
د لرې واټن ستراتیژۍ په کارولو سره، متحده ایالات ډاډ ترلاسه کوي چې افغانستان د چین د نفوذ د محدودولو په هلو ځلو کې یو مهم عنصر پاتې شي. د ولسمشر ټرمپ تر مشرۍ لاندې، تمه کیږي چې دا چوکاټ به دوام ومومي، او د افغانستان اهمیت د امریکا په جیوپولیټیک ستراتیژۍ کې ثابت پاتې شي

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

بریټانوي چارواکی:افغانې ښځې مو هېرې کړې نه دي او له طالبانو سره به حساب کتاب وکړو

د بريتانيا د بهرنيو چارو مرستيال وزير هميش فالکونر وايي، د افغان ښځو او نجونو له حقونو څخه دفاع د بريتانيا له مهمو لومړيتوبونو څخه ده.

فالکونر په یو ویډیویي پیغام کې ویلي، چې له افغانو ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند د منلو وړ نه دی.

نوموړې زیاته کړې، چې افغانستان په نړۍ کې يوازينى هېواد دى، چې نجونې يې تر شپږم ټولګي پورته له زده کړو بې برخې دي.

فالکونر دغه راز ویلي، چې بریتانیا د طالبانو حکومت له لوري دغه محدودیتونه په کلکه غندي.

دغه بریتانوي چارواکي ټینګار کړی چې افغانې ښځې دوی هېرې کړې نه دي او له طالبانو سره به حساب کتاب وکړي.

د طالبانو حکومت دفاع وزیر؛د سعودي عربستان له سفیر فیصل طلق البقمي سره کتلي

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د سعودي عربستان له سفیر فیصل طلق البقمي سره کتلي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د سعودي عربستان سفیر له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو او بشري، اقتصادي او سیاسي همکاریو د پراختیا په برخه کې د خپل هېواد پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه لیدنه کې مولوي یعقوب مجاهد د افغانستان او عربستان اړيکې د عقیدتي او فرهنګي اړخه شريکې بللې او ددغه هېواد له لوري په بېلابېلو برخو کې له همکارۍ یې مننه کړې.

خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې یعقوب مجاهد په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت بیا پرانستل مهم او ارزښتناک بللي.

فرانسې؛د بشارالاسد د نېولو حکم صادر کړی

0

یو شمېر سرچینو خبر ورکړی چې فرانسوي قاضیانو د سوریې د پرځول شوي حکومت د ولسمشر بشارالاسد د نیول کېدو امر کړی.

سرچینې ویلي، دا امر د فرانسوي‌ـ‌سوریایي وګړي صلاح ابونبوري د قضیې په اړه صادر شوی.

ابونبوري په ۲۰۱۷ کې سوریه کې د یو بمبار پر مهال ووژل شو.

د یادونې ده چې دا دویم ځل دی چې د اسد د نیولو حکم صادریږي.

سیمه‌ییزې سرچینې:تخار کې ناپیژندو وسله والو یو چینایي وګړی وژلی

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، تخار کې ناپیژاندو وسله والو یو چینایي وګړی وژلی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د سې شنبې په ورځ پر دغه چینایي وګړي، یو ژباړن او یو بل تن برید شوی.

سرچینې وایي، تر اوسه د پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.

بل لورته بیا د طالبانو حکومت په دې اړه ژباړن نیولی دی.

ټرمپ:پر هغو چینايي توکو تعرفې لوړوم چې له دغه هېواد څخه مکسیکو او کاناډا ته صادریږي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، پر هغو چینايي توکو د تعرفو لوړولو په لټه کې دی، چې له دغه هېواد څخه مکسیکو او کاناډا ته صادریږي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر لوړې وړاندې یې ویلي وو، چې پر چین، مکسیکو او کاناډا به تعرفې لوړې کړي.

بل لورته چین تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ په تېرو دوو ورځو کې ګڼ شمېر فرمانونه لاسلیک کړي دي.

امیرخان متقي؛له جنګ اونال د کابل او ترکیې ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه کړې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ترکیې له سفیر جنګ اونال سره د ډیپلوماتیکو اړیکو پر پیاوړتیا غږېدلی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، امیرخان متقي په دې لیدنه کې له جنګ اونال غوښتي چې د کابل او انقرې ترمنځ اړیکې باید پیاوړې شي.

بل لورته د ترکیې سفیر ژمنه کړې چې هېواد یې هڅه کوي څو له طالبانو سره په سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي.

اتونبایووا له امیرخان متقي سره لیدنه کې؟له افغانستان سره د پرمختیايي مرستو کچه زیاته شوې

د یوناما مشره روزا اوتنبایووا وایي، په تیرو دریو کلونو کې د لومړي ځل لپاره له افغانستان سره د پرمختيايي مرستو کچه له بشري مرستو څخه زياته شوې.

نوموړې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي چې دا يو خورا مثبت پرمختګ دی او د افغانستان پر اقتصاد به يې اغېز مثبت وي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویلي، چې د یوناما مشرې ډاډ ورکړی چې دا مثبت بدلون به دوام ومومي.

د سند له زندانونو؛تېرو دوو کالو کې له ۴۲۰۰ زیات افغان بندیان ازاد شوي

د پاکستان په کراچۍ کې د طالبانو حکومت قونسلګري وایي، چې په تېرو دوه کالو کې یې له ۴۲۰۰ زیات بندیان ازاد کړي.

سرچینه زیاتوي دا بندیان د غیر قانوني اسنادو نه لرلو او بېلابېلو علتونو له کبله نیول شوي دي.

یادې قونسلګري څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی پاکستان کې د افغانې بندي راحیلې د خلاصون لپاره هڅه کوي او ژر به یې له بند څخه خلاصه کړي.