پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 650

عبدالمتین قانع:د کندز د پرونۍ پېښې عاملین په ګاونډیو هیوادونو کې مرکزونه لري

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، د کندز د پرونۍ پېښې عاملین د امنیتي موندنو له مخې د هېواد له پولې بهر مېشت دي او خپلې چارې له هماغه ځایه تنظیموي.

قانع ویلي، چې د دغې پېښې عاملین په ګاونډیو هیوادونو کې مرکزونه لري.

نوموړي یاده پېښه نه بښونکې بللې او ډاډ یې ورکړی چې عاملین به یې سزا وویني.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت تر دې وړاندې څو ځله ویلي، چې داعش ډله د پاکستان په ملاتړ بلوچستان کې روزنیز مرکزونه لري.

بلوڅ ازادي غوښتونکو؛د پاکستان د ایف سي ځواک درې عسکر وژلي

0

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره شپه د بلوچستان په تربت کې د پاکستان د ایف سي ځواکونو پر پوسته برید کړی.

سرچینې وایي، چې ددغه برید په پایله کې درې عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، وژل شوي عسکر بصیر، سمیع او صدام حسین یاد شوي دي.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

عبدالسلام حنفي:که څوک زموږ پر وړاندې تېږه وکاروي؛ نو موږ به په لوټه ځواب ورکړو

د طالبانو حکومت د رئيس الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي ویلي چې د ګاونډیو هېوادونو لپاره تاوتریخوالی په ګټه نه دی.

هغه ګواښ کړی، که څوک د دوی پر وړاندې تیږه وکاروي، طالبان به په لوټه ځواب ورکړي.

حنفي ټینګار کړی چې ښې اړیکې د سیمې هېوادونو په ګټه دي او طالبان د سوله‌ییزو اړیکو ملاتړي دي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې پاکستان طالبان په دغه هېواد کې د ترهګرۍ پر ملاتړ تورن کړي دي.

د ازبکستان د ولسمشر لور:د ازبکستان ۴۸ سلنه ساینسپوهانې ښځې دي او لا هم نوي فرصتونه ورته برابروو

0

د ازبکستان د ولسمشر لور په ساینس کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه غونډه کې ویلي، چې د دې هېواد ۴۸ سلنه ساینسپوهان ښځې دي.

هغې په ساینس کې د ښځو رول مهم او د هغوی هڅې یې الهام‌بښونکې وبللې.

سعیده میرضیایوف ویلي، چې ازبکستان ښځینه محققینو ته نوي فرصتونه برابروي.

نوموړې زیاته کړې: «ساینس ښځو ته اړتیا لري او ښځې ساینس ته اړتیا لري. موږ به د نړیوالې ټولنې سره یو ځای د داسې راتلونکي لپاره هڅه وکړو چې ساینس د سولې او سوکالۍ لپاره کار وکړي.»

د شیخ هبت‌الله نوې ټاکنې؛د یو شمېر ولایتونو والیان او امنیې قومندانان بدل شوي

د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله اخړندزاده په فرمان یو لړ ټاکنې تر سره شوې دي.

په دغو ټاکنو کې د تخار مخکنی والي مولوي عبید ﷲ امین زاده، دکار او ټولنیزو چارو وزارت دټولنیزو چارو معین په توګه، دکانونو او پترولیم وزارت د پلان او پالیسۍ مخکنی معین شیخ ضیاء الرحمن اریوبي؛ د لوړو زده کړو وزارت دعلمي معین په توګه، د افغانستان بانک د نظارت مخکنی آمر شیخ عبد الرحمن قانت؛ دکانونو او پترولیم وزارت دپلان او پالیسۍ معین په توګه، د کندهار مخکنی امنیه قومندان مولوي سمیع ﷲ حزب ﷲ؛ د تخار د والي په توګه، د هلمند ولایت مخکنی والي مولوي عبدالاحد طالب؛ د کندهار ولایت د امنیه قومندان په توګه، د لوړو زده کړو وزارت مخکنی علمي معین لطف ﷲ خیرخواه؛ د افغانستان بانک د نظارت د آمر په توګه ټاکل شوي دي.

نیویارک ټایمز:ټرمپ منځني ختیځ کې خپل استازي ته دنده سپارلې، چې د اوکراین او روسیې ترمنځ خبرې اسانه کړي

0

نیویارک ټایمز لیکلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پټه په منځني ختیځ کې خپل ځانګړي استازي سټیو ویتکاف ته دنده سپارلې چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو اترو د اسانتیا چارې پر مخ یوسي.

نیویارک ټایمز د یو شمېر سرچینو له قوله ادعا کړې، چې ویتکاف روسیې ته تر سفر مخکې د ولادیمیر پوتین له نژدې متحدانو سره خبرې کړې دي.

نیویارک ټایمز ته سربېره پر دې، د امریکا د حکومت ځینو لوړپوړو چارواکو، چې نومونه یې نه دي افشا شوي، ویلي چې دوی د پوتین او ټرمپ د خبرو پخلی نه‌شي کولی.

داعش ډلې؛کندز کې د تېرې ورځې ځانمرګي برید مسؤلیت منلی

داعش ډلې کندز کې د تېرې ورځې د ځان مرګي برید مسؤلیت منلی دی.

یادې ډلې ویلي، چې برید د دوی له لوري پر طالبانو او د هغوی پر یو شمېر قومندانانو شوی.

که څه هم دوی د مرګ ژوبلې کره شمېر نه ده ښودلی؛ خو ویلي یې دي چې برید کې یې د طالب قومندانانو په ګډون سلګونه طالبان وژلي.

بل لورته بیا د طالبانو حکومت ویلي، چې دغه برید کې د پولیسو په ګډون پنځه تنه عام وګړي وژل شوي.

دا برید تېره ورځ کندز کې د کابل بانک مخ ته شوی وو.

انوارالحق احدي:د نړیوالو له مرستو پرته د طالبانو حکومت د مامورینو معاش نشي ورکولای

په سویس کې د افغانستان اماني صندوق د مدیره هیئت غړي انوار الحق احدي د اقتصادي او مالي بحران د شدت په اړه خبرداری ورکړی دی.

ښاغلي احدي ویلي، که د نړیوالو مرستې بندې شي او طالبان اصلاحات رامنځته نه کړي؛ نو د افغانستان اقتصادي وضعیت به لا خراب شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو د حکومت کلني عواید له دوو میلیاردو ډالرو اوړي، چې د بهرنیو مرستو پرته د دولتي مامورینو د معاشونو ورکړه ستونزمنه ده.

هغه داخلي اختلافات، اقتصادي بحران او نړیوال انزوا د رژیمونو د سقوط اصلي لاملونه یاد کړل.

د یادونې ده، چې په هېواد کې د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته لسګونه نړیوالې پروژې درېدلې او زرګونه کسان بې‌کاره شوي دي.

د مصر ولسمشر:د فلسطینیانو د بې‌ځایه کېدو مخالف یم

0

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د غزې د بیا رغونې غوښتنه وکړه، خو د فلسطینیانو د بې‌ځایه کېدو مخالفت یې وکړ.

نوموړي د ډنمارک له صدراعظم سره په ټلیفوني خبرو کې د فلسطینیانو د حقونو د تضمین غوښتنه وکړه.

د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د نیولو او د اوسېدونکو د ګاونډیو هېوادونو ته د لېږدولو وړاندیز کړی.

بل لورته د اردن پاچا عبدالله هم د دې وړاندیز مخالفت کړی او خپل دریځ یې څرګند کړی.

په ورته وخت کې ټرمپ خبرداری ورکړی که مصر او اردن د غزې خلک ونه مني، نو د امریکا مرسته به پرې ودروي.

نتنیاهو:که حماس تر شنبې اسراییلي بندیان خوشې نه کړي، غزه کې به جګړه بیا پیل کړو

0

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، که حماس تر شنبې غرمه ټول یرغمل نیول شوي کسان خوشې نه کړي، اسرائیل به په غزه کې جګړه بیا پیل کړي.

تر دې وړاندې د حماس د سیاسي دفتر غړي، حسام بادران، ویلي و چې د غزې د توافق دوام په بشپړ ډول د اسرائیل پر کړنو پورې تړلی دی.

د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ګواښ کړی که حماس تر شنبې اسراییلي بندیان خوشې نه کړي، د غزې اوربند د لغوه کېدو وړاندیز به وکړي.