پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 649

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛د کندز پېښه یو تروریستي او وحشیانه برید بللی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کندز ولایت په مرکز کې د کابل بانک مخې ته شوې چاودنه «تروریستي او وحشیانه» برید بللی او په کلکه یې غندلی دی.

امنیت شورا ویلي، ترهګري د افغانستان او نړۍ لپاره د سولې او امنیت جدي ګواښ دی.

دا چاودنه د سې شنبې په ورځ د کابل بانک مخې ته وشوه، چې داعش یې مسوولیت منلی دی.

د طالبانو د کندز امنیه قومندانۍ ویلي چې برید ځانمرګي بریدګر کړی و، او په دې پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

بل لورته ځینو ځایي سرچینو د پېښې د تلفاتو شمېر ۱۸ تنه وژل شوی او ۳۰ ټپیان ښودلی دی.

د طالبانو حکومت مشر:د عصري او دیني زده کړو ترمنځ واټن له منځه یوسئ

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده د لومړي ځل لپاره د کندهار یوه دولتي پوهنتون ته ورغلی او هلته یې له محصلینو او استادانو سره خبرې کړې دي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې شیخ هبت‌الله د عصري او دیني زده کړو پر اهمیت ټینګار کړی او له محصلینو یې غوښتنه کړې چې د هېواد د خدمت لپاره کار وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، شیخ هبت‌الله اخندزاده استادانو او محصلینو ته د وینا پر مهال ویلي چې د عصري او دیني زده کړو ترمنځ واټن له منځه یوسئ او دواړه زده کړئ.

هغه زیاته کړې: «زه هیله لرم چې د دې هېواد د اتلانو او شهیدانو تاریخ ثبت کړئ او نړۍ ته یې وروپېژنئ. زموږ هېواد نن د دوی د قربانیو په برکت خپلواک دی. تاسو باید د زده کړو له لارې هېواد په نړیواله کچه سیال کړئ او بهرنیان دلته زده کړو ته وهڅوئ.»

زلینسکي:اوکراین نور له روسیې سره د وسله‌والې نښتې له کبله ستړی شوی

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنیسکي ویلي، چې اوکراین د روسیې سره د وسله‌والې نښتې له کبله ستړی شوی او د اوکرایني خلکو انرژي ختمه شوې ده.

هغه د انګلیسي مجلې اکونومیست ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا په اوکراین کې د روحیې کمښت شته که نه، وویل: «خلک ستړي شوي دي، د خلکو انرژي له منځه تللې ده.»

زلینسکي په دې مرکه کې زیاته کړې، که امریکا له اوکراین سره مرسته ونه کړي، ولادیمیر پوتین به اوکراین وخوري.

نوموړي دغه راز ویلي، چې د روسیې ځواکونه او جنګي واحدونه د اوکراین او اروپا له ټولو ځواکونو ډېر دي.

شهيد سيد بهاءالدين مجروح په ډېر عقلي او منطقي ډول د ځينو خلکو صفات داسې بيان کړي دي.

0

لیکواله: وږمه سعید
کينه، بخل، حسادت، جاه طلبي د يو داسې کرکټر علايم دي چې يو ناممکن مقصد ته د رسېدو لپاره هڅه کوي. دا ناممکن مقصد د مطلقې برترۍ پلټنه ده.

د برترۍ پلټنه په دوه شکله کېدای شي: يو یې دفاعي کرکټر دی او بل یې حمله‌کوونکی کرکټر دی‌.

دفاعي کرکټر په هغه اشخاصو کې ليدل کېږي چې ګوښه‌ګيري او يوازې‌والی خوښوي. دې خلکو ته اکثراً ځان له نورو لوړ ښکاري او له نورو سره په ګډون کې د خپل ځان پستي او تنزل ويني. زياته بدګوماني او او په نورو بې‌اعتمادي هم ددې ډول دفاعي کرکټرونو يو بله علامه ده. څوک چې په ځان بې‌اعتماده وي، په نورو هم بې‌اعتماده وي. چاته چې خپل حقيقي ارزښت نه وي مالوم، او په خپله اراده او لياقت یې ايمان متزلزل وي، نو دا سودا ورسره پيدا کېږي چې نور خلک غواړي له ده سره سيالي وکړي او دده ځای ونيسي.

دوېم ډول کرکټر هغه دی چې د خپلې خيالي برترۍ د ثابتولو لپاره په نورو حمله او تجاوز کوي‌؛ مثلاً په يو شکل په نورو انتقاد او تمسخر کوي. اکثره خلک چې په نورو انتقاد کوي، کوم عملي او اخلاقي مرام نه لري‌، بلکې يوازې خپل تفوق او لوړوالی ښوول غواړي. ډېر وينو چې په بحثونو کې هر يو غواړي خپله نظريه هر ډول چې وي ثابته کړي او مقابل طرف ته ماتې ورکړي.

د بحث اصلي مقصد خو دا دی چې د افکارو له تصادم څخه يو نوی حقيقت راپيدا شي، مګر دا ډول اشخاص د بحث په وسيله کوم حقيقت ته رسېدل نه غواړي بلکې يوازې دې پسې ګرځي چې بل تر پښو لاندې کړي او ځان لوړ وښيي. د تمسخر څخه هم مقصد د بل چا سپکول، يانې د ځان درنول دي. همدا حمله کوونکی کرکټر چې شدت پيدا کړي نو کينه، حسادت، ظلم او بلاخره جنايت ترې پيدا کېږي. ويلای شو چې د جنايت او تمسخر په منځ کې فرق يوازې د درجې له لحاظه دی، نه د مقصد له لحاظه. ځکه په دواړو کې يو مقصد پروت دی او هغه د بل انسان محوء کول او ټيټول دي.

د تمسخر په وسيله موږ غواړو يو بل څوک روحاً محوء کړو او د جنايت په وسيله یې جسماً له منځه وړو.

پاکستان کې د امریکا سفارت خپلو کارکوونکو ته:اسلام اباد کې د فیصل اباد جومات او شاوخوا سیمو ته له ورتګ ډډه وکړئ

0

په پاکستان کې د امنیتي ستونزو له زیاتېدو سره د امریکا سفارت خپلو کارکوونکو ته خبرداری ورکړی چې د اسلام اباد فیصل اباد جومات او شاوخوا سیمو ته له ورتګ ډډه وکړي.

د امریکا سفارت خپلو کارکوونکو ته لارښوونه کړې، چې په ناڅاپي ډول د مظاهرو یا لویو راټولیدنو په سیمه کې مه پاتې کېږئ او ژر تر ژره هغه ځای پرېږدئ.

دا خبرداری وروسته له هغه ورکول کېږي، چې په وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو ډېره لاس په لاس شوه او یو کس پکې د تحریک طالبان پاکستان نښان په لاس کې نیولی او د فیصل اباد جومات مخې ته ولاړ دی.

دغې ویډیو پاکستان کې ګڼې اندېښنې او غبرګونونه راپارولي دي.

کرملین:ولادیمیر پوتین د لومړي ځل لپاره له احمد الشرع سره ټیلیفوني خبرې وکړې

0

د کرملین مطبوعاتي دفتر راپور ورکړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې د انتقالي حکومت له ولسمشر احمد الشرع سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

ولادیمیر پوتین ټینګار کړی چې روسیه په دوامداره توګه چمتو ده چې د سوریې د اقتصادي او ټولنیز وضعیت د ښه والي لپاره مرسته وکړي.

پوتین زیاته کړې، چې روسیه به د سوریې له خلکو سره بشري مرستې زیاتې کړي.

حمدالله فطرت:په افغانستان کې فساد نشته، د روڼتیا نړیوال سازمان راپور ناسم دی

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د روڼتیا نړیوال سازمان راپور رد کړی او هغه یې ناسم بللی دی.

فطرت ویلي چې په لوړه کچه حکومت له فساده پاک شوی؛ خو په ټیټه کچه ستونزې شته.

نوموړي زیاته کړې چې نړیوال سازمانونه په خپلو راپورونو کې له غلطو سرچینو کار اخلي او ناسم معلومات خپروي.

د یادونې ده چې د روڼتیا نړیوال سازمان راپور ورکړی چې افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د فساد پر ضد مبارزه کې درې نمرې ښکته تللی او یوازې ۱۷ نمرې یې ترلاسه کړي دي.

عبدالمتین قانع:د کندز د پرونۍ پېښې عاملین په ګاونډیو هیوادونو کې مرکزونه لري

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، د کندز د پرونۍ پېښې عاملین د امنیتي موندنو له مخې د هېواد له پولې بهر مېشت دي او خپلې چارې له هماغه ځایه تنظیموي.

قانع ویلي، چې د دغې پېښې عاملین په ګاونډیو هیوادونو کې مرکزونه لري.

نوموړي یاده پېښه نه بښونکې بللې او ډاډ یې ورکړی چې عاملین به یې سزا وویني.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت تر دې وړاندې څو ځله ویلي، چې داعش ډله د پاکستان په ملاتړ بلوچستان کې روزنیز مرکزونه لري.

بلوڅ ازادي غوښتونکو؛د پاکستان د ایف سي ځواک درې عسکر وژلي

0

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره شپه د بلوچستان په تربت کې د پاکستان د ایف سي ځواکونو پر پوسته برید کړی.

سرچینې وایي، چې ددغه برید په پایله کې درې عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، وژل شوي عسکر بصیر، سمیع او صدام حسین یاد شوي دي.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

عبدالسلام حنفي:که څوک زموږ پر وړاندې تېږه وکاروي؛ نو موږ به په لوټه ځواب ورکړو

د طالبانو حکومت د رئيس الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي ویلي چې د ګاونډیو هېوادونو لپاره تاوتریخوالی په ګټه نه دی.

هغه ګواښ کړی، که څوک د دوی پر وړاندې تیږه وکاروي، طالبان به په لوټه ځواب ورکړي.

حنفي ټینګار کړی چې ښې اړیکې د سیمې هېوادونو په ګټه دي او طالبان د سوله‌ییزو اړیکو ملاتړي دي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې پاکستان طالبان په دغه هېواد کې د ترهګرۍ پر ملاتړ تورن کړي دي.