پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 651

انوارالحق احدي:د نړیوالو له مرستو پرته د طالبانو حکومت د مامورینو معاش نشي ورکولای

په سویس کې د افغانستان اماني صندوق د مدیره هیئت غړي انوار الحق احدي د اقتصادي او مالي بحران د شدت په اړه خبرداری ورکړی دی.

ښاغلي احدي ویلي، که د نړیوالو مرستې بندې شي او طالبان اصلاحات رامنځته نه کړي؛ نو د افغانستان اقتصادي وضعیت به لا خراب شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو د حکومت کلني عواید له دوو میلیاردو ډالرو اوړي، چې د بهرنیو مرستو پرته د دولتي مامورینو د معاشونو ورکړه ستونزمنه ده.

هغه داخلي اختلافات، اقتصادي بحران او نړیوال انزوا د رژیمونو د سقوط اصلي لاملونه یاد کړل.

د یادونې ده، چې په هېواد کې د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته لسګونه نړیوالې پروژې درېدلې او زرګونه کسان بې‌کاره شوي دي.

د مصر ولسمشر:د فلسطینیانو د بې‌ځایه کېدو مخالف یم

0

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د غزې د بیا رغونې غوښتنه وکړه، خو د فلسطینیانو د بې‌ځایه کېدو مخالفت یې وکړ.

نوموړي د ډنمارک له صدراعظم سره په ټلیفوني خبرو کې د فلسطینیانو د حقونو د تضمین غوښتنه وکړه.

د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د نیولو او د اوسېدونکو د ګاونډیو هېوادونو ته د لېږدولو وړاندیز کړی.

بل لورته د اردن پاچا عبدالله هم د دې وړاندیز مخالفت کړی او خپل دریځ یې څرګند کړی.

په ورته وخت کې ټرمپ خبرداری ورکړی که مصر او اردن د غزې خلک ونه مني، نو د امریکا مرسته به پرې ودروي.

نتنیاهو:که حماس تر شنبې اسراییلي بندیان خوشې نه کړي، غزه کې به جګړه بیا پیل کړو

0

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، که حماس تر شنبې غرمه ټول یرغمل نیول شوي کسان خوشې نه کړي، اسرائیل به په غزه کې جګړه بیا پیل کړي.

تر دې وړاندې د حماس د سیاسي دفتر غړي، حسام بادران، ویلي و چې د غزې د توافق دوام په بشپړ ډول د اسرائیل پر کړنو پورې تړلی دی.

د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ګواښ کړی که حماس تر شنبې اسراییلي بندیان خوشې نه کړي، د غزې اوربند د لغوه کېدو وړاندیز به وکړي.

طالب استخباراتو؛دوحې ته تلونکې ډله له هوایي ډګره ګرځولې او له ځان سره یې وړي

یوې باوري سرچینې حماسه میډیا ته ویلي، چې طالب استخباراتو د کابل هوایي ډګر کې دوحې غونډې ته د ۱۴ کسیزې ډلې د سفر مخه نیولې او دغه کسان یې له ځان سره بیولي دي.

سرچینې د نوم نه اخیستو په شرط ویلي، چې دا ډله ټاکل شوې وه نن «د افغانستان راتلونکي فکر فورم» په غونډه کې د ګډون لپاره دوحې ته لاړه شي.

سرچینې دغه راز ویلي، چې لطیف نظري، فیض محمد ځلاند، عزیز احمد حنیف، نظر محمد مطمئن، انجیلا احمدي او مدینه محبوبي د هغو کسانو په ډله کې دي چې دوحې ته له سفر کولو منع شوي او استخباراتو له ځان سره وړي دي.

د یادونې ده، چې «د افغانستان راتلونکي فکر فورم» یو بنسټ دی چې ۳۰ غړي لري او په دې بنسټ کې د پخواني حکومت مامورین، د مدني ټولنې فعالان او د پوهنتون استادان شامل دي.

حلیم فدایي:طالبان د افغانستان د امنیت دعوه کوي؛ خو د کندز پېښې د دوی دروغ ثابت کړل

د پکتیا پخواني والي محمد حلیم فدایي د کندز د نننۍ پیښې په تړاو ویلي، طالبانو همیش د سرتاسري امنیت ټینګېدو دعوه کړې؛ خو دا ځل یې بیا ترې لار غلطه کړې.

ښاغلي فدایي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، په افغانستان کې د وسله والو ډلو انتحار او انفجار که څه هم طالبان نه مني؛ خو داسې پیښې د دوی دروغ ثابتوي او په وینا یې که قانع کولو ته مجبور شي د خپلو سرتیرو د مرګ ژوبلو شمیر بیخي کم ښایي.

هغه طالبانو ته ویلي:« ترڅو ولسي همدردي راجلب نکړئ ولس پوهېږي چې د دې ټولو بدبختیو سبب ستاسو انحصاري، استبدادي، حذف، افراطیت دیکتاوري او بې عدالتي ده.»

د طالبانو حکومت منیر اکرم ته:افغانستان کې ترهګرې ډلې نشته، خپلې کورنۍ کشالې پرموږ مه تپئ

د طالبانو حکومت په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې ترهګرې ډلې افغانستان کې پټنځایونه لري.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دوی له واکمنېدو وروسته ټولې ترهګرې ډلې ختمې شوې او که افغانستان کې کومه امنیتي پېښه شوې وي؛ نو له پولې پورې غاړې څخه سرچینه اخلي.

اعلامیه کې سره له دې، چې د کوم هېواد نوم نه دی اخیستل شوی؛ خو ویل شوي چې یو شمېر هېوادونه د خپلو کورنیو ستونزو ملامتي پر دوی ور اچوي.

د طالبانو ریاست الوزرا:د کندز برید د اسلام او بشر دوښمنانو کړی

د طالبانو حکومت رئیس الوزرا کندز کې د ننني ځانمرګي برید له کبله د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کړی.

د ریاست الوزرا څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا برید د اسلام او بشر دوښمنانو له لوري شوی.

خبرپاڼه کې په هېواد کې د سولې او امن غوښتنه شوې.

فضل هادي مسلمیار:د کندز پیښه په کلکو ټکو غندم

د مشرانو جرګې پخواني مشر فضل هادي مسلمیار د کندز پیښه یو غیرې انساني عمل بللی.

هغه په خپله ایکس پاڼه لیکلي:«زه دا پیښه په کلکو ټکو غندم او دا نه بخښونکی عمل دی.»

هغه دغه راز وژل شویو ته د مغفرت دعا کړې او کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي.

ریچارډ بینېټ:د جرمونو نړیوالې محکمې کمزوري کول به د قربانیانو د عدالت غوښتنې تر پښو لاندې کړي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ ویلي چې د جرمونو نړیواله محکمه په افغانستان کې مهم رول لري.

شاغلي بېنټ ویلي، دا محکمه د جنایتکارانو محاکمه کولو او عدالت تامینولو لپاره اساسي اهمیت لري.

هغه خبرداری ورکړی چې د دغه بنسټ کمزوري کول به د قربانیانو د عدالت غوښتنې تر پښو لاندې کړي.

امریکا د جرمونو نړیواله محکمه د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د نیولو امر له امله تحریم کړې ده.

د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان څو میاشتې وړاندې د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده او د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو غوښتنه کړې وه.

عبدالله عبدالله:کندز کې د کابل بانک مخې ته ځانمرګی برید غندم

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د کندز پر پېښه خواشیني څرکنده کړې.

هغه ویلي: «په ډېرې خواشینۍ سره چې په کندز ولایت کې د کابل بانک مخې ته په یوې چاودنه کې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپيان شوي دي.»

هغه زیاته کړې، چې دا برید غندي او د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وایي.