دوشنبه, جون 1, 2026
Home Blog Page 65

کیم جونګ اون:شمالي کوریا د روسیې د اوږدمهاله ستراتیژیکو پالیسیو ملاتړ ته دوام ورکوي

0

د شمالي کوریا مشر، کیم جونګ اون، ویلي چې هېواد به یې د روسیې له ستراتیژیکو پالیسيو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د راپورونو له مخې، نوموړي دا څرګندونې د روسیې د دفاع له وزیر اندري بېلوسوف سره په لیدنه کې کړې دي، چې پکې د نړیوال سیاسي وضعیت او روانو بدلونونو په اړه خبرې شوې دي.

ویل کېږي، یو روسي پلاوی د هغې یادګاري پروژې په مراسمو کې هم ګډون کړی چې د شمالي کوریا هغو سرتېرو ته جوړه شوې چې د اوکراین په کورسک سیمه کې وژل شوي دي.

کیم جونګ اون ټینګار کړی چې پیونګ یانګ به د روسیې د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او امنیتي ګټو په دفاع کې بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړي.

د راپورونو له مخې، شمالي کوریا د مسکو سره د دفاعي هوکړې وروسته زرګونه سرتېري استولي، خو د جنوبي کوریا، اوکراین او لوېدیځو هېوادونو چارواکي وایي چې په دې جګړه کې د دغو ځواکونو مرګ‌ژوبله لوړه ده.

سراج الدین حقاني ژاو شینګ ته:کابل له چین سره خپلې اړیکې لا پراخې او قوي غواړي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د چین له سفیر ژاوشینګ سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا خبرې کړي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د سیمې پر مهمو مسایلو هم بحث شوی او د چین له لوري د سیمه‌ییزو همکاریو او هڅو ستاینه شوې.

راپور زیاتوي، حقاني ټینګار کړی چې افغانستان د سرتاسري ثبات غوښتونکی دی او اوسنی تمرکز یې د کورنیو ستونزو پر حل او د ولس پر هوساینې راڅرخي.

نوموړي زیاته کړې چې کابل غواړي له ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول چین سره، خپلې اړیکې لا پراخې او قوي کړي.

عباس عراقچي:د تهران د بهرنۍ تګلارې لومړیتوب ګاونډي هېوادونه دي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د عمان تر سفر وروسته ویلي چې د تهران د بهرنۍ تګلارې لومړیتوب ګاونډي هېوادونه دي.

عراقچي په دې سفر کې د عمان له پاچا او د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي او څرګنده کړې یې ده چې د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ د هرمز تنګي کې د کښتیو د خوندي تګ راتګ پر موضوع هم خبرې شوې دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، هغه له عمان وروسته اسلام‌اباد ته تللی او ورپسې به روسیه ته سفر وکړي.

تمه ده چې نوموړی په سن‌پټرزبرګ کې له ولادیمیر پوتین سره وګوري.

اکسیوس:ایران د پاکستان په منځګړیتوب د نوو مذاکراتو چوکاټ امریکا ته سپارلی

0

اکسیوس د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې ایران د پاکستاني منځګړو په وسیله واشنګټن ته داسې نوې طرحه وړاندې کړې چې پکې د هرمز تنګي پرانیستل او د روان کړکېچ پای ته رسول اساسي برخه ده.

د معلوماتو له مخې، تهران ټینګار کړی چې اټومي خبرې به تر هغه وخته ونه پیلېږي څو د هرمز تنګی بېرته خلاص نه شي او بندیزي فشارونه کم نه شي.

په همدې حال کې تمه ده د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ په یوه مهمه غونډه کې له ایران سره د خبرو د بن‌بست او د احتمالي پوځي او سیاسي انتخابونو ارزونه وکړي.

د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د خپلو وروستیو سفرونو پر مهال منځګړو ته څرګنده کړې چې د امریکا د غوښتنو، په ځانګړي ډول د یورانیمو د بډاینې د محدودولو او د زېرمو د انتقال په اړه، د ایران دننه لا هم واحد دریځ نه دی رامنځته شوی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر:په اسلام‌اباد کې د ایران ــ امریکا د خبرو له لغوه کیدو وروسته محدودیتونه پای ته رسېدلي

0

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د سټیو ویتکاف او جرد کوشنر د سفر له لغوه کېدو وروسته اعلان کړی چې د اسلام‌اباد په ځینو سیمو کې ترافیکي محدودیتونه او امنیتي تدابیر پای ته رسېدلي دي.

نوموړي ویلي چې دا محدودیتونه د سرینا هوټل شاوخوا سیمه کې، چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د احتمالي ناستو ځای بلل کېده، لېرې شوي دي.

اسحاق ډار په خپل پیغام کې د پاکستان له خلکو مننه کړې او په ایکس کې یې لیکلي: «ستاسې ملاتړ موږ ته دا امکان راکوي چې د خپلو مېلمنو امنیت ډاډمن کړو او په سیمه کې د سولې لپاره خپلې هڅې پر مخ یوسو. موږ دې هدفونو ته ژمن یو او ستاسو له دعاوو او نیکو هیلو مننه کوو.»

ډونالډ ټرمپ:د ایران د محاصرې دوام د تېلو نل‌لیکو ته د جدي خطر لامل کېدای شي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې که د ایران پر وړاندې محاصره دوام ومومي او د نفتو د لېږد او ذخیره کولو بهیر ودرېږي، نو د تېلو د نل‌لیکو سیستم ښايي له جدي خطر سره مخ شي.

نوموړي څرګنده کړې چې کله په نل‌لیکو کې د تېلو لوی حجم روان وي او د تخلیې امکان نه وي، نو دننه فشار زیاتېږي، چې دا حالت کولی شي تخنیکي ستونزې او حتی د چاودنې خطر رامنځته کړي.

ټرمپ زیاته کړې چې که داسې چاودنه رامنځته شي، نو د نل‌لیکو بېرته رغول به ډېر ستونزمن وي او که ورغول هم شي، ښايي د پخواني ظرفیت یوازې یوه برخه وساتي.

هغه دا وضعیت یو قوي او خطرناک پړاو بللی او ویلي یې دي چې دا ډول حالتونه ځینې وخت د طبیعي فکتورونو له امله هم پېچلي کېږي.

امیرخان متقي؛د سعودي د بهرنیو چارو له وزیر سره د سیمې پر ثبات خبرې کړې دي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو پر دوه‌اړخیزو اړیکو، په سعودي کې د مېشتو افغانانو پر اسانتیاوو او سیمه‌ییزو مسایلو بحث وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت په وینا، متقي د افغانستان او سعودي ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او په سیمه کې یې د ثبات د ټینګښت لپاره د سعودي هڅې ستایلې دي.

نوموړي همداراز له سعودي لوري مننه کړې چې په دغه هېواد کې یې افغانانو ته د معلوماتو لېږد په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړې دي، او د دیپلوماتیکو استازولیو د بشري ظرفیت لوړول یې مهم بللي دي.

په ورته مهال، د سعودي بهرنیو چارو وزیر هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او د استازولیو د ظرفیت لوړولو هرکلی یې کړی دی.

دواړو لوریو د اړیکو پر دوام او په مناسب وخت کې د مخامخ لیدنو پر ترسره کېدو هوکړه کړې ده.

راپورونه:عباس عراقچي له عمان څخه بیرته پاکستان ته ستون شوی

0

راپورونه وایي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د عمان له پلازمېنې مسقط څخه بېرته اسلام اباد ته ستون شوی او هلته به د څو ساعتونو لپاره تم شي.

د دیپلوماتیکو سرچینو په وینا، تمه ده چې هغه د پاکستان له مشرانو سره وګوري، مخکې له دې چې خپل راتلونکی سفر روسیې ته پیل کړي.

راپورونه وايي چې عراقچي مخکې هم د پاکستان له لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو سره خبرې کړې وې او د شخړې د پای لپاره یې ځینې وړاندیزونه شریک کړي دي.

همدارنګه ویل کېږي چې پاکستاني لوري د هغه د عمان سفر لپاره الوتکه برابره کړې وه.

سرچینې زیاتوي چې د عراقچي شخصي الوتکه «MERAJ» هم له تهران څخه الوتنه کړې او ټاکل شوې د نور خان هوايي اډې کې ښکته شي.

بنیامین نتانیاهو:په لبنان کې اوربند د حزب‌الله د سرغړونو له امله کمزوری شو

0

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د حکومت په غونډه کې ویلي چې د دغه هېواد پوځ په لبنان کې په ځواکمن ډول عملیات ترسره کوي.

نوموړي زیاته کړې چې اوربند د حزب‌الله له لوري د پرله‌پسې سرغړونو له امله د کمزورۍ په حال کې دی.

هغه دغه راز زیاته کړې چې د اسرائیلو پوځ نه یوازې د بریدونو په ځواب کې، بلکې د سمدستي ګواښونو د خنثی کولو لپاره هم په ځواک سره اقدام کوي.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزیر:د عصري علومو پرته د هېواد دفاع ممکنه نه ده

د طالبانو حکومت د پوهنې وزیر حبیب‌الله اغا په بامیان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د عصري علومو پر زده کړې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په اوسني وخت کې د هېواد د دفاع لپاره پرمختللي سیستمونه اړین دي.

نوموړي ویلي، یوازې په دودیزو وسلو لکه کلاشنکوف او نورو ساده وسایلو د عصري جګړو پر وړاندې اغېزمنه دفاع نه شي کېدای، او اړتیا ده چې د نوې ټکنالوژۍ پر بنسټ دفاعي وړتیاوې پیاوړې شي.

هغه زیاته کړې چې که ګواښونه له هوا او یا سمندر څخه وي، نو باید د مقابلې لپاره هم پرمختللي او عصري وسایل موجود وي.

حبیب‌الله اغا همدارنګه د عصري زده کړو اهمیت ته اشاره کړې او ویلي چې د هېواد د پرمختګ او امنیت لپاره د علمي او تخنیکي ظرفیت لوړول مهم دي.