جمعه, مې 1, 2026
Home Blog Page 648

بلوچستان؛په کوېټه کې تېره ورځ دوه پولیس وژل شوي

0

د بلوچستان په کوېټه کې تېره ورځ دوه پولیس وژل شوي دي.

یاد پولیس په دوو جلا جلا پېښو کې د کوېټې او هرنایي ترمنځ سرحدي سیمې شعبان کې وژل شوي.

د پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.

ایران؛یو وار بیا دوه افغان کډوال اعدام کړي

ایران یو وار بیا دوه افغان کډوال اعدام کړي دي.

د ایران د بشري حقونو یو سازمان ویلي، چې دا افغانان د نشه‌یي توکو پر قاچاق تورن وو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ایران شپږ نور کسان هم د قتل، زور زیاتي او نورو جرمونو په تور اعدام کړي دي.

بلومبرګ:هند افغانستان کې د چین د نفوذ مخنیوي لپاره نوي ډهلي کې د طالبانو سفیر مني

بلومبرګ وایي، ښایي هند په نوي ډهلي کې د طالبانو سفیر ومني.

سرچینه وایي، هند دا کار له کابل سره د خپلو اړیکو پراختیا او افغانستان کې د چین د نفوذ مخنیوي لپاره ترسره کوي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو حکومت هند ته د خپلو دیپلوماتانو یو لیست هم سپارلی وو.

ډونالډ ټرمپ:د اوکراین په اړه د پوتین خبرې چندان خوندورې نه وې

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د روسیې له ولسمشر سره یې مثبتې خبرې درلودې؛ خو د اوکراین په اړه یې خبرې ښې نه وې.

نوموړي سپینې ماڼۍ کې دموکراتانو او جمهوري غوښتونکو ته د خبرو پر مهال ویلي، اوکراین د بریا هیڅ چانس نه لري؛ خو بیاهم سخت دریځي کوي.

نوموړی زیاتوي، دا جګړه وحشتناکه ده او امریکا به اوکراین ته اجازه ورنکړي.

ټرمپ یو وار بیا ټینګار کړی، چې که واک کې وی، نو دا جګړه به نه وه پیل شوې.

ملا برادر؛د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته روان شو

د طالبانو حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یو پلاوي په مشرۍ ازبېکستان ته روان شو.

له اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پراختیا او په افغانستان کې په مختلفو سکټورونو کې د ازبکستاني پانګوالو د پانګونې جذب دی.

د یادونې ده چې دغه سفر کې د یو شمېر وزارتونو سرپرستان هم شامل دي.

صادق نوري:له افغانستان سره پر پوله سل کیلو متره نور اضافي دېوال چمتو شوی

د ایران د شمالي شرق نظامي قرارګاو مسؤل صادق نوري ویلي، چې له افغانستان سره د پولې تړلو لپاره یې سل کیلومتره د اړتیا وړ نور دېوال هم چمتو کړی.

هغه د شنبې په ورځ له دغه بهیر لیدنه کړې او زیاته کړې یې ده چې، اقلیمي شرایطو ته په کتو، د پولو د تړلو چارې په ښه شکل روانې دي.

د یادونې ده، چې ایران دا کار د انساني او نشه‌یي توکو قاچاق او د پولو امنیت د خوندیتوب لپاره ترسره کوي.

پنټاګون؛راتلونکې اوونۍ خپل ۵۴۰۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کوي

0

پنټاګون غواړي ۵۴۰۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کړي.

رویټرز خبر ورکړی، چې دا کار د ټرمپ له لوري د کاري ځواک کمولو د طرحې لومړنی اقدام دی، چې راتلونکې اوونۍ به پیل شي.

ویل کېږي چې پنټاګون به خپل ۹۵۰ زره ملکي کارکوونکي له پنځه څخه تر ۸ سلنې پورې کم کړي.

سناتور تیم بورچت:ترهګرو ډلو ته د پیسو د نه ورکړې قانون باید ژر تر ژره د ټرمپ مېز ته وړاندې شي

0

د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور تیم بورچت یو وار بیا ټینګار کړی، چې وسله والو ډلو ته د پیسو د نه ورکړې قانون باید ژر تر ژره تصویب او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ میز ته وړاندې شي.

هغه ویلي، چې په دې اړه به راتلونکې سه شنبه یوه ناسته هم را وبلل شي.

د دغه قانون له مخې به له افغانستان سره د امریکا مرستې بندې شي.

د یادونې ده چې د یاد قانون مسؤده د جوبایډن وخت کې د امریکا د استازو جرګې تصویب کړې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر:افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پاتې وسلې د ټي‌ټي‌پي لاس ته لوېدلي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وایي چې پاکستان د طالبانو له حکومت سره همکاریو ته ژمن دی.

هغه ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت باید ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي.

اسحاق ډار ادعا کړې چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې وسلې د پاکستاني طالبانو ټي‌ټي‌پي لاس ته ورغلي دي.

هغه ویلي که درېیم هېوادونه په پاکستان کې مېشت افغان کډوال و نه مني، نو پاکستان به دغه کډوال بېرته افغانستان ته واستوي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې په ځلونو ویلي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کیږي او پوځي تجهیزات په خوندي ډول ساتل شوي دي.

عبدالله خنجانی:طالبان به ډېر ژر بېرته خپلو خوندي پناه‌ځایونو ته ستانه شي

د مقاومت په نوم جبهې د سیاسي کمېټې مشر عبدالله خنجاني وایي, چې افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته هم شته او تاریخ دا ثابته کړې ده.

هغه ادعا کړې چې طالبان به بېرته خپلو خوندي پناه‌ځایونو ته ستانه شي، چیرې چې هغوی د تېرو دوو لسیزو په جریان کې پټ وه.

هغه زیاته کړې چې طالبان د افغانستان په ټولنه کې ځای نه دی موندلی او له نړیوالې انزوا سره مخ دي.

خنجاني ټینګار کړی چې د طالبانو د قدرت انحصار او تعصب د دې ډلې دننه هم اختلافات رامنځته کړي دي.