د ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د جرمني پر لومړي وزیر فریدرتش مرتس توندې نیوکې کړې او هغه ته یې ویلي چې د خپل هېواد ستونزو ته پام وکړي او په امریکا دې نېوکې نه کوي.
ټرمپ ویلي چې جرمني باید د روسیې او اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې زیاتې کړي او د ایران په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.
نوموړي همدارنګه اشاره کړې چې ښايي له جرمني، ایټالیا او هسپانیا څخه د امریکايي ځواکونو شمېر کم کړي.
هغه ویلي چې ځینې اروپايي هېوادونو د ایران په جګړه کې له امریکا سره مرسته نه ده کړې.
ګارډین ویلي چې د جرمني چارواکو هڅه کړې چې دا لانجه کمه وښيي او ویلي یې دي چې دا ډول څرګندونې نوې نه دي او مخکې هم شوې دي.
راپور زیاتوي چې د امریکا او جرمني ترمنځ دا لفظي شخړه وروسته له هغې زیاته شوې چې مرتس ویلي وو، امریکا د ایران په موضوع کې کمزورې شوې او روښانه تګلاره نه لري.

