جمعه, مې 1, 2026
Home Blog Page 649

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر:طالبانو د القاعده او داعش خلاف د امریکا خبره ځمکې ته نه ده غورځولې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، د القاعده او داعش ډلې خلاف طالبانو د امریکا خبره ځمکې ته نه ده غورځولې.

هغه ویلي، طالبانو تل په دې برخه کې له امریکا سره غوره همکاري کړې.

روبیو زیاته کړې، طالبان په ټول افغانستان واکمن نه دي؛ نو ځکه ځای ځای ترهګرې ډلې حضور لري.

حامد کرزي؛له ملي سوداګر میرویس عزیزي سره کتلي

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي له ملي سوداګر میرویس عزیزي سره کتلي.

حامد کرزي په دې لیدنه کې د میروس عزیزي لخوا په هیواد کې د سرطاني ناروغیو د معالجې د یو مجهز روغتون، د طب پوهنتون او مختلفو روزنیزو تأسیساتو د جوړولو قدردانی او مننه کړې او د تحصیلي او علمي بنسټونو جوړول یی د هیواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره مهم او اساسي بللي.

حامد کرزي یو ځل بیا هیله څرګنده کړې چې د هیواد د نجونو لپاره د تعلیم دروازې خلاصې شي.

مولوي عبدالکبیر:د طالبانو نظام یوازې د مولایانو نه دی

د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر وایي، د طالبانو نظام یوازې د مولایانو نه دی، بلکې دا د ټولو افغانانو ګډ نظام دی.

نوموړي له یوې دیني مدرسې څخه د زدکوونکو د فراغت یوې غونډې ته ویلي، چې مدرسې او ښوونځي د یو هدف لپاره دي.

هغه یو وار بیا د زده کړو پر پراختیا ټینګار کړی.

د امریکا د ولسمشر مرستیال:د امریکا حکومت د دې هېواد د وګړو مالیات د بې ارزښته پروژو په لګولو کې مصرف کړي

0

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس ویلي چې د امریکا حکومت د دې هېواد د وګړو مالیات د بې ارزښته پروژو په لګولو کې مصرف کړي، چې په کې افغانستان او نور هېوادونه شامل دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، هغه د دې ډول لګښتونو په اړه نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده: «ولې باید د امریکا د مالیه ورکونکو پیسې په افغانستان کې د عصري هنرونو پروژو ته ورکړل شي؟ دا هماغه څه وه چې تر دې وروستیو پورې د خلکو له مالیاتو څخه تمویلېده.»

د یادونې ده چې تېره ورځ د امریکا میلیاردر او د ډونالډ ټرمپ سلاکار ایلان ماسک هم د فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې، چې د ټرمپ ترڅنګ یې کړې، ویلي چې امریکا ولې طالبانو ته دومره زیاتې پیسې ورکړې دي.

مایکل‌ مکال؛د افغان کډوالو د استوګنې د احتمالي بندېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې پخواني مشر د افغان کډوالو د استوګنې د احتمالي بندېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

مایکل مکال د امریکا له بهرنیو چارو وزیر څخه وغوښتل چې هغو افغانانو ته د ورکړل شوو ژمنو عملي کولو ته لومړیتوب ورکړي، چې له امریکا سره یې همکاري کړې وه.

رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغان کډوالو د انتقال او استوګنې دفتر ته لارښوونه کړې چې تر اپریل میاشتې د فعالیت د بندېدو لپاره چمتو شي.

که دا پرېکړه عملي شي، شاوخوا ۲۰۰ زره افغان کډوال چې د امریکا ته د تګ شرایط لري، به له دغه چانس څخه محروم شي.

حامد کرزي؛د افغانستان لپاره د ایران له سفیر سره کتلي

د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د ایران له سفیر رضا بیګدلي سره کتلي.

ښاغلي کرزي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې یې د سیمیزو وضیعتونو او د دواړو هیوادونو د اړیکو پر پراختیا او تحکیم ټینګار کړی دی.

نوموړي په دې ناسته کې د ایران له سفیر مننه کړې چې په ایران کې یې افغان محصلینو ته د زده کړو فرصتونه برابر کړي دي.

هغه دغه راز له ایران سره د ګډو کلتوري میراثونو د لاپیاوړتیا لپاره یاده ناسته ګټوره بللې.

حماس؛نن د څلورو اسراییلي یرغمل شویو جسدونه سره صلیب ته سپارلي

0

حماس د اسرائیلي یرغمل شویو څلورو کسانو مړي، چې یوه مېرمن او د هغې دوه ماشومان پکې شامل دي، د خان یونس په سیمه کې سره صلیب ته وسپارل.

د اسرائیلي پوځ په وینا، دا مړي د چهارشنبې په ورځ له سره صلیب څخه ترلاسه شوي دي.

د اسرائیل لومړي وزیر د دې پېښې په اړه وویل چې نن پنجشنبه د حکومت لپاره یوه غمجنه او سخته ورځ ده.

حماس ادعا کړې وه چې دا ماشومان او مور یې د اسرائیل په هوايي برید کې وژل شوي، خو د اسرائیل چارواکو دا نه ده تأیید کړې.

دا لومړی ځل دی چې حماس د اوربند له هوکړې وروسته د اسرائیلي یرغمل شویو کسانو مړي سره صلیب ته سپاري.

حامد کرزي؛د هېواد له یو شمېر مشرانو او ځوانانو سره د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانېستلو غږېدلی

د ‎هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي له یو شمیر مشرانو او ځوانانو سره کتلي.

ښاغلي کرزي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې گډونوالو د ملي اتحاد او اتفاق پر لاټینگښت تاکید کړی او افغانستان یې د ټولو ‎افغانانو مساوي او مشترک کور بللی.

په دې لیدنه کې د مجلس ویناوالو د تعلیم پر ارزښت او د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو په اړه خبرې کړې دي.

حامد کرزي په دې لیدنه کې د دایمي سولې او ثبات لپاره یې پر ملي تفاهم ټینګار کړی.

ایلان ماسک:«امریکا ولې طالبانو ته دومره زیاتې پیسې ورکړې»

د امریکا میلیاردر او د ډونالډ ټرمپ سلاکار ایلان ماسک یو ځل بیا د واشنګټن له خوا طالبانو ته د مرستو په ورکولو انتقاد کړی دی.

نوموړي د فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې، چې د ټرمپ ترڅنګ یې کړې، ویلي چې امریکا ولې طالبانو ته دومره زیاتې پیسې ورکړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسېدو وروسته یې له مصر او اسراییل پرته په ټولې نړۍ بشري مرستې وځنډولې.

عصمت الله اېرګاشیف؛د دغه هېواد لپاره د امریکا له سفیر، جنتن هېنک سره د افغانستان په اړه خبرې کړې

د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف د امریکا له سفیر جنتن هېنک سره لیدنه کړې ده.

دواړو لورو د افغانستان د اوسني وضعیت او د ګډو همکاریو پر اړتیا خبرې کړې دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، باید د افغانستان د وضعیت د ښه والي لپاره نړیواله همغږي رامنځته شي.

ازبکستان او امریکا د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره د ګډو هڅو پر دوام هم ټینګار کړی دی.