د ترکیې په استانبول کې د iHH مرستندویه ادارې په کوربهتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځ د «ټریک ۱.۵» غیر رسمي خبرې پای ته رسېدلې دي.
د راپورونو له مخې، دواړو لورو پر یو شمېر مهمو موضوعاتو د همکارۍ او تفاهم هوکړې کړې دي.
سرچینې وایي چې دا خبرې د باور جوړونې او د اړیکو د ښه کېدو په موخه ترسره شوې وې او تمه ده چې دا بهیر به په راتلونکې کې هم دوام ومومي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د چین په ارومچي ښار کې هم د دواړو لورو ترمنځ رسمي مذاکرات شوي وو، چې د افغانستان او پاکستاني استازو له لوري مثبت ارزول شوي دي.

