سه شنبه, اپریل 28, 2026
Home Blog Page 641

حامد کرزي؛د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره کتلي

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره کتلي.

ښاغلي کرزي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او جاپان ترمنځ د همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې.

حامد کرزي په دې لیدنه کې جاپان د افغانستان تاریخي او ښه دوست بللی او د دغه هېواد له مرستو، په ځانګړي ډول د تعلیم، روغتیا، او بې‌ځایه شویو کډوالو ته د رسیدګي په برخو کې مننه کړې.

د ازادۍ جبهه:د بګرام هوایي ډګر مخې ته مو درې طالبان وژلي او دوه نور ټپیان دي

د ازادۍ جبهې اعلان کړی چې د بګرام هوايي ډګر د څلورمې دروازې مخې ته یې په برید کې درې طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

دغې جبهې ویلي چې دا برید یې د شنبې په ماښام کړی.

دغې جبهې زیاته کړې، چې دا عملیات بریالي وو؛ خو نور جزئیات یې نه‌دي ورکړي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ملا برادر ازبېکستان کې افغان سوداګرو ته:افغانستان کې د امن راتلو سره د اقتصادي ودې لپاره غوره فرصت رامنځته شوی

د طالبانو حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ازبېکستان کې له یو شمېر افغان سوداګرو او پانګوالو سره کتلي دي.

نوموړي دغه لیدنه کې ویلي، چې اوس مهال افغانستان کې له څو لسیزو را وروسته امن راغلی او د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره غوره فرصت رامنځته شوی.

د برادر په خبره، د افغانستان له سیستم بیروکراسي او فساد ورک شوی دی او د بهرنیو او کورنیو پانګوالو لپاره غوره فرصت رامنځته شوی.

نادر یار احمدي:غیر قانوني افغان کډوال به تر دې وروسته ایران کې پاتې نشي

د کډوالو په چارو کې د ایران د کورنیو چارو وزارت دفتر رییس او د دغه وزارت د وزیر سلاکار نادر یار احمدي وايي، چې غیر قانوني افغان کډوال به تر دې وروسته په ایران کې پاتې نشي.

نوموړی زیاتوي، د کډوالو د سرشمېرنې لپاره همدا سږکال وخت دی او تر دې وروسته دا سرشمېرنه پای ته رسېږي.

د نوموړي په باور، دا کار ایران ته ګټه رسوي، ترڅو ټول غیر قانوني کډوال معلوم او بېرته خپلو هېوادونو ته ولېږي.

احمدي دغه راز وايي، چې ۹۹ سلنه کډوال په ایران کې پېژندل شوي دي.

د تورخم کمیسار:هڅه کوو، چې د تورخم دروازه د خبرو اترو له لارې پرانېستل شي

له تېرې ورځې راهیسې پاکستاني لوري د تورخم لار تړلې، چې دواړو غاړو ته یې سلګونه ناروغان، مسافر او بار وړونکي موټر ایسار دي.

په ورته مهال بیا د تورخم کمیسار عبدالجبار حکمت وايي، هڅه کوي چې پاکستاني لوري سره دا ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

پاکستان دا لاره وړمه شپه شاوخوا لس بجې د فرضي کرښې دې غاړې ته د تاسیساتو جوړولو له کبله تړلې وه.

نور احمد اغا:له ازبېکستان سره د بانکي خدماتو پراختیا د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې پراخولی شي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د افغانستان بانک سرپرست نور احمد اغا د ازبېکستان بانک له رییس تیمور اشمتوف سره کتلي، چې د بانکي لېږدونو پر اسانتیاو، وړتیا لوړولو، د دواړو هېوادونو د ملي اسعارو پر کارولو او د ادینو د سیسټمونو پر نښلولو او پراختیا یې خبرې کړي دي.

نور احمد اغا په دې لیدنه کې ویلي، چې د بانکي خدماتو پراختیا کولای شي، چې د دواړو هېوادنو ترمنځ سوداګریزې اړیکې هم پراخې کړي.

دا لیدنه داسې مهال کېږي، چې د طالبانو حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ دغه هېواد ته سفر کړی.

فرانسه؛مولوز ښار کې یو سړي پر پولیسو د چاقو ګزارونه کړي

0

د فرانسې په مولوز ښار کې یو تن د چاقو په ګزارونو سره وژل شوی دی.

ویل کېږي، چې برید د یو ۳۷ کلن سړي له لوري په پولیسو شوی؛ خو یو پرتګالي وګړي چې د مداخلې هڅه کړې، پکې خپل ژوند بایللی، پېښه کې پنځه پولیس ټپیان شوي، چې درې یې سطحي او د دو تنو ټپونه یې ژور دي.

فرانسوي چارواکي وايي، چې بریدګر تر دې وړاندې هم د ترهګریزو ګواښونو له کبله تر څار لاندې وو او دوی څو ځله هڅه وکړه، چې دا کس خپل هېواد الجزایر ته انتقال کړي؛ خو هغوی یې له منلو ډډه کړې.

هرات؛ایران سره پر پوله یو افغان د یخنۍ له کبله وژل شوی

هرات کې له ایران سره پر پوله صفري نقطه کې یو تن د یخ له کبله وژل شوی دی.

سیمه‌ییزې سرچینې وايي، چې یاد کس غوښتل له پولې تېر شي؛ خو د یخنۍ له کبله وژل شوی.

یاد کس محسن نومېده، چې د غور د لعل سرجنګل ولسوالۍ اوسېدونکی وو.

سیمه‌ییزو مسولینو ویلي، چې د نوموړي کس د سرحدي ځواکونو د لسمې لوا‌‌ء دریم کنډک ځواکونو له لوري موندل شوی دی.

عباس عراقچي:د افغانستان له لوري د اوبو تړون نه دی عملي شوی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، چې د افغانستان له لوري د اوبو تړون نه دی عملي شوی.

هغه له افغانستان سره د ایران له ګاونډیو ولایتونو غوښتي، چې په دې اړه له خپلو ګاونډیو افغان ولایتونو سره همغږي وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د هلمند په سیند کې د دوی حقابه په بشپړ ډول نه ده ورکړل شوې.

عراقچي ویلي، باور لري، چې دواړو لوریو ته د هم سرحده ولایتونو د همغږۍ له لارې به دا ستونزه په ښه ډول حل شي.

کارولین لویت:ټرمپ هیله لري، چې روانه اوونۍ د اوکراین جګړه پای ته ورسېږي

0

د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین لویت، اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره جدي هڅې کوي.

لویت ویلي چې ولسمشر باور لري روسیه د سولې موافقې ته د رسېدو لپاره چمتو ده.

هغې ویلي، چې د ملي امنیت سلاکار، مایک والتز، به د اوونۍ د رخصتیو ټول وخت د مذاکراتو د چټکتیا او د جګړې د پای ته رسولو لپاره کار وکړي.

هغې ویلي، چې د امریکا ولسمشر خپل اساسي هدف د سولې ترلاسه کول او د بې‌ګناه خلکو د وژنو درول بللي دي.

نوموړې زیاته کړې چې د اوکراین د حیاتي معدني موادو د موافقې لپاره خبرې اترې دوام لري، چې دا به د اوکراین بیارغونې ته وده ورکړي.

د هغې په وینا، ټرمپ هیله لري چې د اوکراین جګړه به د اوونۍ تر پای پورې د یوې موافقې له لارې ختمه کړي.