د اوزبېکستان ولسمشر شوکت میرضیایف له خپل ولس او چارواکو غوښتي چې له افغانستان سره د دوستۍ او ورورولۍ اړیکې لا پیاوړې کړي.
هغه په تاشکند کې یوې غونډې ته په وینا کې افغانستان د ستراتیژیک شریک په توګه یاد کړی او افغانان یې زحمتکښ او د بډایه کلتور لرونکي بللي دي.
د هغه په وینا، له افغانستان سره نږدې همکاري نه یوازې سیاسي، بلکې اقتصادي ګټې هم لري.
میرضیایف ټینګار کړی چې د افغانانو هڅاند طبیعت د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې لپاره نوي فرصتونه رامنځته کوي او پیاوړې ملګرتیا د سیمې ثبات ته هم ګټه رسوي.
په همدې غونډه کې د اوزبېکستان د بېلابېلو ولایتونو چارواکو هم د افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره خپل پلانونه شریک کړل.
د فرغانې والي ویلي چې افغانستان ته د پانګونې او صادراتو لپاره پراخې طرحې چمتو شوې دي.
د اندیجان والي بیا اعلان کړی چې له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د صادراتو تړون شوی، چې یوه لویه برخه به یې په ۲۰۲۶ کال کې عملي شي.
همداراز د سرخاندریا والي افغانستان د خپلو صادراتو لپاره مهم بازار بللی او ویلي یې دي چې هڅه کوي سږکال خپل صادرات یو میلیارد ډالرو ته ورسوي، چې نیمایي به یې افغانستان ته ځانګړي شي.
د معلوماتو له مخې، افغانستان لا هم د اوزبېکستان له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه دی، او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز حجم په وروستیو کلونو کې د پام وړ زیات شوی دی.

