د تېر جمهوري نظام د کورنیو چارو وزیر عبدالستار میرزکوال ویلي چې پاکستان له لسیزو راهیسې له افغانستان سره د دښمنۍ تګلاره تعقیبوي.
هغه زیاته کړې چې پاکستان د اسلامي شعارونو څخه په ناوړه استفادې سره نیابتي ډلې جوړې کړې او د افغان دولت او ملت پر وړاندې یې کارولي دي.
میرزکوال د کونړ پر ولایت د پاکستان وروستي بریدونه غندلي او هغه یې ښکاره تېری بللی دی.
د هغه په وینا، پاکستان تل په افغانستان کې د قوي او پرمختللي دولت د جوړېدو پر وړاندې د تخریب او سقوط هڅې کړې دي.
هغه ویلي: «پاکستان په پرلهپسې ډول د افغان نسل د روزنې بهیر تکفیر کړی، ښوونځي او پوهنتونونه یې د اخلاقي انحراف په نوم تورن کړي او ودانۍ یې نړولي دي.»
میرزکوال ټینګار کړی چې په افغانستان کې د سیاسي برخلیک لپاره د ولسواک او خپلواک نظام شتون مهم دی، او ویلي یې دي: «که په افغانستان کې ولسواک او خپلواک دولت نه وي، نو په سیمه کې به له سیالیو پاتې شو.»
له بلې خوا، په کونړ کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مشر مظفر مخلص ویلي چې د دوشنبې په ورځ د پاکستان د راکټي بریدونو له امله ۷ کسان وژل شوي او ۷۵ نور ټپیان شوي دي.

