د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د روسیې فدراسیون د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه هر اړخیز بحث شوی دی.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې ناسته کې دواړو لورو ټینګار کړی چې د افغانستان او روسیې ترمنځ دوهاړخیز تعاملات باید لا پراخ او منظم شي.
د خبرپاڼې له مخې، امیر خان متقي د اړیکو د پراختیا هرکلی کړی او ویلي چې اقتصادي همکاریو ته وده ورکول، د ګډ اقتصادي کمیسیون فعالول او د سیاسي مشورو لپاره منظم چوکاټ رامنځته کول اړین دي.
په دې لبدنه کې دواړو لورو د سیمې د ثبات او امنیت پر اهمیت خبرې کړې او د ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا او د سیمهییز ثبات لپاره د ګډو هڅو پر اړتیا یې ټینګار کړی.
همدا راز ضمیر کابلوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د مثبت بهیر ستاینه کړې او ویلي چې روسیه چمتو ده له افغانستان سره په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، انرژۍ او ترانزیټ په برخو کې عملي اقتصادي همکاري پراخه کړي.
هغه زیاته کړې چې مسکو غواړي د ګډو پروژو، پانګونې او بنسټیزو همکاریو له لارې د دواړو هېوادونو اړیکې لا پیاوړې کړي او د سیمې اقتصادي اتصال ته وده ورکړي.

