سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 637

سراج الدین حقاني؛متحده عربي اماراتو ته له سفر وروسته هېواد ته نه دی را ستون شوی

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني متحده عربي اماراتو ته له سفر وروسته بیرته هېواد نه دی راستون شوی.

یو شمېر سرچینې وایي، چې سراج الدین حقاني هم له کندهار مرور دی او اوس مهال عمرې ته تللی.

سره له دې چې د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو دمګړی د کابل او کندهار ترمنځ په لوړه کچه اختلاف شتون لري.

تازه؛کابل کې د یوناما پر دفتر د برید له کبله یو تن وژل شوی

رویټرز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې کابل کې د یوناما پر دفتر د برید له کبله یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې یو طالب هم لاس درلود.

تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل لورته لاهم د پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.

د طالبانو حکومت؛د حماس د یوه نظامي مشر پر مړینې خواشیني څرګنده کړې

د طالبانو حکومت د حماس غورځنګ د یوه نظامي مشر، محمد الضیف پر مړینې خواشیني څرګنده کړې.

د طالبانو حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې حماس غورځنګ د اسراييل پر وړاندې د خپل مقاومت بېلګه پرېښې او د راتلونکو نسلونو لپاره به د عزت، زړورتیا او د فلسطین خپلواکۍ ته د ژمنتیا مثال وي.

اعلامیه کې زیاته شوې، چې حماس غورځنګ په سیاسي او نظامي برخو کې تر پخوا نور هم پیاوړی شوی دی.

پاکستان، بلوچستان او پښتونخوا؛د جنوري میاشتې راهیسې په کې ۷۴ امنیتي پېښې شوي او ۹۱ کسان پکې وژل شوي

0

پاکستان کې د امنیت او جګړې مطالعاتو موسسې په خپل راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۲۵ کال د جنوري میاشتې راهیسې د دغه هېواد په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ۷۴ امنیتي پېښې شوې دي.

دوی ویلي، په دغو پېښو کې د ۳۵ سرتېرو په ګډون ۹۱ کسان وژل شوي او د ۵۳ امنیتي کسانو په شمول بیا ۱۱۷ نور ټپیان شوي دي.

یادې موسسې زیاته کړې، چې د نورو میاشتو په نسبت په تېره جنوري کې د وسله والو فعالیت ۴۲ سلنه زیات شوی دی.

امریکا؛نېول شوي کډوال پوځي الوتکو کې هاندوراس او پېرو ته لېږدولي

0

امریکا کې د اوونۍ په پای کې نیول شوي کډوال پوځي الوتکو کې هاندوراس او پېرو ته ولېږدول شول.

رویټرز یاد راپور ورکړی؛ خو د کډوالو شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.

ویل کېږي چې پوځي الوتکو کې د دغو کډوالو لېږدول د امریکا لپاره د تر ټولو لوړ لګښت لرونکی انتخاب وو.

تېره اوونۍ ګواتیمالا ته د نیول شویو کډوالو د لېږد لپاره پر هر کډوال ۴ زره او ۶۷۵ ډالر لګښت راغلی.

اوچا:په تېرو درېیو کلونو کې ۱.۵ میلیونه افغان نجونې د زده کړو له حق محرومې شوې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، په تېرو درېیو کلونو کې ۱.۵ میلیونه افغان نجونې د زده کړو له حقه محرومې شوې دي.

اوچا غوښتنه کړې چې د زده کړو له حقونو دغه سرغړونه باید پای ته ورسیږي.

یادې ادارې یو راپور کې ویلي، افغانې نجونې له درې کالو زیاته موده کېږي چې له زده کړو بې برخي دي او نور باید دا انتظار پای ته ورسیږي.

د یادونې ده چې له تېرو درېیو کالو راهیسې د طالبانو حکومت د افغان نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي دي.

خیبر پښتونخوا؛په دیره اسماعیل خان کې وسله والو درې پاکستاني پوځیان وژلي

0

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی، چې په دیره اسماعیل خان سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر یوه موټر د نامعلومو وسله والو په برید کې درې پوځیان او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې، چې امنیتي ځواکونه له یوه ملکي وګړي او موټر چلوونکي سره د بلوچستان له پخوانۍ سیمې دیره اسماعیل خان ته روان وو چې پرې برید وشو.

یادې ورځپاڼې ویلي، چې وسله والو په دغه برید کې د امنیتی ځواکونو موټر ته اور هم ورته کړی.

ددغه برید مسولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

کیت کلاګ:روسیه او اوکراین دې خپلو دریځونو کې نرمښت راولي او جګړه دې پای ته ورسوي

0

د روسیې او اوکراین په چارو کې د ټرمپ ځانګړی استازی کیت کلاګ وايي، د اوسنۍ جګړې د حل لپاره اړتیا ده، چې دواړه لوري له خپلو دریځونو په شا او یو بل ته امتیاز ومني.

نوموړی زیاتوي، د ارضي تمامیت په برخه کې د اوکراین ولسمشر حاضر دی، چې تعامل وکړي او اوس باید د روسیې ولسمشر هم خپل دریځ کې نرمښت وښيي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي ویلي و، چې د اوکراین جګړې په اړه د خبرو له میز څخه د دوی لرې کول جګړه نشي ختمولی.

امریکا ته د نتنیاهو له سفر سره سم؛د حماس د سیاسي دفتر مرستیال روسیې ته تللی

0

امریکا ته د اسرائیل د لومړي وزیر د سفر له پیل سره سم، ریانووستي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د حماس د سیاسي دفتر مرستیال موسی ابومرزوق هم روسیې ته تللی.

تر اوسه د دغه سفر په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.

ویل کېږي، چې نوموړی د یو پلاوي په مشرۍ مسکو ته رسېدلی او هلته به د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري.

بل لورته بیا نتنیاهو وړمه ورځ امریکا ته لاړ او په پام کې ده چې له ډونالډ ټرمپ سره پر یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث ولري.

خلیلزاد:د پخواني حکومت مشران باید د ای ایس ای د لوبو په توکو بدل نه شي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد ترکیه کې د پخوانیو افغان چارواکو او ای ایس ای د چارواکو لیدنې ته په غبرګون کې له افغان لوري غوښتي چې د ای ایس ای په مهرو بدل نه شي.

نوموړی ويلي، ای ایس ای غواړي یو وار بیا پخوانۍ تجربه تکرار او دوی له طالبانو سره د چنو وهلو لپاره وګماري، ترڅو له دې لارې امتیاز تر لاسه کړي.

د خلیلزاد په خبره، که دا راپورونه ریښتیا وي؛ نو یوه بده پایله به ولري.

نوموړی وايي، دا د دې ښکارندوي کوي، چې د افغانستان پخواني رهبران یو وار بیا په افغانستان کې د مرګ او مړینې زیاتېدل غواړي، په داسې حال کې چې دوی په بهر کې ارامه زندګي کوي.