د هند بهرنیو چارو وزیر جې شنکر هغه ادعا رد کړه چې ګواکې هند د شمالي وزیرستان په برید کې لاس لري.
دا برید پرون د میرعلي په سیمه کې شوی و، چې پکې لږ تر لږه ۱۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ ادعا کړې وه، چې دغه برید کې د هند لاس وو.
د هند بهرنیو چارو وزیر جې شنکر هغه ادعا رد کړه چې ګواکې هند د شمالي وزیرستان په برید کې لاس لري.
دا برید پرون د میرعلي په سیمه کې شوی و، چې پکې لږ تر لږه ۱۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ ادعا کړې وه، چې دغه برید کې د هند لاس وو.
د طالبانو حکومت تر واک لاندې د افغانستان د مرکزي بانک لومړي مرستیال صدیقالله خالد د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګریزې خونې له مشر جفري ګریکو سره لیدنه کړې ده.
دواړو لوریو د خصوصي سکتور د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د پراختیا او د دوهاړخیزو بانکي اړیکو پر پراخېدو خبرې کړې دي.
مرکزي بانک ویلي چې ټاکل شوې د روان میلادي کال د اګست په میاشت کې د بانکي اړیکو د پراخېدو په موخه یوه غونډه جوړه شي چې د دغه بانک استازي ورته بلل شوي دي.
خالد ویلي چې د تېر کال په پرتله بانکي پورونو کې ۷۱ سلنه زیاتوالی راغلی او یوازې په تېرو درې میاشتو کې د خلکو سپما ۷.۹ میلیاردو افغانیو ته رسېدلې ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، دوی په افغانستان کې د ښځو ملاتړ ته دوام ورکوي چې د سختو ننګونو پر وړاندې ودریږي او د خپل مقام د بیرته ترلاسه کولو لپاره چمتو شي.
دغې ادارې ویلي، چې څلور کاله مخکې افغان ښځې د زدهکړې، ورزش او حتی د ولسمشرۍ د کاندیدتوب حق درلود؛ خو اوس دا ټول حقونه د طالبانو تر واک لاندې له منځه تللي دي، او افغانستان د ښځو د حقونو له پلوه د نړۍ په کچه تر ټولو ژور بحران تجربه کوي.
ملګرو ملتونو همدا راز ویلي، چې د افغان ښځو ملاتړ ته دوام ورکوي او ویلي چې د دوی تاریخي مبارزه د ستاینې وړ ده، چې لا په ۱۹۱۹ کال کې یې د رایې حق ترلاسه کړی و.
د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، سره له دې چې د افغانستان پخواني حکومت د امریکا پراخ ملاتړ درلود، خو په حکومتولۍ، جګړه او خبرو کې یې ښه مدیریت نه درلود، ځکه ناکام شو.
خلیلزاد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې پخوانی حکومت “فاسد و، د مفسدو خلکو لاس ته لوېدلی و، او یوازې په تبلیغاتو کې ماهر وو.”
نوموړي ټینګار کړی چې دغه حکومت د افغانانو لپاره یو مهم تاریخي فرصت له لاسه ورکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، تاریخ به ولیکي چې ایرانیانو وینه ورکړه؛ خو خاوره نه؛ خپل اولادونه یې قرباني کړل؛ خو عزت یې تسلیم نه کړ.
نوموړي زیاته کړې، چې د زرګونو ټنه بمونو تر بار لاندې ودرېدل؛ خو تسلیم نه شول، او وطن یې له تسلیمۍ سره نااشنا دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران او اسرائیل ترمنځ په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې ایران ته درانه مالي او ځاني زیانونه واوښتل.
د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء اداري مرستیال او د کډوالو ستونزو ته رسېدنې د عالي کمیسیون رئیس مولوي عبدالسلام حنفي، د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن غرمه هرات ته ورسېد، څو د جبري راستنېدونکو افغانانو وضعیت له نږدې وڅاري.
په دغه پلاوي کې د افغانې سرې میاشتې رئیس شیخ شهابالدین دلاور، د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني، د کډوالو او راستنېدونکو وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد، او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني شامل دي.
یاد پلاوی به د ګاونډیو هیوادونو نه د جبري راستنېدونکو افغانانو ستونزې و ارزوي او د عاجلو حللارو او اسانتیاوو د برابرولو لپاره عملي اقدامات وکړي.
نن سهار وختي، د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې پر پاکستاني پوځیانو موټر بم چاودنه شوې.
د راپورونو له مخې، لږ تر لږه ۱۵ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي، چې په کې ۱۴ ملکي وګړي هم شامل دي.
د یادونې ده، چې ملکي وګړي د خپلو کورونو د ویجاړۍ له امله ټپیان شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که ایران د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکړي، بیا به پر ایران برید وڅېړي.
هغه د ایران د مشر علي خامنهای وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د خامنهای ژوند یې ژغورلی، ځکه د هغه د وژلو لپاره یې د اسرائیل پلان یې رد کړی و.
ایران ویلي، هره اتومي هوکړه به یوازې هغه وخت وشي چې امریکا له سپکاوي ډک چلند لاس واخلي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که ایران د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکړي، بیا به پر ایران برید وڅېړي.
هغه د ایران د مشر علي خامنهای وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د خامنهای ژوند یې ژغورلی، ځکه د هغه د وژلو لپاره یې د اسرائیل پلان یې رد کړی و.
ایران ویلي، هره اتومي هوکړه به یوازې هغه وخت وشي چې امریکا له سپکاوي ډک چلند لاس واخلي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، چې پښتانه نه یوازې دا چې خوندي نه دي، بلکې د انسان په سترګه ورته نه کتل کېږي.
هغه زیاته کړې چې د ریاست لخوا د پښتنو وژنې، بېدرکه کول، او پر هغوی د ظلم دوامداره پالیسۍ د ریاست اصلي کړنې دي.
منظور پښتین په خپلو تازه څرګندونه کې ویلي چې په سوات کې د مرګ له خولې څخه د ماشومانو، ښځو او سړو چیغې دولت ولیدې؛ خو د ژغورنې هېڅ هڅه یې ونه کړه.
همداراز یې د لکي مروت پېښه یاده کړه چې پکې د پاکستاني پوځ لخوا ۱۶ بېګناه کسان په ډرون برید کې ووژل شول.
هغه د کوټې د مصور خان یادونه هم کړې، چې شپږ میاشتې مخکې لادرکه او اوس یې مړی موندل شوی دی او دا پېښه د ریاست بېپروايي ښيي.
منظور پښتین ادعا کړې چې پنجاب د پښتنو او بلوڅو وسایل لوټي او هغوی د څو پارلماني څوکیو په لالچ کې سره وېشي.