دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 622

کندز کې ځانمرګی برید؛د پوهنتون استاد شهاب الدین سالارزی هم په وژل شویو کسانو کې دی

د کندز پوهنتون استاد شهاب سالارزی د کندز ښار د کابل بانک مخې ته په ځانمرګي برید کې وژل شوی دی.

ځایي طالب چارواکو د برید د قربانیانو شمېر پنځه تنه اعلان کړی دی.

د وژل شویو کسانو په ډله کې د طالبانو غړي هم شامل دي.

په ورته وخت کې ځایي سرچینې وایي، چې په دې برید کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

حامد کرزی:په کندز کې ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندم

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي کندز کې د کابل بانک مخې ته د نن ورځې چاودنه په کلکو ټکو غندلې ده.

ښاغلي کرزي دغه پېښه د انساني او اسلامي موازینو خلاف عمل بللی دی.

هغه د پېښې قربانیانو ته د جنت، د کورنیو غړو ته صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا دعا کړې ده.

د یادونې ده چې په دې چاودنه کې ځایي طالب چارواکو د ۵ تنو د وژل کېدو او ۷ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

د افغانستان د ملي یووالي پر ضد روانه رواني جګړه

0

لیکوال: احمدشاه انګار
افغانستان، لکه د نړۍ هر بل هېواد، یو پېچلی تاریخ لري، خو په وروستیو کې، د دې خاورې زخمونه نه‌ یوازې نه ‌دي رغیدلي، بلکې قصداً د وېشلو وسیله ګرځول شوي دي. په ټولنیزو رسنیو کې یوه منظم تبلیغاتي کمپاین روان دی چې موخه یې د افغانانو ترمنځ ملي نفاق خپرول، د طالبانو او ISI پر وړاندې د خلکو پام اړول، او د افغانانو د ملي مبارزې مخنیوی دی.

دا تبلیغات، چې د ISI لخوا تنظیمېږي، له څو لارو سرته رسېږي. ځینې د کویټې هزاره‌ګان، چې له ISI سره همکاري لري، د پاکستاني پښتنو ځینې کړۍ لکه نجیبه فیض، او یوه ډله چې د «۳۰۰ ډالري ډلې» په نوم یادیږي او له حقاني شبکې سره نېغ‌ په‌ نېغه اړیکې لري، د دې تبلیغاتو مهم عناصر دي. د دوی اصلي هدف دا دی چې د تاریخ زخمونه راوسپړي، افغانان یو د بل پر ضد راوپاروي، او د ملي یووالي مخه ونیسي.

یو له هغو ستراتیژیو چې د دې تبلیغاتي جګړې برخه ده، د پخوانیو سیاسي جنجالونو څخه ناوړه ګټه اخیستل دي. ځینې هڅه کوي چې یو ځانګړی قوم، ژبه یا ولایت، چې د افغان ناسیونالیزم ستن بلل کېږي، د ټولو ستونزو مسؤل وګڼي. د بېلګې په توګه، دوی د امیر عبدالرحمن خان او اوسني وضعیت ترمنځ ناسمه پرتله کوي، ترڅو جعلي روایتونه جوړ کړي او افغانان په یو نه‌ ختمېدونکي شخړه کې ښکېل کړي.

له بله اړخه، ځینې ډلې بیا د افشار د عام‌وژنې پېښه داسې تحریفوي چې د یو خاص قوم پر ضد احساسات راوپاروي، سره له دې چې دا پېښه نیابتي ځواکونو ترسره کړې وه، نه د یوې ځانګړې قومې ډلې لخوا. حتا کله چې د ISI او حقاني شبکې جنایتونه رسوا شي، دا تبلیغاتي ډلې هڅه کوي چې موضوع په یوه پراخ تاریخي چوکاټ کې داسې بیا تعریف کړي، ترڅو د خلکو ذهنونه منحرف کړي.

دا یوه ښکاره رواني جګړه ده، چې د افغانانو د ملي هویت د ویجاړولو لپاره جوړه شوې ده. د دې دسیسې پر ضد مبارزه هوښیاري او ملي وحدت ته اړتیا لري؛ هر افغان باید پوه شي چې دا تبلیغات له کومه ځایه هدایت کېږي او کوم هدفونه لري.

فاشیزم او قومي برتري؛ د افغانستان لپاره یو ګواښ

د دې رواني جګړې یو له خطرناکو پایلو څخه، د فاشیزم، قومي برتري، د قومونو او ولایتونو ترمنځ د کرکې، او د ځانګړو ژبو پر ضد د تعصب پراخېدل دي. په وروستیو کې دا ډول نظریات په ټولنیزو رسنیو کې ډېر شوي دي.

هغه کسان او ډلې چې دا مفکورې ترویج کوي، ځانونه د روڼ‌ آندو په توګه معرفي کوي، خو په حقیقت کې، دوی د افغانانو ترمنځ د نفاق او دښمنۍ تخم شیندي.

دا ډول تفکر، چې پر کرکه، برتري‌ غوښتنه، تعصب، او فاشیزم ولاړ دی، د یو ویروس په څېر په ځانګړې توګه د افغان ځوانانو ترمنځ خپرېږي. که دا لړۍ دوام ومومي، نو افغانستان ته به ویجاړونکي پایلې ولري.

د تاریخ تجربې ښودلې چې دا ډول فکرونه بالاخره د نسل‌ وژنې او قومي پاکولو لامل کېږي، لکه څنګه چې په رواندا، سربیا، او حتا د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال ولیدل شول.

قومي برتري‌ غوښتنه د طالبانو د واکمنۍ له ناوړه پایلو څخه یوه ده. دا ډله، نه ‌یوازې دا چې د خپلو انحصاري سیاستونو له لارې قومي نفاق ته لمن وهي، بلکې د دې ډول افراطي فکرونو د ودې زمینه هم برابروي.

په داسې شرایطو کې، د هر افغان ملي مسؤلیت دی چې د دې خطرناکو تبلیغاتو پر وړاندې ودریږي، ځکه که دا کرکه خپره شي، نو زیان یې عام افغانان ویني.

د رواني جګړې او قومي برترۍ غوښتنې پر وړاندې حل لارې

۱. د تبلیغاتي جګړې افشا کول: افغانان باید د رواني جګړې له تکتیکونو خبر شي او وپوهېږي چې څنګه دښمنان د تاریخي اختلافاتو څخه د نفاق لپاره ګټه اخلي. عامه پوهاوی د دې دسیسو پر وړاندې لومړنی ګام دی.

۲. د ملي هویت پیاوړی کول: د افغانانو ملي هویت باید د ټولو قومونو پر یووالي او ګډ ژوند ولاړ وي. هر هغه هڅه چې تاریخ تحریفوي او د تېر وخت زخمونه د نفرت د خورولو لپاره کاروي، باید رد شي.

۳. د تفرقه‌ اچونکو حذفول: تر ټولو مؤثره لار دا ده چې هغه کسان چې نفرت ‌پراخوي، له عامه بحثونو وویستل شي او منزوي شي. داسې کسانو ته باید اجازه ور نه‌ کړل شي چې د ټولنیزو رسنیو له لارې د خلکو ذهنونه مسموم کړي.

۴. د قومي برتري‌ غوښتنې او فاشیزم پر ضد مبارزه: قومي برتري‌ غوښتنه د افغانستان لپاره یو زهرجن خطر دی. هر ډول تفکر چې یو قوم، ژبه، یا ولایت پر نورو غوره بولي، باید جدي رد شي.

۵. د ګډ دښمن پر ضد تمرکز: طالبان او ISI د افغانستان اصلي دښمنان دي. افغانان باید پر داخلي شخړو د تمرکز پر ځای، خپل پام د پاکستاني اشغال او ترهګرو ډلو پر ضد مبارزې ته واړوي.

پایله

افغانستان د خپل تاریخ‌ په یو حساس پړاو کې دی. د دې هېواد دښمنان هڅه کوي چې د افغانانو پاملرنه د اصلي دښمن څخه واړوي او د تاریخ له زخمونو څخه د نفاق وسیله جوړه کړي.
خو د افغانستان راتلونکی یوازې د یووالي، پوهې، او د دې تبلیغاتي جګړې پر وړاندې د مقاومت له لارې تضمین کېدای شي. افغانان باید هوښیار واوسي، د قومي برتري‌ غوښتنې او تفرقه ‌اچونکو تبلیغاتو په دام کې ونه لویږي، او پر ځای یې د یو واحد، متحد، او روښانه راتلونکي لپاره کار وکړي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

انتونیو ګوترېش:د اسراییلو او حماس ترمنځ زیاتېدونکې ترینګلتیا به دا ځل لویه تراژیدي رامنځته کړي

0

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش د حماس او اسراییلو ترمنځ د بیا زیاتېدونکو ترینګلتیاوو او د اوربند د لغوه کېدو د احتمال په اړه، له حماس څخه وغوښتل چې د مخکې ټاکل شوې برنامې له مخې دې اسراییلي برمته کسان خوشې کړي.

ښاغلي ګوترېش پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: «باید په هر قیمت مخنیوی وشي چې جګړه بېرته غزې ته وګرځي، که نه نو موږ به له یوې سترې تراژیدۍ سره مخ شو.»

وروسته له هغه چې حماس اعلان وکړ چې د برمته شویو کسانو د خوشې کولو بهیر ځنډوي، ډونالډ ټرمپ د شنبې ورځ د ټولو اسراییلي برمته شویو کسانو د خوشې کېدو لپاره وروستۍ نېټه وټاکله.

ډان ورځپاڼه:د پاکستان پوځ شمالي وزیرستان کې درې افغانان د ترهګریزو بریدونو په تور وژلي

د پاکستان ډان ورځپاڼي لیکلي، چې پاکستاني پوځ د شمالي وزیرستان د میرانشاه په ټاپي سیمه کې د ترهګریزو بریدونو په تور درې افغانان وژلي.

ډان ورځپاڼې ویلي، چې یاد کسان د ټي‌تي‌پي پر پټنځایونو د عملیاتو پر مهال وژل شوي.

پاکستاني رسنیو د یادو کسانو نومونه ضرار افغان، نقیب الله افغان او سرکش افغان یاد کړي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کندز د طالبانو امنیه قومنداني:د کابل بانک مخته برید ځانمرګي بریدګر کړی

د کندز په ښار کې د کابل بانک مخې ته د یو ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

د کندز د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار ویلي، ځانمرګی بریدګر د کابل بانک ترڅنګ ځانته چاودنه ورکړې ده.

ځايي سرچینې د وژل شویو کسانو شمېر د طالبانو تر ورکړل شوو شمېرو ډېر، شاوخوا ۱۷ تنه ښيي.

په پېښه کې د بانک دوه ساتونکي هم وژل شوي، او ډېری قربانیان د طالبانو غړي دي چې د معاش اخیستلو لپاره بانک ته تللي وو.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

عبدالسلام ضعیف:که ټرمپ غواړي منځنی ختیځ امن کړي؛ نو اسرائیل دې له دغې سیمې وباسي

په اسلام آباد کې د طالبانو حکومت پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وايي،د فلسطینیانو بې ځایه کول د منځني ختیځ د امن کولو لپاره حل لاره نه ده.

نوموړي زیاته کړې، که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ریښتیا غواړي، چې په منځني ختیځ کې امن راشي؛ نو له منځني ختیځ دې د سرطان دانه «اسرائیل» لري کړي.

د ضعیف په خبره، اسرائیل په دغه سیمه کې له خلکو سره نه مذهبي، نه ژبني او نه هم کلتوري اړیکې لري.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ ویلي، فلسطینیان باید له غزې ووځي.

کندز؛د کابل بانک مخې ته چاودنه شوې

کندز کې د کابل بانک مخې ته چاودنه شوې.

راپورونه وایي، چاودنه پر هغو کسانو شوې چې د بانک مخ ته د معاشونو اخیستلو لپاره راټول شوي وو.

کندز کې د طالبانو امنیه قومنداني هم دا پېښه تائید کړې؛ خو د تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

امریکا؛د جرمونو نړیوالې محکمې پر یو څارنوال کریم خان بندیزونه ولګول

0

رویټرز د سپینې ماڼۍ د چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې امریکا د نړیوالې جزایې محکمې پر یو څارنوال کریم خان د سفر او اقتصادي بندیزونه لګولي دي.

سرچینې ویلي، امریکا ته د کریم خان او د هغه د کورنۍ په ورتګ بندیز لګېدلی او په دغه هېواد کې د نوموړي بانکي حسابونه هم ظبط شوي دي.

سپینې ماڼۍ د کریم خان له لوري پر امریکا او اسرائیل لګېدلي تورونه بې اساسه بللي.

تر دې وړاندې بیا د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي، چې د امریکا بندیزونه پر دوی کوم فشار نشي راوړی او هیڅوک له قانون پورته نه دي.

ګواتمالا؛د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله ۵۱ کسان وژل شوي

0

نړیوالې رسنۍ وایي، چې د ګواتمالا په پلازمېنه کې د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۵۱ کسان مړه شوي دي.

د دې هېواد ولسمشر برناردو آروالو د پېښې په غبرګون کې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی.

د دغه هېواد د اور وژنې ډلې ویاند ویلي، ۳۶ د نارینه وو او ۱۵ د ښځینه وو جسدونه روغتون ته لېږدول شوي دي.

بس د پلازمېنې پر لور په حرکت کې و چې د یوه لوړ پل څخه ژورې ته ولوېد.