دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 623

کندز؛د کابل بانک مخې ته چاودنه شوې

کندز کې د کابل بانک مخې ته چاودنه شوې.

راپورونه وایي، چاودنه پر هغو کسانو شوې چې د بانک مخ ته د معاشونو اخیستلو لپاره راټول شوي وو.

کندز کې د طالبانو امنیه قومنداني هم دا پېښه تائید کړې؛ خو د تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

امریکا؛د جرمونو نړیوالې محکمې پر یو څارنوال کریم خان بندیزونه ولګول

0

رویټرز د سپینې ماڼۍ د چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې امریکا د نړیوالې جزایې محکمې پر یو څارنوال کریم خان د سفر او اقتصادي بندیزونه لګولي دي.

سرچینې ویلي، امریکا ته د کریم خان او د هغه د کورنۍ په ورتګ بندیز لګېدلی او په دغه هېواد کې د نوموړي بانکي حسابونه هم ظبط شوي دي.

سپینې ماڼۍ د کریم خان له لوري پر امریکا او اسرائیل لګېدلي تورونه بې اساسه بللي.

تر دې وړاندې بیا د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي، چې د امریکا بندیزونه پر دوی کوم فشار نشي راوړی او هیڅوک له قانون پورته نه دي.

ګواتمالا؛د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله ۵۱ کسان وژل شوي

0

نړیوالې رسنۍ وایي، چې د ګواتمالا په پلازمېنه کې د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۵۱ کسان مړه شوي دي.

د دې هېواد ولسمشر برناردو آروالو د پېښې په غبرګون کې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی.

د دغه هېواد د اور وژنې ډلې ویاند ویلي، ۳۶ د نارینه وو او ۱۵ د ښځینه وو جسدونه روغتون ته لېږدول شوي دي.

بس د پلازمېنې پر لور په حرکت کې و چې د یوه لوړ پل څخه ژورې ته ولوېد.

ډونالډ ټرمپ؛د چین له ولسمشر سره ټلیفوني خبرې کړې

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

ډونالډ ټرمپ د فاکس نیوز له شبکې سره په خبرو کې تایید کړې چې د چین له ولسمشر سره یې خبرې کړې دي.

ټرمپ د دغو ټلیفوني خبرو جزییات یې نه دي وړاندې کړي.

بلخوا، سپینې ماڼۍ تېره اوونۍ اعلان کړی و چې ټرمپ به د تعرفو او نورو مسایلو په اړه د چین له ولسمشر سره ټلیفوني اړیکه ونیسي.

ډونالډ ټرمپ:که حماس اسراییلي بندیان خوشې نه کړي، د اوربند د لغوه کېدو وړاندیز به وکړم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر حماس غږ کړی چې د شنبې تر ماښام دې اسراييلي بندیان خوشې کړي.

ټرمپ ګواښ کړی که حماس دا کار ونه کړي، د غزې اوربند د لغوه کېدو وړاندیز به وکړي.

حماس د اسراييلي بندیانو د خوشې کولو لړۍ ځنډولې ده.

د حماس په وینا، اسراييل په غزه کې د اوربند هوکړه نقض کړې ده.

منیر اکرم:د داعش اصلي مرکز پاکستان نه؛ بلکې افغانستان دی

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر منیر اکرم د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، چې د داعش خراسان د جنګیالیو اصلي مرکز افغانستان دی، نه پاکستان.

منیر اکرم ټینګار کړی چې پاکستان له داعش، تحریک طالبان او بلوڅ ازادي غوښتونکو سره جدي مبارزه کړې ده.

نوموړي ویلي، پاکستان د څلوېښت کلونو راهیسې له تروریزم سره مبارزه کوي او درانه اقتصادي زیانونه یې ګاللي دي.

اکرم دغه راز ویلي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ تروریستي ډلې فعالې دي.

په ورته وخت کې د امنیت شورا په غونډه کې د امریکا استازي ویلي، چې داعش خراسان په افغانستان او پاکستان کې د نړیوال امنیت لپاره خطر دی.

واسیلي نیبنزیا:مسکو ډېر مخکې ویلي چې USAID د سخت دریځو ملاتړ کوي او اوس ټولو ته ثابته شوه

0

د ملګرو ملتونو لپاره د روسیې دایمي استازی واسیلي نیبنزیا وایي، مسکو له ډېر وخت راهیسې ویلي چې USAID په ټوله نړۍ کې له سخت‌دریځو ملاتړ کوي.

نیبنزیا ویلي، چې هغه وخت دا خبره د “روسي تبلیغاتو” په توګه رد شوې وه.

نوموړي زیاته کړې، چې اوس ټولو ته ثابته شوه چې هر څه رېښتیا وو.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې ایلن ماسک دا اداره د سخت دریځو د ملاتړ او د جرمونو لپاره د لارو چارو پر برابرولو تورنه کړې وه.

فراه؛ابوناصر بندر کې د سړک غاړې ماین چاودنې دوه تنه وژلي

د فراه ولایت په ابو ناصر بندر کې، د ایران پولې ته نږدې، د یوې چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د فراه ولایت سیمه‌ییزو طالب چارواکو تایید کړې چې وژل شوي کسان د تفریح لپاره په سفر بوخت وو، کله چې د سړک غاړې ماین وچاودید.

تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

ازبکستان؛له افغانستان سره پر پوله د نشه‌یي توکو د کشف خبر ورکړی

د ازبکستان ملي امنیت خدمت د افغانستان څخه ۶۰۰ کیلو او ۱۲ ګرامه نشه یي توکو د کشف خبر ورکړی دی.

ازبکستاني رسنیو د ازبکستان د ملي امنیت خدمت د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د افغانستان سره په سرحد کې د سرخندریا ګمرک کې سلګونه کیلوګرامه چرس کشف شوي دي.

رسنۍ زیاتوي، چې قاچاقچیانو هڅه کړې وه چې دغه توکي د جاروګانو په موټر کې پټ او ازبکستان ته ولېږدوي.

رسنیو دغه راز ویلي، چې د کشف شوو موادو ارزښت په تور بازار کې ۱۶.۵ میلیون ډالر اټکل شوی دی.

خالد پښتون: ملاهبة الله نشته، او تردې مهاله یې هویت ندی ثابت شوی

د ولسي جرګې پخوانی غړی خالد پښتون د سعید شینواري سره په خبرو کې ویلي چې ملاهبة الله شتون نه لري.

ښاغلی پښتون وایي، د هبة الله هویت تردې مهاله ندی ثابت، او په ۲۱مه پیړۍ کې هیڅ واکمن د خلکو پټ نه شي پاتې کیدای.