دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 621

حلیم فدایي:طالبان د افغانستان د امنیت دعوه کوي؛ خو د کندز پېښې د دوی دروغ ثابت کړل

د پکتیا پخواني والي محمد حلیم فدایي د کندز د نننۍ پیښې په تړاو ویلي، طالبانو همیش د سرتاسري امنیت ټینګېدو دعوه کړې؛ خو دا ځل یې بیا ترې لار غلطه کړې.

ښاغلي فدایي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، په افغانستان کې د وسله والو ډلو انتحار او انفجار که څه هم طالبان نه مني؛ خو داسې پیښې د دوی دروغ ثابتوي او په وینا یې که قانع کولو ته مجبور شي د خپلو سرتیرو د مرګ ژوبلو شمیر بیخي کم ښایي.

هغه طالبانو ته ویلي:« ترڅو ولسي همدردي راجلب نکړئ ولس پوهېږي چې د دې ټولو بدبختیو سبب ستاسو انحصاري، استبدادي، حذف، افراطیت دیکتاوري او بې عدالتي ده.»

د طالبانو حکومت منیر اکرم ته:افغانستان کې ترهګرې ډلې نشته، خپلې کورنۍ کشالې پرموږ مه تپئ

د طالبانو حکومت په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې ترهګرې ډلې افغانستان کې پټنځایونه لري.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دوی له واکمنېدو وروسته ټولې ترهګرې ډلې ختمې شوې او که افغانستان کې کومه امنیتي پېښه شوې وي؛ نو له پولې پورې غاړې څخه سرچینه اخلي.

اعلامیه کې سره له دې، چې د کوم هېواد نوم نه دی اخیستل شوی؛ خو ویل شوي چې یو شمېر هېوادونه د خپلو کورنیو ستونزو ملامتي پر دوی ور اچوي.

د طالبانو ریاست الوزرا:د کندز برید د اسلام او بشر دوښمنانو کړی

د طالبانو حکومت رئیس الوزرا کندز کې د ننني ځانمرګي برید له کبله د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کړی.

د ریاست الوزرا څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا برید د اسلام او بشر دوښمنانو له لوري شوی.

خبرپاڼه کې په هېواد کې د سولې او امن غوښتنه شوې.

فضل هادي مسلمیار:د کندز پیښه په کلکو ټکو غندم

د مشرانو جرګې پخواني مشر فضل هادي مسلمیار د کندز پیښه یو غیرې انساني عمل بللی.

هغه په خپله ایکس پاڼه لیکلي:«زه دا پیښه په کلکو ټکو غندم او دا نه بخښونکی عمل دی.»

هغه دغه راز وژل شویو ته د مغفرت دعا کړې او کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي.

ریچارډ بینېټ:د جرمونو نړیوالې محکمې کمزوري کول به د قربانیانو د عدالت غوښتنې تر پښو لاندې کړي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ ویلي چې د جرمونو نړیواله محکمه په افغانستان کې مهم رول لري.

شاغلي بېنټ ویلي، دا محکمه د جنایتکارانو محاکمه کولو او عدالت تامینولو لپاره اساسي اهمیت لري.

هغه خبرداری ورکړی چې د دغه بنسټ کمزوري کول به د قربانیانو د عدالت غوښتنې تر پښو لاندې کړي.

امریکا د جرمونو نړیواله محکمه د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د نیولو امر له امله تحریم کړې ده.

د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان څو میاشتې وړاندې د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده او د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو غوښتنه کړې وه.

عبدالله عبدالله:کندز کې د کابل بانک مخې ته ځانمرګی برید غندم

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د کندز پر پېښه خواشیني څرکنده کړې.

هغه ویلي: «په ډېرې خواشینۍ سره چې په کندز ولایت کې د کابل بانک مخې ته په یوې چاودنه کې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپيان شوي دي.»

هغه زیاته کړې، چې دا برید غندي او د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وایي.

له طالب چارواکو د «جنرال» مبین پوښتنه:په کندز کې امنیتي مسولین څنګه او چا ټاکلي؟

د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومندانۍ پخوانی ویاند «جنرال» مبین د کندز د ځانمرګي برید په اړه ویلي، چې دا د امنیتي مسؤلینو وظیفوي غفلت دی او باید پوښتنه ترې وشي.

«جنرال» مبین ویلي، هغه چارواکي چې د امنیت مسؤلیت لري، باید راکش او د پېښې په اړه پوښتنې ترې وشي.

هغه دغه راز ویلي:« دا کسان څنګه او چا ګمارلي دي. بس لازمي به د کوم چارواکي پکې لاس وي، مکوئ کنه نور بس دی، د خدای لپاره په دومره لوی ظلم نن به د کندوز په دردیدلو کورنیو څه تیریږي.»

کندز کې ځانمرګی برید؛د پوهنتون استاد شهاب الدین سالارزی هم په وژل شویو کسانو کې دی

د کندز پوهنتون استاد شهاب سالارزی د کندز ښار د کابل بانک مخې ته په ځانمرګي برید کې وژل شوی دی.

ځایي طالب چارواکو د برید د قربانیانو شمېر پنځه تنه اعلان کړی دی.

د وژل شویو کسانو په ډله کې د طالبانو غړي هم شامل دي.

په ورته وخت کې ځایي سرچینې وایي، چې په دې برید کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

حامد کرزی:په کندز کې ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندم

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي کندز کې د کابل بانک مخې ته د نن ورځې چاودنه په کلکو ټکو غندلې ده.

ښاغلي کرزي دغه پېښه د انساني او اسلامي موازینو خلاف عمل بللی دی.

هغه د پېښې قربانیانو ته د جنت، د کورنیو غړو ته صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا دعا کړې ده.

د یادونې ده چې په دې چاودنه کې ځایي طالب چارواکو د ۵ تنو د وژل کېدو او ۷ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

د افغانستان د ملي یووالي پر ضد روانه رواني جګړه

0

لیکوال: احمدشاه انګار
افغانستان، لکه د نړۍ هر بل هېواد، یو پېچلی تاریخ لري، خو په وروستیو کې، د دې خاورې زخمونه نه‌ یوازې نه ‌دي رغیدلي، بلکې قصداً د وېشلو وسیله ګرځول شوي دي. په ټولنیزو رسنیو کې یوه منظم تبلیغاتي کمپاین روان دی چې موخه یې د افغانانو ترمنځ ملي نفاق خپرول، د طالبانو او ISI پر وړاندې د خلکو پام اړول، او د افغانانو د ملي مبارزې مخنیوی دی.

دا تبلیغات، چې د ISI لخوا تنظیمېږي، له څو لارو سرته رسېږي. ځینې د کویټې هزاره‌ګان، چې له ISI سره همکاري لري، د پاکستاني پښتنو ځینې کړۍ لکه نجیبه فیض، او یوه ډله چې د «۳۰۰ ډالري ډلې» په نوم یادیږي او له حقاني شبکې سره نېغ‌ په‌ نېغه اړیکې لري، د دې تبلیغاتو مهم عناصر دي. د دوی اصلي هدف دا دی چې د تاریخ زخمونه راوسپړي، افغانان یو د بل پر ضد راوپاروي، او د ملي یووالي مخه ونیسي.

یو له هغو ستراتیژیو چې د دې تبلیغاتي جګړې برخه ده، د پخوانیو سیاسي جنجالونو څخه ناوړه ګټه اخیستل دي. ځینې هڅه کوي چې یو ځانګړی قوم، ژبه یا ولایت، چې د افغان ناسیونالیزم ستن بلل کېږي، د ټولو ستونزو مسؤل وګڼي. د بېلګې په توګه، دوی د امیر عبدالرحمن خان او اوسني وضعیت ترمنځ ناسمه پرتله کوي، ترڅو جعلي روایتونه جوړ کړي او افغانان په یو نه‌ ختمېدونکي شخړه کې ښکېل کړي.

له بله اړخه، ځینې ډلې بیا د افشار د عام‌وژنې پېښه داسې تحریفوي چې د یو خاص قوم پر ضد احساسات راوپاروي، سره له دې چې دا پېښه نیابتي ځواکونو ترسره کړې وه، نه د یوې ځانګړې قومې ډلې لخوا. حتا کله چې د ISI او حقاني شبکې جنایتونه رسوا شي، دا تبلیغاتي ډلې هڅه کوي چې موضوع په یوه پراخ تاریخي چوکاټ کې داسې بیا تعریف کړي، ترڅو د خلکو ذهنونه منحرف کړي.

دا یوه ښکاره رواني جګړه ده، چې د افغانانو د ملي هویت د ویجاړولو لپاره جوړه شوې ده. د دې دسیسې پر ضد مبارزه هوښیاري او ملي وحدت ته اړتیا لري؛ هر افغان باید پوه شي چې دا تبلیغات له کومه ځایه هدایت کېږي او کوم هدفونه لري.

فاشیزم او قومي برتري؛ د افغانستان لپاره یو ګواښ

د دې رواني جګړې یو له خطرناکو پایلو څخه، د فاشیزم، قومي برتري، د قومونو او ولایتونو ترمنځ د کرکې، او د ځانګړو ژبو پر ضد د تعصب پراخېدل دي. په وروستیو کې دا ډول نظریات په ټولنیزو رسنیو کې ډېر شوي دي.

هغه کسان او ډلې چې دا مفکورې ترویج کوي، ځانونه د روڼ‌ آندو په توګه معرفي کوي، خو په حقیقت کې، دوی د افغانانو ترمنځ د نفاق او دښمنۍ تخم شیندي.

دا ډول تفکر، چې پر کرکه، برتري‌ غوښتنه، تعصب، او فاشیزم ولاړ دی، د یو ویروس په څېر په ځانګړې توګه د افغان ځوانانو ترمنځ خپرېږي. که دا لړۍ دوام ومومي، نو افغانستان ته به ویجاړونکي پایلې ولري.

د تاریخ تجربې ښودلې چې دا ډول فکرونه بالاخره د نسل‌ وژنې او قومي پاکولو لامل کېږي، لکه څنګه چې په رواندا، سربیا، او حتا د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال ولیدل شول.

قومي برتري‌ غوښتنه د طالبانو د واکمنۍ له ناوړه پایلو څخه یوه ده. دا ډله، نه ‌یوازې دا چې د خپلو انحصاري سیاستونو له لارې قومي نفاق ته لمن وهي، بلکې د دې ډول افراطي فکرونو د ودې زمینه هم برابروي.

په داسې شرایطو کې، د هر افغان ملي مسؤلیت دی چې د دې خطرناکو تبلیغاتو پر وړاندې ودریږي، ځکه که دا کرکه خپره شي، نو زیان یې عام افغانان ویني.

د رواني جګړې او قومي برترۍ غوښتنې پر وړاندې حل لارې

۱. د تبلیغاتي جګړې افشا کول: افغانان باید د رواني جګړې له تکتیکونو خبر شي او وپوهېږي چې څنګه دښمنان د تاریخي اختلافاتو څخه د نفاق لپاره ګټه اخلي. عامه پوهاوی د دې دسیسو پر وړاندې لومړنی ګام دی.

۲. د ملي هویت پیاوړی کول: د افغانانو ملي هویت باید د ټولو قومونو پر یووالي او ګډ ژوند ولاړ وي. هر هغه هڅه چې تاریخ تحریفوي او د تېر وخت زخمونه د نفرت د خورولو لپاره کاروي، باید رد شي.

۳. د تفرقه‌ اچونکو حذفول: تر ټولو مؤثره لار دا ده چې هغه کسان چې نفرت ‌پراخوي، له عامه بحثونو وویستل شي او منزوي شي. داسې کسانو ته باید اجازه ور نه‌ کړل شي چې د ټولنیزو رسنیو له لارې د خلکو ذهنونه مسموم کړي.

۴. د قومي برتري‌ غوښتنې او فاشیزم پر ضد مبارزه: قومي برتري‌ غوښتنه د افغانستان لپاره یو زهرجن خطر دی. هر ډول تفکر چې یو قوم، ژبه، یا ولایت پر نورو غوره بولي، باید جدي رد شي.

۵. د ګډ دښمن پر ضد تمرکز: طالبان او ISI د افغانستان اصلي دښمنان دي. افغانان باید پر داخلي شخړو د تمرکز پر ځای، خپل پام د پاکستاني اشغال او ترهګرو ډلو پر ضد مبارزې ته واړوي.

پایله

افغانستان د خپل تاریخ‌ په یو حساس پړاو کې دی. د دې هېواد دښمنان هڅه کوي چې د افغانانو پاملرنه د اصلي دښمن څخه واړوي او د تاریخ له زخمونو څخه د نفاق وسیله جوړه کړي.
خو د افغانستان راتلونکی یوازې د یووالي، پوهې، او د دې تبلیغاتي جګړې پر وړاندې د مقاومت له لارې تضمین کېدای شي. افغانان باید هوښیار واوسي، د قومي برتري‌ غوښتنې او تفرقه ‌اچونکو تبلیغاتو په دام کې ونه لویږي، او پر ځای یې د یو واحد، متحد، او روښانه راتلونکي لپاره کار وکړي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.