پنجشنبه, اپریل 30, 2026
Home Blog Page 617

د طالبانو حکومت د کلیو او پراختیا وزارت:نن د واخان سړک د دویم فاز د چارو تړون لاسلیک کېږي

ټاکل شوې چې نن د واخان سړک د دویم فاز د چارو تړون لاسلیک شي.

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت پر اېکس پاڼه د دغه خبر پخلی کړی.

د دغې لارې د جوړولو چارې، چې بدخشان د چین له یارکند سیمې سره نښلوي د ۵۰ کیلومټره په اوږدوالي سره تېر کال د کوچني پامیر له بزای ګُنبد سیمې پیل شوې دي.

د طالبانو حکومت امنیتي ادارې:هغه غل مو ونیوه چې له بهر څخه راستنېدونکي کسان به یې له هوایي ډګر څخه تر وتلو وروسته لوټل

د طالبانو حکومت امنیتي ادارې وایي، هغه غل یې نیولی، چې له بهر څخه افغانستان ته ستنېدونکي کسان به یې د کابل نړیوال هوایي ډګر څخه تر وتلو وروسته لوټل.

دغه کس قاري احمد ولد عبدالحنان نومیږي او له یادو کسانو څخه به یې د طالب استخباراتو په نوم قیمتي توکي او نغدې پیسې اخیستلې.

امنیتي ادارو یوې اعلامیې کې ویلي چې قاري احمد ګڼو کسانو پسې کور ته هم ورغلی و.

سرچینې:د کندوز-خان‌اباد په لویه لاره د طالب سرتېرو او نامعلومو وسلوالو ترمنځ نښته شوې

یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې تېره ورځ ماښام شاوخوا ۷:۳۰ بجې د کندوز-خان‌اباد په لویه لاره د طالب سرتېرو او نامعلومو وسلوالو ترمنځ نښته رامنځته شوې.

د سرچینو په وینا، دا نښته هغه وخت پیل شوه کله چې نامعلومو وسلوالو د طالبانو پر یوه پوسته د خواجه پسته په سیمه کې برید وکړ، چې تر یوه وخته یې دوام درلود.

د دغې پېښې د تلفاتو د کره شمېرې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو حکومت هم تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د روسیې راشاټوډي دولتي خبري شبکه:آلمان هڅه کوي چې د اوکراین جګړې ته افغانان ولېږي

د روسیې راشاټوډي دولتي خبري شبکې راپور ورکړی چې آلمان هڅه کوي افغان کډوال اوکراین ته ولېږي ترڅو د اوکرایني ځواکونو ترڅنګ د روسیې پر ضد وجنګېږي.

دې رسنۍ د یوه باوري سرچیني له قوله لیکلي چې آلمان غواړي دا کډوال د اوکراین د نړیوال دفاعي لېژیون سره یوځای شي.

د اوکراین نړیوال دفاعي لېژیون د بهرنیو رضاکارانو څخه جوړ شوی دی.

راشاټوډي همداراز لیکلي چې د آلمان یو شمېر امنیتي کارپوهان د افغان کډوالو د جګړې ته استولو سخت مخالف دي.

د راپور له مخې، دا کارپوهان باور لري چې د افغان کډوالو، چې ډېری یې د سختدریځو اسلامي افکارو پیروان دي، د ناتو لخوا د چټکو نظامي روزنیزو کورسونو سره یوځای کول، د آلمان لپاره احتمالي ترهګریز ګواښونه زیاتوي.

تر اوسه د روسیې، اوکراین او آلمان چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

بلوڅ ازادي غوښتونکو؛د برمته شویو کسانو له ډلې پنځوس تنه وژلي

0

بلوڅ ازادي غوښتونکو یوه اعلامیه کې ویلي، چې د برمته شویو کسانو له ډلې یې پنځوس تنه وژلي.

اعلامیه کې راغلي، چې دا ګام یې پر دوی د پاکستاني پوځیانو له لوري عملیاتو ته چمتوالي په غبرګون کې پورته کړی.

پاکستاني پوځ تر دې وړاندې په سیمه کې نظامي عملیاتو ته چمتووالی ښودلی وو.

د یادونې ده، چې بلوڅ ازادي غوښتونکو ډلې تېره ورځ بولان کې د پاکستان پر ایکسپریس جعفر اورګاډي برید وکړ، چې د پاکستان د پوځ، نیمه ځواک او ای ایس ای د کسانو په شمول یې سلګونه مسافر برمته کړي وه.

امریکا؛د سوریې دموکراتیک ځواک او د سوریې د نوي حکومت ترمنځ د تړون هرکلی کړی

0

د امریکا حکومت د سوریې دموکراتیک ځواک او د سوریې د نوي حکومت ترمنځ د هغه تړون هرکلی کړی، چې له مخې یې یاد ځواک په دغه حکومت کې مدغم شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې دا چاره په سوریه کې د ډلو ټپلو د مخنیوي تر ټولو غوره لاره ده.

هغه په ورته وخت کې سوریه کې د وروستیو نښتو له کبله هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

د یادونې ده، چې د امریکا له ملاتړه برخمن د سوریې دموکراتیک ځواکونو وړمه ورځ د احمد شرع په مشرۍ د سوریې له نوي حکومت سره د یو ځای کېدو تړون لاسلیک کړ.

سرګي لاوروف:د امریکا له لوري د ایران اټومي تړون په اړه شرایطو ته اندېښمن یم

0

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، د امریکا له لوري د ایران اټومي تړون په اړه شرایطو ته اندېښمن دی.

نوموړی وايي، دی په دې اړه د خبرو پلوی دی؛ خو دا خبرې باید د سیاسي شرایطو پر ځای د ملګرو ملتونو امنیت شورا په چوکاټ کې وي.

بل لورته د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې دوی تر ګواښ لاندې مذاکرات نه غواړي او امریکا دې هر هغه څه وکړي، چې له واکه یې پوره وي.

میدان وردګ؛د خپل منځي شخړې له کبله یو پلار ټپي او دوه زامن یې وژل شوي

میدان وردګ کې د خپل منځي شخړې له کبله درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دا شخړه د سید اباد ولسوالۍ د شنیز درې اړوند جنګجای سیمه کې د ځمکې پر سر رامنځته شوې، چې په پایله کې یې پلار ټپي او د هغه دوه زامن وژل وي.

دا نښته د سیمې اوسېدونکو او مېشتو کوچیانو ترمنځ رامنځته شوې ده.

څېړونکي:امریکا ته سپارل شوی شریف الله د کابل پر هوايي ډګر د شوي برید اصلي طراح نه دی

له نشه‌یي توکو سره د ایران د مبارزې کمېسیون مشر حسین ذوالفقاري ادعا کوې چې نشه‌یي توکي افغانستان کې دننه په پټ ډول تولیديږي.

نوموړي ویلي، چې اوس مهال هیروین او متامفتامین افغانستان کې په ځمکتلو کې تولیديږي.

هغه ویلي، دا یو جدي مسئله ده او مخه یې باید ونیول شي.

ذوالفقاري وایي، دوی له افغانستان سره دوه کیلو متره ګډه پوله لري او اوس مهال له یو لوري مدیریت کېږي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې تل دا ډول ادعاوې ردوي.

ایران:افغانستان کې اوس هم نشه‌یي توکي تولیديږي

له نشه‌یي توکو سره د ایران د مبارزې کمېسیون مشر حسین ذوالفقاري ادعا کوې چې نشه‌یي توکي افغانستان کې دننه په پټ ډول تولیديږي.

نوموړي ویلي، چې اوس مهال هیروین او متامفتامین افغانستان کې په ځمکتلو کې تولیديږي.

هغه ویلي، دا یو جدي مسئله ده او مخه یې باید ونیول شي.

ذوالفقاري وایي، دوی له افغانستان سره دوه کیلو متره ګډه پوله لري او اوس مهال له یو لوري مدیریت کېږي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې تل دا ډول ادعاوې ردوي.