جمعه, جون 26, 2026
Home Blog Page 616

شمالي کوریا:پر ایران د امریکا بریدونه د ملګرو ملتونو د منشور ښکار نقض دی

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا لخوا پر ایران د ترسره شویو هوایي بریدونو کلکه غندنه کړې او دا یې د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره نقض بللی دی.

دغه وزارت ویلي، چې د هېوادونو د ارضي تمامیت او ملي حاکمیت پر وړاندې د زور کارول او د هغې اړوند ګواښونه د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې دي.

دغه وزارت دغه راز ویلي چې شمالي کوریا باور لري چې اسراییل او متحده ایالاتو د سولې د ساتنې او ګواښونو د له منځه وړلو تر نامه لاندې، له فزیکي قوې کار اخیستی او د منځني ختیځ وضعیت یې لا پسې ترینګلی کړی دی.

امریکا خپلو وګړو ته:د نړۍ په هر کونج کې ځانونه خوندي کړئ

د امریکا لخوا د ایران پر درېو هستوي مرکزونو نطنز، فردو او اصفهان د یکشنبې په ورځ د بریدونو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نړیوال امنیتي خبرداری خپور کړی دی.

په دغه خبرداري کې ویل شوي چې د امریکا پر وګړو او ګټو د مظاهرو امکان شته.

خبرداري کې مریکايي وګړو ته سپارښتنه شوې، چې په ټوله نړۍ کې له ډېر احتیاط څخه کار واخلي.

ډونالډ ټرمپ:ایران کې داسې رژیم راولو، چې دغه هېواد ته بیا عظمت ور وبښي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ، د ایران د هستوي مرکزونو پر ضد د امریکا د وروستي برید او د تاوتریخوالي د زیاتوالي په غبرګون کې پوښتنه کړې، چې “ولې باید د ایران رژیم بدل نه شي؟”

هغه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي:«د رژیم بدلون اصطلاح کارول سیاسي پلوه مناسبه نه ګڼل کېږي؛ خو که اوسنی رژیم ونه شي کولای ایران ته بیا عظمت ورکړي، نو ولې باید دا بدلون و نه کړي؟»

ټرمپ زیاته کړې چې هغه به «ایران ته بیا عظمت ورکړي.»

بل لور ته، امریکايي او اروپايي دیپلوماتان چې نومونه یې نه دي افشا شوي، سی‌بی‌اس نیوز ته ویلي چې محرمانه خبرې روانې دي، څو دا وڅېړل شي چې راتلونکی رهبر به څوک وي او دا چې څنګه د ایران هستوي سایټونه، مواد او احتمالي چاپېریالي او روغتیايي اغېزې د سیمه‌ییزو متحدینو لپاره خوندي کړل شي.

امیر سعید ایرواني:تهران د نړیوالو قوانینو له مخې د خپلې دفاع بشپړ قانوني حق لري

ملګرو ملتونو کې د ایران دايمي استازي، امیر سعید ایرواني د امنیت شورا بیړنۍ غونډه کې ویلي چې تهران د نړیوالو قوانینو له مخې د خپلې دفاع بشپړ قانوني حق لري.

هغه د یکشنبې په سهار د امریکا لخوا د ایران پر سوله‌يیزو اتومي تاسیساتو بریدونه وغندل او دا یې د امریکا په سیاسي تاریخ کې یو بل شرموونکی فصل وباله.

ایرواني وویل چې ولسمشر ټرمپ د دې بدمرغه سناریو تر ټولو شرموونکی رول لوبولی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د ایران د غبرګون وخت، ډول او پراخوالی به د هېواد وسله‌وال ځواکونه وټاکي.

ایراني رسنۍ:د تهران او کرج د هوايي دفاع سیستمونه د اسراییلي ډرونونو د بریدونو پر ضد فعال شول

د ایران رسنیو راپور ورکړی چې د دوشنبې په سهار (شاوخوا ۲:۳۰ بجې) د تهران او کرج د هوايي دفاع سیستمونه د اسراییلي بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو پر وړاندې فعال شوي دي.

د راپورونو له مخې، د ایران دفاعي ځواکونو د اسراییلي ډرونونو پر وړاندې په چټک ډول غبرګون ښودلی او د هېواد په مرکزي او لوېدیځو سیمو کې د هوايي مدافعې فعالیتونه پیل شوي دي.

ایراني رسنیو د ځایي اوسېدونکو له قوله لیکلي، چې د تهران شمال‌لویدیځ په آسمان کې د دوشنبې په سهار دوه روڼ څیزونه لیدل شوي دي.

که څه هم د پېښې په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي؛ خو چارواکو ویلي چې د وضعیت کنټرول ته دوام ورکوي.

د روسیې د امنیت شورا مرستیال:ټرمپ به خپل هېواد د جګړې یو نوي پړاو ته داخل کړي

د روسیې د امنیت شورا مرستیال رئیس، دیمیتري مدودف ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ پر ایران د برید په ترسره کولو سره یوه نوې جګړه پیل کړې، چې پایله به یې د ایران د مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي د دریځ پیاوړتیا وي.

مدودف زیاته کړې، ترمپ چې د سولې له ژمنو سره واک ته ورسېد، اوس یې امریکا یوې نوې جګړې ته داخله کړې او له دې سره به هېڅکله د سولې نوبل جایزه و نه‌ګټي.

هغه ادعا کړې چې د ایران اټومي تاسیساتو ته د پام وړ زیان نه‌دی اوښتی، او خبرداری یې ورکړی چې امریکا ممکن یوې ځمکنۍ جګړې ته وکاږي.

د رویټرز د راپور له مخې، مدودف یو ځل بیا ټینګار کړی، چې واشنګټن باید د مستقیمې جګړې له خطره ځان وژغوري.

امریکایي او اسراییلي چارواکي رویټرز ته:فردو اتومي تاسیسات د امریکا په بمبارۍ کې له منځه نه دي تللي

د امریکا او اسراییلو چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي، چې د ایران د فردو اتومي تاسیسات د امریکا په بمبارۍ کې سخت زیانمن شوي؛ خو له منځه نه دي تللي.

دا خبره له هغو څرګندونو سره توپیر لري چې ولسمشر ټرمپ د برید وروسته کړې وې او ویلي یې و چې «تاسیسات په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.»

د اسراییلو دوه لوړپوړو چارواکو ویلي، چې د فردو ځینې تجهیزات ښايي مخکې له برید نه بل ځای ته انتقال شوي وي.

یو امریکایي چارواکي هم منلې چې فردو تاسیسات لا نه دي ړنګ شوي؛ خو زیاته کړې یې ده چې د شدید زیان له امله «له فعال حالته وتلي» دي.

زلمی خلیلزاد:پر ایران برید بریالی وو؛ خو اوس باید اوربند وشي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې په ایران د شوې حملې موخه د دغه هېواد اتومي وړتیاوو کمول و او دا برید بریالی و.

هغه وړاندیز کړی چې د اوږدې جګړې د مخنیوي لپاره باید یو هر اړخیز اوربند، رامنځته شي او هممهاله د امریکا او ایران ترمنځ خبرې پیل شي.

خلیلزاد ویلي، که هدف د رژيم بدلون شي، دا به اوږده جګړه وزېږوي.

هغه زیاتوي چې د ایران ولس د ښه حکومت مستحق دی، خو دا بدلون باید له دننه راووځي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت:پر ایران د امریکا شوي بریدونه غندو

د طالبانو حکومت پر ایران د امریکا بریدونه غندلي دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دوی په سیمه کې د بې ثباتۍ پراختیا ته اندېښمن دي.

اعلامیه کې د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا نقض د نه منلو وړ عمل بلل شوی او له ښکېلو لوریو غوښتل شوي، چې ستونزې له دیپلوماتیکو چاینلونو حل کړي.

شهباز شریف:پر ایران د امریکا بریدونه غندو او د ایران ملاتړ کوو

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په ټیلیفوني تماس کې پر ایران د امریکا بریدونه وغندل او د ایران له ولس او حکومت سره یې د پاکستان پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر دغه بریدونه د نړیوالو قوانینو او د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د اساسنامې سرغړونه وبلله.

شهباز شریف د ایران د مشروع دفاع حق ومنه او د خبرو اترو او ډیپلوماتیکې لارې د بېرته راستنېدو غوښتنه یې وکړه.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم د پاکستان د حکومت، ولس او پوځي مشرتابه د ملاتړ له امله مننه کړې ده.