یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 616

پر بندیزونو د څار کمېټې ته د طالبانو غبرګون؛د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې ځینې کړۍ زمونږ پر ضد تبلیغات کوي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر بندیزونو د څار کمېټې هغه راپور ته غبرګون ښودلی، چې ګواکې د القاعده ډلې غړي کابل کې پټنځایونه لري.

نوموړي ویلي، د ځینې هېوادونو استخباراتي کړۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان په اړه عامه ذهنیت خرابوي او له دغه ادرسه د دوی پر وړاندې تبلیغات کوي.

تر دې وړاندې یادې کمېټې په خپل راپور کې ویلي وو، چې د داعش ډلې ځینې غړي له خپلو کورنیو سره یو ځای کابل او ځینې نور یې د ولایتونو په لرو پرتو سیمو کې اوسي.

سمنګان‌ـ‌ایبک؛جومات کې پر لمونځ کوونکو چاودنه شوې

سیمه‌ییرې سرچینې وایي، چې د سمنګان ایبک ښار کې نن د جمعې لمانځه پر مهال یو جومات کې چاودنه شوې.

تر اوسه د چاودنې د نوعیت او تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

لاهم چا د یادې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

بلوچستان؛په ټاکري شاهرګ سیمه کې د مزدورانو پر موټر چاودنه شوې

0

د بلوچستان د هرنای په ټاکري شاهرګ سیمه کې بمي چاودنه شوې، چې په نتیجه کې ۹ کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

ځایي سرچینې وایي، چې چاودنه د مزدورانو پر یو پک اپ موټر شوې، چې ۱۸ کسان په کې سپاره وو.

سرچینو زیاته کړې، چې وژل شوي کسان د سوات او دیر سیمو سره تعلق لري.

راپورونه وایي چې د سیمې مخابراتي شبکې له تېرو دوو ورځو راهیسې بندې وې، چې له امله یې د پېښې په اړه معلومات په ځنډ سره ترلاسه شوي دي.

مالیزیا؛طالبان په رسمیت نه پېژنو؛ نو ځکه ورسره هېڅ ډول همکاري نه لرو

مالیزیا وایي، طالبان په رسمیت نه پېژنې؛ نو ځکه ورسره د پوهنې او نورو ستراتيژیکو برخو کې تړون نه لري.

د مالیزیا د پوهنې وزیره وایي، چې له طالبانو سره یې د زده کړو برخه کې کومه هوکړه نه ده کړې.

فضلینا سیدک ویلي، د تېر کال نومبر میاشت کې دغه هېواد ته د طالب چارواکو سفر یوازې د دوی د زده کړو له سیستم سره د دغو چارواکو د اشنایي لپاره ترسره شوی.

د امنیت شورا پر بندیزونو د څار کمېټه:د القاعده غړي له خپلو کورنیو سره یو ځای کابل کې اوسي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر بندیزونو د څار کمېټه وایي، طالبانو القاعده ته خوندي پټنخایونه ورکړي چې اوس مهال پکې له خپلو کورنیو سره یو ځای اوسېږي.

یادې کمېټې یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د القاعده ډلې غړي په شهرنو، وزیر اکبرخان، قلع فتح الله او یو شمېر نورو مرکزي سیمو کې اوسېږي؛ خو د یادې ډلې رهبران بیا د سرپل، کندز، غزني، لوګر، وردګ او یو شمېر نورو ولایتونو لرې سیمو ته انتقال شوي دي.

راپور کې راغلي، چې طالبانو القاعده ډلې ته پاسپورت او تذکرې ورکړې او یو شمېر هېوادونو ته یې د تګ راتګ زمینه هم ورته برابره کړې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د القاعده ډلې مهم غړی حمزه الغامدي د کابل په شش درک او ابوالاخلاص المصري په افشارو کې ژوند کوي.

راپور زیاتوي، چې له منځني ختیځ هم د یادې ډلې۳۰ غړي کونړ ته راغلي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ډونالډ ټرمپ:روسیه دې بیرته د «G7» هېوادونو غړې شي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې روسیه باید بېرته د «G7» هېوادونو غړې شي.

نوموړي ویلي، له دغه ګروپ څخه د مسکو اېستل یوه تېروتنه وه.

ټرمپ زیاته کړې، بحث د دې نه دی، چې روسیه یې ښه ایسي؛ بلکې دا هېوادونه لومړی «G8» وو.

هغه دغه راز ویلي، تر اوسه وختي دی، چې د اوکراین جګړې ختمېدو په اړه نظر ورکړي.

ټرمپ تر دې وړاندې ویلي و، چې که روسیه د جګړې په اړه خبرو ته حاضره نشي؛ نو بندیزونه به ورباندې ولګوي.

د مارک روبیو؛الوتکه د تخنیکي ستونزو له کبله بیرته ستنه شوې

0

د تخنیکي ستونزې له کبله د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مارک روبیو الوتکه بېرته هوایي ډګر ته ستنه شوې ده.

په پام کې وه، چې نوموړی مونیخ ته سفر وکړی.

رویټرز ویلي، چې د هغه لپاره اوس بله الوتکه ځانکړې شوې ده.

د یادونې ده چې روبیو د فبروري له ۱۳مې څخه تر اتلسمي پورې جرمني، اسرائیل، امارات، قطر او سعودي ته سفر کوي.

پښتونخوا-ټانک؛د ایف سي ځواک دوو سرتېرو کور ته اور اچول شوی

0

د خیبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې د پاکستان ایف سي ځواک دوو سرتېرو کور ته اور اچول شوی.

یادو سرتېرو ته څه موده وړاندې پاکستاني طالبانو د دندې پرېښودو هم ویلي وو.

ځایي سرچینې وایي، د کور دوه خونې په بشپړ ډول سوځېدلي.

تر اوسه چا د پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

حماس:درې برمته شوي اسراییل د شنبې ورځ خوشې کوو

0

حماس وایي چې درې برمته شوي اسرایلیان به د شنبې په ورځ خوشې کړي.

د حماس غورځنګ ویاند عبدالطیف القانوع ویلي چې دغه برمته شوي کسان به د شنبې په ورځ په ټاکلي وخت اسراییلو ته وسپاري.

د یادونې ده، چې حماس پلان درلود چې دغه اسراییلیان د تیرې دوشنبې په ورځ خوشي کړي؛ خو د اسراییلو لخوا په غزه کې د اوربند له ماتولو وروسته، د برمته شویو خوشي کول وځنډول شول.

پښتونخوا؛په صوابۍ کې د سیف الاسلام په نوم یو کس لومړی خپل څلور اولادونه او وروسته خپل ځان وژلی

0

د پښتونخوا په صوابۍ کې نن د سیف الاسلام په نوم یو تن لومړی خپلو څلورو ماشومانو څخه سرونه غوڅ کړي او وروسته یې خپل ځان هم وژلی.

وژل شویو ماشومانو کې دوه هلکان او دوه نجونې دي.

پولیس وایي، دا پېښه د کورني تاوتریخوالي له کبله رامنځته شوې.