یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 615

زلینسکي:که امریکا راسره مرسته ونکړي، د بقا چانس مو ډېر کم دی

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي وایي، که امریکا له دوی سره مرسته ونکړي؛ نو د دوی د بقا چانس ډېر لږ دی.

هغه له ان بي سي نیوز سره مرکه کې ویلي، چې د اوکراین وضعیت تر ټولو سخت دی او د امریکا له ملاتړ پرته نشي کولای جګړې ته دوام ورکړي.

نوموړي د مونیخ کنفرانس په څنډه کې هم ویلي وو، چې د اوکراین وضعیت سخت دی او امریکا باید ورسره مرستې زیاتې کړي.

سعودي عربستان؛غزې سره د مرستو په لټه کې دی

0

رویټرز د خپلو لسو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې سعودي عربستان له غزې سره د بېړنیو مرستو لپاره یو پلان جوړ کړی.

دوی دا پلان د ټرمپ د هغې پرېکړې غبرګون کې نیولی، چې غواړي غزه له فلسطینیانو پاکه کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ښایي د دغه دغه پلان راتلونکې ناسته کې، چې سعودي، امارات، مصر او اردن پکې ګډون لري و ارزول شي.

ویل کېږي، چې دغه پلان کې د مرستو د یو صندوق ایجاد هم شامل وي.

جنوبي کوریا؛د بوسان بندري ښار کې اورلګېدنې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

0

د جنوبي کوریا بوسان بندري ښار د هوټل جوړېدو پر ځای کې اورلګېدلی، چې له کبله یې ۳۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په دغې پېښه کې شپږ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

سره له دې، چې تر اوسه د دغې پېښې د علت په اړه کره معلومات نشته، خو ویل کېږي، چې اور د ودانۍ په لومړي پوړ کې د عایق موادو له کبله لګېدلی دی.

ټپیانو کې بیا د ډېرو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

سیمه‌ییزې سرچینې:تالقان کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې دننه چاودنه شوې

یو شمېر سیمه‌ییزې سرچینې وايي، د تخار ولایت په مرکز تالقان کې د طالبانو تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې دننه چاودنه شوې.

ویل کېږي، چې دا چاودنه د جمعې په ماښام شوې.

چاودنه په یو موټر سایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له کبله رامنځته شوې؛ خو تر اوسه یې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

دا په روانه اوونۍ کې څویم ځل دی، چې په بېلابېلو ادارو کې ځانمرګي بریدونه او چاودنې کېږي.

د بندیانو تبادله؛حماس نن درې اسرائیلي بندیان ازادوي

0

د ډونالډ ټرمپ له فشارونو وروسته؛ حماس خبر ورکړی، چې نن به درې اسرائیلي سرتېري خوشې کړي.

یادې ډلې تر دې وړاندې ویلي وو، چې اسرائیلو اوربند نقض کړی او دوی د بندیانو د تبادلې پروسه ځنډوي.

تېره اوونۍ ټرمپ بیا ضرب العاجل ټاکلی و، چې که حماس د بندیانو تبادله ودروي؛ نو جګړه به بیا پیل شي.

شفقت علي‌خان:د پاکستان او طالبانو حکومت ترمنځ د اړیکو خرابېدو علت په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي پناه ځایونه دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي، چې د پاکستان او د طالبانو حکومت ترمنځ د اړیکو خرابېدو یو اساسي علت، په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان پناه‌ځایونه دي.

شفقت علي خان یوې خبري ناستې ته ویلي، چې پاکستان دا مسله له طالبانو سره شریکه کړې او باید حل شي.

نوموړي ټینګار کړی، تر څو چې دا ستونزه حل نشي، دوه اړخیزه همکاري به نه وي.

که څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې څو ځله په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د فعالیتونو ادعاوې رد کړې دي.

بلوچستان؛په پنجګور کې وسله والو د ملي احصایې او ثبت ادارې دفتر سوځولی

0

وسله والو د بلوچستان د پنجګور ولسوالۍ د پاروم په جهین سیمه کې د ملي احصایې او ثبت ادارې دفتر سوځولی دی.

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، وسله‌والو د دفتر اسناد هم له منځه وړي دي.

تر اوسه د پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.

د یادونې ده چې نن ورځ یې په ټانک کې د ایف سي ځواک د دوو سرتېرو کور هم سوځولی و.

امیرخان متقي:خلک باید د رټل کېدو پر ځای غېږ کې ونیسو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي، هیڅوک باید له دوی نه ازار نشي.

هغه یوې مدرسې کې د طالبانو فراغت غونډې ته ویلي، چې د پوهو او باتجربه کسانو له تجربو باید ګټه واخیستل شي او هغوی د رټل کېدو پر ځای په غېږ کې ونیول شي.

امیرخان متقي دا وینا داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې یو شمېر شنونکو ویلي، د طالبانو په ټولو اداراتو کې یوازې ملایانو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

راتلونکې اوونۍ؛د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د کاري ډلې ناسته جوړیږي

په پام کې ده چې راتلونکې اوونۍ به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د کاري ډلې ناسته ترسره شي.

دا ناسته د قطر د نه همکارۍ له کبله په ان لاین بڼه ترسره کېږي.

ویل کېږي چې د ناستې اجنډا به پر اقتصاد او افغانستان کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې پر مبارزې ورټوله وي.

تر اوسه په دې اړه رسمي څه نه دي ویل شوي.

د المان لومړي وزیر ته د افغان کډوالو لیک؛د وروستۍ پیښې له امله خواشینې یو، او دولت سره د جرمونو په مخنیوي کې همکارۍ ته ژمن یو

المان کې د افغان کورنیو او ټولنو استازولۍ د دغه هېواد لومړي وزیر ته یو پرانیستي لیک کې لیکلي، چې د المان حکومت او ولس باید ټول افغانان د محدودو افغانانو پر جرمي کړنو ونه ارزوي.

لیک کې د المان د لومړي وزیر اولاف شولتز له هغې پرېکړې ملاتړ شوی، چې ویلي یې وو، مجرمین باید مجازات او خپل وطن ته وشړل شي.

په دغه لیک کې ددې برید غندنه شوې او ویل شوي چې ددې او دې ته ورته بریدونو عاملین دې ونېول شي او مجازات دې شي.

دوی المان کې له افغانانو غوښتي چې د جرمونو مخنیوي کې له دغه حکومت سره مرسته وکړي او دغه راز یې د المان له خلکو او دولت غوښتي چې افغانانو ته د غازي امان الله خان د اولادونو او پیروانو په سترګه وګوري.

د یادونې ده چې د خلکو پر یو ټولي د یو افغان له لوري د موټر خېژولو پېښې د المان د لومړي وزیر غصه را پارولې ده.