یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 614

ننګرهار؛کامې ولسوالۍ کې په یوه کرونده کې د یوې نهه کلنې نجلۍ جسد موندل شوی

د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې د یوې لس کلنې نجلۍ جسد موندل شوی.

حماسه میډیا ته یوې ځایي سرچینې ویلي چې د جمعې ورځ د کامې ولسوالۍ په لنډه بوچ سیمه کې د یوې لس کلنې نجلۍ جسد چې د چاقو په واسطه وژل شوې موندل شوی دی.

ددغې پېښې د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.

ځایي طالب چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

امنیت شورا ته رسېدلی راپور؛د طالبانو حکومت ټي‌ټي‌پي ته هره میاشت ۴۳ زره ډالر ورکوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یو راپور رسېدلی، چې پکې ویل شوي، ټي‌ټي‌پي د طالبانو له حکومت سره مستقیم تماس لري.

راپور کې ویل شوي، چې افغان طالبان هره میاشت دغې ډلې ته ۴۳ زره امریکایي ډالر ورکوي، ترڅو یې پاکستان کې د ترهګریزو کړنو لپارت ولګوي.

راپور کې ټي‌ټي‌پي یو جدي امنیتي کواښ بلل شوی دی.

راپور دا هم څرګندوي، چې یوازې د ۲۰۲۴ میلادي کال په ترڅ کې ټي‌ټي‌پي په پاکستان کې تر ۶۰۰ زیات بریدونه ترسره کړي دي.

عبدالغفور لېوال:له پاکستان څخه پر افغانستان د ډلو د واکمنولو کیسه لا هم روانه ده

ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر عبدالغفور لېوال وایي، له پاکستان څخه پر افغانستان د ډلو د واکمنولو کیسه لا روانه ده.

ښاغلي لېوال پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د تنظیمي مشرانو روزنه د داود خان پر مهال اسلام اباد کې پیل شوه؛ خو چې واک ته ورسېدل او جګړه یې پیل شوه؛ نو یو بل یې د پاکستان پر ملګرتیا تورنول.

دی زیاتوي، وروسته چې طالبان راپیدا شول، نو تنظیمونو بیا طالبان تورنول چې له پاکشتان څخه راځي.

لانګ‌وار ژورنال:د تاجکستان انصارالله ډله، پاکستاني طالبان او القاعده افغانستان کې روزنیز مرکزونه لري

لانګ وار ژورنال د ملګرو ملتونو امنیت شورا راپور په تائید سره ویلي، چې د تاجکستان انصارالله ډله، پاکستاني طالبان او القاعده افغانستان کې روزنیز مرکزونه لري.

یادې ادارې ویلي، چې انصارالله او ټي‌ټي‌پي په خوست، ننګرهار، کونړ او پکتیا کې نوي مرکزونه جوړ کړي.

یاد ژورنال دا راپور داسې مهال خپروي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي وو چې القاعده ډله افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري؛ خو د طالبانو حکومت دا ادعا رد کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت:په مصر او یو شمېر نورو هېوادونو کې ۱۷ افغان بندیان ازاد شول

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې قاهره کې د دوی د سفارت په هڅو د بېلابېلو هېوادونو له زندانونو ۱۷ افغان زندانیان ازاد شوي دي.

دا زندانیان مراکش، لیبیا، سوډان، موریتا او مصر کې بندیان وو.

یاد بندیان د اریانا افغان هوایي شرکت له لارې هېواد ته را لېږدول شوي دي.

شمالي وزیرستان؛په ګاو تپې سیمه کې پوځیانو عام خلک محاصره کړې

0

د شمالي وزیرستان په ګاو تپې سیمه کې پاکستاني پوځیانو له سهار راهیسې عام خلک محاصره کړي.

پوځ هلته ډزې هم کوي، چې خلکو ته یې مالي او ځاني زیان رامنځته کړی.

پاکستاني پوځ دا کار د خپلو لسو پوځیانو د وژل کېدو په غبرګون کې کړی دی.

میرانشاه؛وسله والو ټل قلعه سیمه کې ۷ سرتیري وژلي

0

وسله والو په میرانشاه کې پر امنیتي ځواکونو برید کړی، چې له کبله یې اووه سرتیري وژلي.

سرچینې وایي، برید د ټل قلعه سیمه کې شوی او په وژل شویو کسانو کې یو یې افسر دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، اوس مهال سیمه د پولیسو له لوري کلابنده ده.

د پخواني شوروي ځواکونو د ټولنې مشر:امریکا د ډاکتر نجیب الله د حکومت د نسکورېدو لامل شو

افغانستان کې د پخواني شوروي ځواکونو اتحادیې مشر فرانتس کلینتسویچ وایي، طالبان په ۱۹۷۳ کال کې د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري جوړ شوي.

هغه وایي، پاکستاني استخباراتو افغانستان کې د شوروي له ښکېلتیا شپږ کاله مخکې دا ډله جوړه کړې وه او روزنه او تحهیز یې ورکاوه.

فرانتس کلینتسویچ ادعا کړې چې ډاکټر نجیب‌الله په ۱۹۹۱ زېږدیز کال کې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) څخه ۵۰۰ ټُنه سون توکي د جنګي وسایطو او زیرمو لپاره غوښتي وو، خو دا غوښتنه رد شوه.

د کلینتسویچ په وینا، که CIA دا مرسته کړې وای، نو د ډاکتر نجیب‌الله حکومت نسکوریدل ناشونی وو.

نوموړي دغه راز زیاته کړې چې د شوروي تر وتلو وروسته افغانستان کې ۱۸۹ نظامي اډې، ۹۹۰ زرهي جنګي موټر، ۳۰۰ زره جنګي موټر، ۱۴۲ توپونه او ګڼ نور وسایط او وسلې پاتې شوې وې.

ویکتور اوربان:ښایي اوکراین اروپایي ټولنې ته په یو بل افغانستان بدل شي

د هنګري لومړی وزیر وایي، ښایي اوکراین اروپایي ټولنې ته په یو بل افغانستان بدل شي.

ویکتور اوربان ویلي، اروپایي ټولنه افغانستان کې داسې ښکېله وه، چې لګښت یې لوړ او د وتلو لار یې نه وه او اوس اوکراین کې هم همدا ډول ښکېله شوې.

د هغه په خبره، که ټرمپ بله حل لاره ونه مومي؛ نو ژر به دا جګړه اروپا ته ور پریدي.

امرالله صالح:پاکستان او طالبان پر یو بل تورونه لګوي او دواړه لوري په حقه دي

د تېر جمهوري حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ ته په کتو ویلي، چې دواړه لوري پر یو بل تورونه لګوي او دواړه لوري په حقه دي؛ خو په دې منځ کې داسې ادرس نشته چې بې پرې قضاوت وکړي او تور او سپین معلوم کړي.

نوموړی وایي، که څه هم د نړیوال عدل او ملګرو ملتونو اداره شته؛ خو هغه هم ډېر کله د حکومتونو قوت ته په کتو پرېکړه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې دې وروستیو کې طالبان او پاکستان یو بل د ترهګري په ملاتړ تورونوي.