یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 613

المان؛ مونیخ کې د افغان کډوال لخوا پر موټریز برید یوه مور او لور د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه

د المان پولیسو ادعا کړې چې مونیخ کې د یو افغان کډوال لخوا پر موټریز برید یوه ۳۷ کلنه ښځه او ورسره دوه کلنه لور یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د یاد هیواد پولیسو د دغې ۲۴ کلن بریدګر نوم فرهاد نوري یاد کړی او د برید جنبه یې په دې اساس مذهبي انګېرلې چې د 《 الله اکبر》 غږونه یې کول.

الماني پولیسو زیاته کړې، فرهاد نوري د معتبرو اسنادو درلودونکی و او تر دې دمه یې دلته اوسېدنه او کار کول قانوني وو.

بلوچستان؛مستونګ کې یو دیني عالم وژل شوی

0

د بلوچستان په مستونګ سیمه کې یو دیني عالم وژل شوی.

دا دیني عالم عبدالواحد نومیږي او پېښه د کردیګپ اړوند اشخان سیمه کې رامنځته شوې.

تر اوسه چا د برید مسؤلیت نه دی منلی.

تخار؛نن ماښام د تالقان ښار کې چاودنه شوې

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، نن ماښام د تخار په مرکز تالقان کې چاودنه شوې.

دا چاودنه د اولې امنیتي حوزې اړوند شوې؛ خو تر اوسه یې د څرنګوالي او تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

ځایي طالب مسؤلینو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

سرچینې:د کندز د اوومې امنیتي حوزې اړوند نیم ساعت د ډزو غږونه اوېدل شوي

د کندز ښار اوومې امنیتي حوزې اړوند د ډزو غږونه اورېدل شوي.

سرچینې وایي، ډزې شاوخوا نیم سات شوي؛ خو تر اوسه یې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د کندز مرکز کې د کابل بانک مخې ته ځانمرګی برید هم شوی و.

ملا برادر؛قطر ته د یوې میاشتې درملنې لپاره تللی

د طالبانو د حکومت لوړپوړی چارواکی، ملا عبدالغني برادر، قطر ته د یو میاشتې درملنې لپاره تللی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې اعلان کړی، چې د ملا برادر د سفر بندیز یې له ۹ فبرورۍ څخه د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۳مې پورې معاف کړی دی.

د طالبانو حکومت تر اوسه د ملا برادر د سفر د اصلي لامل او د هغه د ناروغۍ په اړه څه نه دي ویلي.

دا هم معلومه نه ده چې ملا برادر د کومې ناروغۍ سره مخ دی.

د یادونې ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې له دې وړاندې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب ته هم د عربي متحده اماراتو او سعودي عربستان ته د سفر اجازه ورکړې وه.

فوزیه کوفي حناء رباني‌کهر ته:که له افغان کډوالو سره نوره مرسته نشئ کولای؛ نو له خپل هېواد یې هم مه باسئ

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې حنا رباني‌کهر ته ویلي، که له افغان کډوالو سره نوره مرسته نشئ کولای؛ نو له خپل هېواد څخه یې مه وباسئ.

حنا رباني کهر د مونیخ کنفرانس کې ویلي وو، چې هڅه یې کوله واک ته د طالبانو حکومت له رسېدو وروسته ښځینه ښوونکو ته نغدي مرسته ولېږي؛ خو بریالي نشول.

د یادونې ده، چې وروستیو کې یو وار بیا په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول زیات شوي دي.

د مقاومت په نوم جبهې؛تخار کې د دوو طالب سرتېرو د وژلو ادعا کړې

د مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې، چې په تخار کې یې یوه برید کې یې دوه طالب سرتېري وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

یادې جبهې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا برید تېر ماښام د تخار ولایت په مرکز، تالقان ښار کې ترسره شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، په دې برید کې د طالبانو د احصایې مدیریت امنیتي پوسته په نښه شوې ده.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

داعش خراسان څانګې؛د کور او ښار جوړونې پر وزارت د ځانمرګي برید مسؤلیت منلی

داعش خراسان څانګې د طالبانو حکومت د کور او ښار جوړونې پر وزارت د ځانمرګي برید مسؤلیت منلی.

یادې ډلې ویلي، چې دغه برید کې یې د یو لوړ پوړي طالب چارواکي په ګډون لس تنه طالبان وژلي.

دوی وایي، ځانمرګی بریدګر ابو یوسف الانصاري نومېده.

د یادونې ده چې ‏د طالبانو حکومت د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند، محمد کمال افغان دغه برید کې د یو تن د وژلو او د دریو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

ننګرهار؛کامې ولسوالۍ کې په یوه کرونده کې د یوې نهه کلنې نجلۍ جسد موندل شوی

د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې د یوې لس کلنې نجلۍ جسد موندل شوی.

حماسه میډیا ته یوې ځایي سرچینې ویلي چې د جمعې ورځ د کامې ولسوالۍ په لنډه بوچ سیمه کې د یوې لس کلنې نجلۍ جسد چې د چاقو په واسطه وژل شوې موندل شوی دی.

ددغې پېښې د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.

ځایي طالب چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

امنیت شورا ته رسېدلی راپور؛د طالبانو حکومت ټي‌ټي‌پي ته هره میاشت ۴۳ زره ډالر ورکوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یو راپور رسېدلی، چې پکې ویل شوي، ټي‌ټي‌پي د طالبانو له حکومت سره مستقیم تماس لري.

راپور کې ویل شوي، چې افغان طالبان هره میاشت دغې ډلې ته ۴۳ زره امریکایي ډالر ورکوي، ترڅو یې پاکستان کې د ترهګریزو کړنو لپارت ولګوي.

راپور کې ټي‌ټي‌پي یو جدي امنیتي کواښ بلل شوی دی.

راپور دا هم څرګندوي، چې یوازې د ۲۰۲۴ میلادي کال په ترڅ کې ټي‌ټي‌پي په پاکستان کې تر ۶۰۰ زیات بریدونه ترسره کړي دي.