شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 602

د سره صلیب نړیواله کمیټه:افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د ماینونو له ککړتیا سره مخ دی

د سره صلیب نړیواله کمیته وایي، افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې تر ټولو ډېر د ماینونو او د جګړې له پاتې شویو چاودېدونکو توکو له ککړتیا سره مخ دی.

دې کمیته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له افغاني سرې میاشتې سره په ګډه کار کوي، څو د چاودېدونکو توکو د خطرونو په اړه د خلکو پوهاوی زیات کړي او خوندي چلندونه عام کړي.

سره صلیب دغه راز ویلي چې تېر کال یې د افغانستان په پنځو سیمو کې ۲۴۳ زره کسانو ته خدمتونه وړاندې کړي دي.

ډونالډ ټرمپ:ولادیمیر زیلینسکي یو کمیډین دیکتاتور دی

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو توند غبرګون کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي “د ټاکنو پرته یو دیکتاتور” بللی.

ولسمشر ټرمپ ویلي چې په اوکراین کې د زیلینسکي محبوبیت ډېر کم دی او له همدې امله یې له انتخاباتو ډډه وکړه.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په خپلې ټولنیزې شبکې Truth Social کې په یوه پیغام کې لیکلي: «زه له اوکراین سره مینه لرم، خو زیلینسکي ډېر کمزوری کار کړی، هېواد یې ویجاړ شوی او میلیونونه خلک یې بې دلیله وژلي دي. او دا بهیر دوام لري.»

د اوکراین ولسمشر د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد له ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې ټرمپ د روسیې د ناسمو تبلیغاتو قرباني دی او د هغه او اوکراین په اړه ناسمې څرګندونې کوي.

د طالبانو د عدلیې وزارت؛د عبدالحکیم شرعي د استعفاء خبر رد کړی

‏د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت د دغه وزارت له سرپرستۍ د عبدالحکیم شرعي د استعفاء په هکله راپورونه رد کړې.

د دغه وزارت ویاند برکت‌الله رسولي په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د عدلیې وزارت سرپرست د شیخ هبت الله د حکم پر اساس، د درملنې په موخه د دویم ځل لپاره متحده عربي اماراتو ته تللی او ډېر ژر به هېواد ته راستون شي.

رسولي ویلي، چې د عبدالحکیم شرعي د استعفاء د موضوع خپرېدل، رسنیزې ګنګونسې او شایعات ګڼي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې یو شمېر رسنیو خبر ورکړی و چې عبدالحکیم شرعي د عدلیې وزارت له سرپرستۍ استعفاء ورکړې.

انقره- کیف؛اردغان او زیلنسکي د سوداګریزو اړیکو په پراختیا خبرې کړي

0

‏د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي په انقره کې سره لیدلي.

ترکي رسنۍ وایي، دواړه لوري د اوکراین او ترکیې په اوږدمهاله اړیکو او په سیمه کې په تلپاتې سولې او ثبات خبرې کړي دي.
د راپور له مخې پدې لیدنه کې په سوداګریزې پراختیا هم خبرې شوي.

د یادونې وړ ده چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو لپاره په ریاض کې د امریکایي او روسیې چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي.

احمد مسعود:تاریخي کندهار باید له ملا هبت الله بیرته ونیسو

د ملي مقاومت په نوم د جبهې مشر احمد مسعود د ویانا غونډې ته په وینا کې وویل چې له تاریخي پلوه کندهار خپل ارزښت لري او باید دغه ښار له ملاهبت الله څخه ونیسي.

ښاغلي مسعود وویل:« انار وحدت ما قندهار کم دارد.»

نوموړي وویل چې د کندهار ارزښت، تاریخي حیثیت او د خلکو د لید پلوه دغه ښار خاص اهمیت لري او اوس ملاهبت الله کندهار کوم ځای ته رسولی؟

د ملي مقاومت جبهې مشر وویل: کندهار باید له طالبانو بیرته ونیسو، خپل د ملت داعیه باید بیرته ونیسو او خپل هیواد افغانستان باید بیرته ونیسو»

طالبانو بیا دا ډول غونډې نمایشي او د وخت ضایع بللې

د قطر امیر ـ شیخ تمیم بن حمد الثاني؛د ایران پلازمینې تهران ته ورسېد

0

د قطر هیواد امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني، نن په یو سفر ایران ته ورسېد.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې تمیم بن حمدالثاني به د دغه هیواد ولسمشر مسعود پزشکیان او ځینو نورو چارواکو سره بحثونه ولري.

راپورونه وایي چې په دې ناسته کې به د دغو دواړو هیوادونو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د سیمې او نړۍ د تحولاتو په اړه بحثونه وشي.

پاکستان کې د افغانستان سفارت:د پاکستان حکومت قطعي پریکړه کړې چې له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه غېر قانوني افغان اتباع شړو

‏پاکستان د یو قطعي پریکړې له مخې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې یواځې د هغه افغانانو شتون ومانه چې د دغې هیواد ویزه ولري او د افغانستان نور غیر قانوني اتباع به له دغې ځایه وباسل شي او وشړل شي.

په پاکستان کې د افغانستان د طالبانو سفارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، که څه هم زموږ په شتون او د ملګرو ملتونو (UNHCR) هم په دې اړه ناخبره پاتې شوي وو چې ګواکې پاکستان د خپلې نوې پالیسۍ په اساس افغان کډوال له هیواده په زور باسي، بالاخره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ومنله چې د اسلام اباد او راولپنډۍ او نږدې راتلونکي کې له ټول پاکستان د افغان کډوالو ویستل قطعي او حتمي دی.

یاد سفارت زیاته کړې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خپل حکومت له قوله اخیري فیصله همدا بیان کړې، هغه افغانان کولای شي دلته ووسېږي کوم چې د ویزې درلودونکي وي.

د افغانستان سفارت د پاکستان د دغې یو اړخیزې پریکړې په تړاو خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دوی یاده موضوع له کابل سره شریکه کړې او زیاته کړې یې ده چې د خپلو وطنوالو د باعزته عودت او د موجودو ننګونو په اړه باید غور وشي

کابل؛د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت مخې ته ډزې شوې

یو شمېر سرچینې وایي، چې کابل کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت مخې ته ډزې شوې.

سرچینې وایي، یاده نښته تلفات هم لري؛ خو په اړه یې کره معلومات نشته.

ویل کېږي چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ته ورغلې لارې تړلې دی.

کندهار؛د ۵۰ کلنو څخه د زیات عمر سپین‌ږیري ته جبري نکاح شوې نجلۍ ځان وژنه وکړه

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، په کندهار ولایت کې یوې ځوانۍ نجلۍ له جبري نکاح وروسته ځان وژنه کړې ده.

د کندهار ولایت څخه په راغلو معلوماتو کې ویل شوي چې دغه نجلۍ د خپلې کورنۍ لخوا په جبري ډول د یو سین‌ږیري سره نکاح شوې چې یادې نجلۍ د زهرو په خوړلو سره ځان وژلی دی.

سرچینې زیاته کړې، یاده نجلۍ تېره شپه د کندهار ولایت په خاکریز ولسوالۍ مرکز کې د ۵۰ کلونو څخه د زیات عمر سړي ته واده شوې وه، چې د زهرو په خوړلو یې د دغه ښار په میرویس روغتون کې ساه ورکړه.

د طالبانو حکومت په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.

شاون وان ډایور: د امریکا د له بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د افغان ایواک دفتر د تړلو پریکړه نه ده کړې

‏وروسته له دې چې وړمه ورځ رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و چې امریکا ته پر شرایطو برابرو کسانو د لېږد دفتر ته امر شوی چې د اپریل تر میاشتې تړل کېدو ته چمتوالی ونیسي، تازه د افغان ایواک مشر شاون وان ډایور ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د دفتر د دایمي تړلو پریکړه نه ده کړې.

شاون وان ډایور په خپله ایکس پاڼه لیکلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د افغان ایواک د دفتر تړلو پر طرحه غور کوي چې د امریکا دغه څاروونکی دفتر وتړي او که پرېږدي.

هغه ویلي چې په رسنیو کې د دغه دفتر د تړل کېدو اوازې ناسمې دي، خو که موږ ته له وزارت کومه پریکړه منظور شوه معلومات به شریک کړو.

هېره دې نه وي، که د ټرمپ د کابینې دا پریکړه لیک تصویب او پلی شو شا او خوا ۲۰۰ زره پر شرایطو برابر افغان کډوال امریکا ته له تلو پاتې کېږي.