شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 601

حماس؛نن د څلورو اسراییلي یرغمل شویو جسدونه سره صلیب ته سپارلي

0

حماس د اسرائیلي یرغمل شویو څلورو کسانو مړي، چې یوه مېرمن او د هغې دوه ماشومان پکې شامل دي، د خان یونس په سیمه کې سره صلیب ته وسپارل.

د اسرائیلي پوځ په وینا، دا مړي د چهارشنبې په ورځ له سره صلیب څخه ترلاسه شوي دي.

د اسرائیل لومړي وزیر د دې پېښې په اړه وویل چې نن پنجشنبه د حکومت لپاره یوه غمجنه او سخته ورځ ده.

حماس ادعا کړې وه چې دا ماشومان او مور یې د اسرائیل په هوايي برید کې وژل شوي، خو د اسرائیل چارواکو دا نه ده تأیید کړې.

دا لومړی ځل دی چې حماس د اوربند له هوکړې وروسته د اسرائیلي یرغمل شویو کسانو مړي سره صلیب ته سپاري.

حامد کرزي؛د هېواد له یو شمېر مشرانو او ځوانانو سره د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانېستلو غږېدلی

د ‎هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي له یو شمیر مشرانو او ځوانانو سره کتلي.

ښاغلي کرزي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې گډونوالو د ملي اتحاد او اتفاق پر لاټینگښت تاکید کړی او افغانستان یې د ټولو ‎افغانانو مساوي او مشترک کور بللی.

په دې لیدنه کې د مجلس ویناوالو د تعلیم پر ارزښت او د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو په اړه خبرې کړې دي.

حامد کرزي په دې لیدنه کې د دایمي سولې او ثبات لپاره یې پر ملي تفاهم ټینګار کړی.

ایلان ماسک:«امریکا ولې طالبانو ته دومره زیاتې پیسې ورکړې»

د امریکا میلیاردر او د ډونالډ ټرمپ سلاکار ایلان ماسک یو ځل بیا د واشنګټن له خوا طالبانو ته د مرستو په ورکولو انتقاد کړی دی.

نوموړي د فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې، چې د ټرمپ ترڅنګ یې کړې، ویلي چې امریکا ولې طالبانو ته دومره زیاتې پیسې ورکړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسېدو وروسته یې له مصر او اسراییل پرته په ټولې نړۍ بشري مرستې وځنډولې.

عصمت الله اېرګاشیف؛د دغه هېواد لپاره د امریکا له سفیر، جنتن هېنک سره د افغانستان په اړه خبرې کړې

د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف د امریکا له سفیر جنتن هېنک سره لیدنه کړې ده.

دواړو لورو د افغانستان د اوسني وضعیت او د ګډو همکاریو پر اړتیا خبرې کړې دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، باید د افغانستان د وضعیت د ښه والي لپاره نړیواله همغږي رامنځته شي.

ازبکستان او امریکا د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره د ګډو هڅو پر دوام هم ټینګار کړی دی.

ملا عبدالسلام ضعیف:لوی طوفانونه له وړو څاڅکو پیل کیږي

پاکستان کې د طالبانو حکومت پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف که څه هم د چا نوم نه دی اخیستی؛ خو ویلي یې دي چې واړه حرکتونه باید نادیده ونه نیول شي.

هغه، چې اکثره دغه ډول کنایو کې د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله او یا هم د طالبانو حکومت مخاطب کوي؛ ویلي هوښیار خلک د ځان پر وړاندې وړې ستونزې لویوالي ته نه پریدي؛ بلکې په نطفه کې یې حلوي.

ضعیف زیاتوي، لوی طوفانونه له وړو څاڅکو څخه پیل کېږي.

د طالبانو حکومت د جرمونو نړیوالې محکمې ته:مونږ کوم ضرورت نه لرو؛ ستاسې غړي نه یوو

د طالبانو حکومت وایي، چې دوی د شریعت او اسلامي قانون په رڼا کې ځان د جرمونو نړیوالې محکمې ته مکلف نه بولي.

د طالبانو حکومت په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې، چې دا محکمه عدل او انصاف نشي کوی او د دوی په خبره” د اشغال دوره” کې یې د زرګونه بې ګناه وژل شویو افغانانو د مجرمینو په اړه تر اوسه هیڅ نه دي کړي.

اعلامیه کې راغلي، چې د نړۍ لوی لوی قدرتونه د دې محکمې غړي نه دي او افغانستان یې هم خپل غړیتوب غیر ضروري بولي.

اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې دغې محکمې تل د سیاسي تمایلاتو له مخې چلند کړی.

د ملګرو ملتونو؛د بشري حقونو شورا ۵۸ مه غونډه د فبرورۍ پر ۲۴مه پیلیږي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۸ مه غونډه د فبرورۍ پر ۲۴مه پیلیږي او تر اپریل پورې به دوام وکړي.

په دې غونډه کې به د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان د بشري حقونو وضعیت هم وڅېړل شي.

ملګرو ملتونو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې غونډې د پیل او اجنډا خبر ورکړی دی.

د سره صلیب نړیواله کمیټه:افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د ماینونو له ککړتیا سره مخ دی

د سره صلیب نړیواله کمیته وایي، افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې تر ټولو ډېر د ماینونو او د جګړې له پاتې شویو چاودېدونکو توکو له ککړتیا سره مخ دی.

دې کمیته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له افغاني سرې میاشتې سره په ګډه کار کوي، څو د چاودېدونکو توکو د خطرونو په اړه د خلکو پوهاوی زیات کړي او خوندي چلندونه عام کړي.

سره صلیب دغه راز ویلي چې تېر کال یې د افغانستان په پنځو سیمو کې ۲۴۳ زره کسانو ته خدمتونه وړاندې کړي دي.

ډونالډ ټرمپ:ولادیمیر زیلینسکي یو کمیډین دیکتاتور دی

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو توند غبرګون کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي “د ټاکنو پرته یو دیکتاتور” بللی.

ولسمشر ټرمپ ویلي چې په اوکراین کې د زیلینسکي محبوبیت ډېر کم دی او له همدې امله یې له انتخاباتو ډډه وکړه.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په خپلې ټولنیزې شبکې Truth Social کې په یوه پیغام کې لیکلي: «زه له اوکراین سره مینه لرم، خو زیلینسکي ډېر کمزوری کار کړی، هېواد یې ویجاړ شوی او میلیونونه خلک یې بې دلیله وژلي دي. او دا بهیر دوام لري.»

د اوکراین ولسمشر د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد له ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې ټرمپ د روسیې د ناسمو تبلیغاتو قرباني دی او د هغه او اوکراین په اړه ناسمې څرګندونې کوي.

د طالبانو د عدلیې وزارت؛د عبدالحکیم شرعي د استعفاء خبر رد کړی

‏د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت د دغه وزارت له سرپرستۍ د عبدالحکیم شرعي د استعفاء په هکله راپورونه رد کړې.

د دغه وزارت ویاند برکت‌الله رسولي په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د عدلیې وزارت سرپرست د شیخ هبت الله د حکم پر اساس، د درملنې په موخه د دویم ځل لپاره متحده عربي اماراتو ته تللی او ډېر ژر به هېواد ته راستون شي.

رسولي ویلي، چې د عبدالحکیم شرعي د استعفاء د موضوع خپرېدل، رسنیزې ګنګونسې او شایعات ګڼي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې یو شمېر رسنیو خبر ورکړی و چې عبدالحکیم شرعي د عدلیې وزارت له سرپرستۍ استعفاء ورکړې.