شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 603

پاکستان کې د افغانستان سفارت:د پاکستان حکومت قطعي پریکړه کړې چې له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه غېر قانوني افغان اتباع شړو

‏پاکستان د یو قطعي پریکړې له مخې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې یواځې د هغه افغانانو شتون ومانه چې د دغې هیواد ویزه ولري او د افغانستان نور غیر قانوني اتباع به له دغې ځایه وباسل شي او وشړل شي.

په پاکستان کې د افغانستان د طالبانو سفارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، که څه هم زموږ په شتون او د ملګرو ملتونو (UNHCR) هم په دې اړه ناخبره پاتې شوي وو چې ګواکې پاکستان د خپلې نوې پالیسۍ په اساس افغان کډوال له هیواده په زور باسي، بالاخره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ومنله چې د اسلام اباد او راولپنډۍ او نږدې راتلونکي کې له ټول پاکستان د افغان کډوالو ویستل قطعي او حتمي دی.

یاد سفارت زیاته کړې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خپل حکومت له قوله اخیري فیصله همدا بیان کړې، هغه افغانان کولای شي دلته ووسېږي کوم چې د ویزې درلودونکي وي.

د افغانستان سفارت د پاکستان د دغې یو اړخیزې پریکړې په تړاو خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دوی یاده موضوع له کابل سره شریکه کړې او زیاته کړې یې ده چې د خپلو وطنوالو د باعزته عودت او د موجودو ننګونو په اړه باید غور وشي

کابل؛د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت مخې ته ډزې شوې

یو شمېر سرچینې وایي، چې کابل کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت مخې ته ډزې شوې.

سرچینې وایي، یاده نښته تلفات هم لري؛ خو په اړه یې کره معلومات نشته.

ویل کېږي چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ته ورغلې لارې تړلې دی.

کندهار؛د ۵۰ کلنو څخه د زیات عمر سپین‌ږیري ته جبري نکاح شوې نجلۍ ځان وژنه وکړه

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، په کندهار ولایت کې یوې ځوانۍ نجلۍ له جبري نکاح وروسته ځان وژنه کړې ده.

د کندهار ولایت څخه په راغلو معلوماتو کې ویل شوي چې دغه نجلۍ د خپلې کورنۍ لخوا په جبري ډول د یو سین‌ږیري سره نکاح شوې چې یادې نجلۍ د زهرو په خوړلو سره ځان وژلی دی.

سرچینې زیاته کړې، یاده نجلۍ تېره شپه د کندهار ولایت په خاکریز ولسوالۍ مرکز کې د ۵۰ کلونو څخه د زیات عمر سړي ته واده شوې وه، چې د زهرو په خوړلو یې د دغه ښار په میرویس روغتون کې ساه ورکړه.

د طالبانو حکومت په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.

شاون وان ډایور: د امریکا د له بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د افغان ایواک دفتر د تړلو پریکړه نه ده کړې

‏وروسته له دې چې وړمه ورځ رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و چې امریکا ته پر شرایطو برابرو کسانو د لېږد دفتر ته امر شوی چې د اپریل تر میاشتې تړل کېدو ته چمتوالی ونیسي، تازه د افغان ایواک مشر شاون وان ډایور ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د دفتر د دایمي تړلو پریکړه نه ده کړې.

شاون وان ډایور په خپله ایکس پاڼه لیکلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د افغان ایواک د دفتر تړلو پر طرحه غور کوي چې د امریکا دغه څاروونکی دفتر وتړي او که پرېږدي.

هغه ویلي چې په رسنیو کې د دغه دفتر د تړل کېدو اوازې ناسمې دي، خو که موږ ته له وزارت کومه پریکړه منظور شوه معلومات به شریک کړو.

هېره دې نه وي، که د ټرمپ د کابینې دا پریکړه لیک تصویب او پلی شو شا او خوا ۲۰۰ زره پر شرایطو برابر افغان کډوال امریکا ته له تلو پاتې کېږي.

علي خامنه‌یي:د غزې نیول د امریکا احمقانه پلان دی، له اسرایل دې عبرت واخلي!

0

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌یي د ډونالډ ټرمپ او د هغه کابینې ته په اشاره ویلي، د غزې د نیولو په تړاو یې پلان احمقانه رنګ لري.

د ایراني رسنۍ “ایرنا” خبري اژانس د یو راپور له مخې علي خامنه‌یي وړمه ورځ د فلسطین د اسلامي جهاد عمومي منشي سره په کتنه کې ویلي چې د اسرایل او د هغوي د ملاتړو په مقابل کې مو روحیه نه هېرېدونکي ده، او د امریکا لخوا پر غزې د مجموعي تسلط فکر یې یو احمقانه او بې شعوره فکر دی.

د دغه اژانس له قوله خامنه‌یي په خپلو خبرو کې اسرایل شکسته منونکی هیواد یاد کړی او ویلي یې دي هغه چا چې په کُلي شکل د مقاومت د له منځه وړلو ادعا کوله نن د هغوی په خوله هماغې وړې ډلې ته احتیاج دي.

دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ تر واکمنېدو راوروسته یاد ولسمشر پر ایران د بندیزونو سخته پالیسي پرلاره اچولې ده.

احمد مسعود:د طالبانو حکومت د پرځېدو لپاره باید ټرمپ ته په تمه نشو

د مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود وایي، د ټرمپ په راتګ سره د افغانستان په اړه د امریکا سیاست او د افغانستان ازادي خیالي او یو بې ځایه تحلیل دی.

احمد مسعود ویلي، د طالبانو حکومت د سقوط لپاره باید ټرمپ او د دوی داخلي اختلافاتو ته منتظر نه شو.

هغه د ویانا ناسته کې ویلي، چې د امریکا مرستو له بندېدو وروسته له نظامي اړخه طالبان ضعیف شوي دي.

بلوچستان؛نامعلومه وسله والو په برخان سیمه کې ۷ تنه پنجابیان وژلي.

0

بلوچستان کې نامعلومه وسله والو د یو مسافر وړونکي موټربس څخه ۷ تنه د پنجاب ایالت اوسېدونکي راښکته کړي او په ډزو یې وژلي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د بلوچستان په برخان سیمه کې دغه موټربس چې ۴۵ تنه پکې سپاره وو، د کوټې ښار څخه د فیصل اباد سیمې ته پر لار و، د نامعلومه وسله والو تر برید لاندې راغلی او اووه تنه پنجابیان یې په زور کیباسلي او وژلي دي.

عیني شاهدانو ویلي چې وسله وال مخ پوښلي وو او شمیر یې په عیني حالت کې ۱۲ تنه و.

د دغې برید مسولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

اسحق ډار: باثباته افغانستان د سیمې او نړۍ اړتیا ده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وایي، سوله‌ییز افغانستان د سیمې او نړۍ لپاره اړتیا ده.

نوموړي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي، سره له دې، چې افغانستان څخه په امنیتي برخه کې وېره شته؛ خو بیا هم ورسره دوی تعامل ته دوام ورکوي.

هغه ویلي، هېواد یې افغانستان کې د اقتصادي پیاوړتیا ملاتړ کوي.

نوموړي وړمه ورځ د اسلامي همکاریو سازمان ته ویلي وو، چې افغانستان سره مرستې ته دوام ورکوي.

نړیوال بانک:غزه د بیارغونې لپاره له ۵۰ میلیارده زیاتو ډالرو ته اړتیا لري

0

یوه ارزونه ښیي چې د غزې د بیا رغونې لپاره له ۵۰ میلیاردو ډالرو زیاتو پیسو ته اړتیا ده.

دا ارزونه د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نړۍوال بانک له لوري په ګډه شوې ده.

ارزونه کې راغلي، د فلسطین په غزې سیمه کې له ۱۵ میاشتنۍ جګړې وروسته د غزې بیا رغونه شاوخوا ۵۳ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري.

د ارزونې له مخې دغه بیارغونه ۱۰ کلونه وخت ونیسي.

روانه اوونۍ؛د غزې اوربند دویم پړاو خبرې پیلیږي

0

رویټرز راپور ورکړی، روانه اوونۍ به د حماس غورځنګ او اسرائیل ترمنځ د اوربند په دویم پړاو خبرې اترې په مستقیم ډول پیل شي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، حماس به د دغو خبرو پر مهال یو شمېر نور اسرائیلي بندیان هم خوشې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیل څو ځله اوسنی اوربند هم نقض کړی او د غزې په یو شمېر سیمو یې بریدونه کړي دي.