جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 594

فراه؛قلعه‌کا ولسوالۍ کې د سیلابونو له کبله ۲۱ تنه وژل شوي

د فراه په قلعه‌کا ولسوالۍ کې د راوتلو سیلابونو له کبله ۲۱ کسان وژل شوي.

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، یادې پېښې کې ۵ تنه نور ټپیان شوي.

په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ویل کېږي چې یو شمیر ښځې او ماشومان چې د تفریح لپاره د غرونو لمنو ته تللي وو، د طالبانو د ژغورنې ټیم په وخت د نه رسېدو له امله د باران او سېلابونو په راوتلو وژل شوي دي.

کندهار؛د کور د چت پرېوتو پېښې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

کندهار کې د کوټې چت پرېوتو له کبله اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دغه پېښه د کندهار ښار د اوومي حوزې اړوند د کوبي په سیمه کې رامنځته شوې ده.

په وژل شویو کسانو کې درې کوچنیان او یوه ښځه شامله ده او درې تنه نور ټپیان دي.

ایران؛چابهار سیمه کې یوې ودانۍ ته ننوتې نامعلومه وسله واله ډله د ایراني پوځیانو سره په جګړه بوخته ده

0

ایران کې د سیستان بلوچستان جنوب ته پروت چابهار سیمه کې یوې ودانۍ ته ننوتې نامعلومه وسله واله ډله د ایراني پوځیانو سره د څو ساعتونو راهیسې په شدیده جګړه بوخت دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان حال‌وش خبر ورکړی چې په سیمه کې د سپکو او درنو وسلو غږونه هم په چټکۍ سره اورېدل کېږي.

یاد سازمان زیاته کړې چې درنې وسلې د ایراني پوځیانو لخوا استفاده کېږي تر څو جګړه ژر مهار او وسله وال له منځه یوسي

تر اوسه د پیښې په سیمه کې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي خو جګړه په تېزۍ سره روانه ده.

فراه؛په ګلستان ولسوالۍ کې د پخوانۍ ناچاودې مرمۍ د چاودنې له کبله دوه تنه وژل شوي

د فراه په ګلستان ولسوالۍ کې د پخوانۍ ناچاودې مرمۍ د چاودنې له کبله دوه تنه وژل شوي.

پېښه نن له غرمې وړاندې د “دهک” کلي کې رامنځته شوې، چې له کبله یې یو تن ټپي شوی هم دی.

افغانې سرې میاشتې ویلي، چې دا پېښه د بهرنیو ځواکونو پخوانۍ قرارګاه کې رامنځته شوې، چې ځینې کورونه یې هم تخریب کړي دي.

جان ساپکو:د مرستو له بندېدو سره سره، بیا هم امریکا طالبانو ته ډالر لېږي

د افغانستان د بیا رغوونې لپاره د امریکا د څار ادارې پخواني مشر جان ساپکو ویلي، چې امریکا لاهم هره اوونۍ د طالبانو حکومت ته ډالر لیږي.

هغه ویلي، چې امریکا د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته، دوی ته ۲۱ میلیارده ډالره لېږلي دي.

ساپکو ویلي، که طالبان تغییر ونکړي؛ نو امریکا به پرې دا مرستې بندې کړي.

د هغه په خبره، یو شمېر امریکایي چارواکي، دیپلوماتان او قومندانان د امتیاز اخیستلو لپاره د افغانستان په اړه دروغ وایي.

نوموړي دغه راز د تېر نظام د سقوط په اړه ویلي، چې فساد او د طالبانو پر وړاندې جګړه کې د انګېزې نشتون یو له هغو لاملونو دي چې پخوانی نظام یې سقوط کړ.

ضیاءالحق امرخېل:جمهوریت کې داسې چارواکي وو، چې امتیاز یې هم اخیست او د نظام پښې یې هم وهلې

تېر جمهوري حکومت کې د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وایي، چې جمهوري نظام کې داسې کسان هم وه چې هم یې امتیازات اخیستل او هم یې تخریب کاوه.

ښاغلي امرخېل پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دغو کسانو د دې تخریب لپاره نه په دروغو صرفه کوله او نه په بهتان.

هغه ویلي، چې اوس هماغه کسان نه ملت ته د پورته کتلو سترګې لري او د دې سربيره وجدان عذاب سره هم مخ دي.

نوموړي لیکلي:«دغه اشخاص د ملت تير وېستلو په موخه وخت نا وخت په ابجدو او کنايوو کې د حاکم وضعيت څخه د ناخوښۍ کليمات په دې خاطر کاروي ترڅو په راتلوونکي کې د مبارز وروستاړی د خپل نوم پورې ونښلوي او خپل بزنس ته د مبارزې نوم ورکړي.»

امرخېل دغه راز ویلي، چې مبارزه باید سپیڅلي ملي اهداف ولري او هرڅوک باید دغو سپيڅلو موخو ته ژمن وي.

انډیا ټوډې:پاکستاني استخباراتو ویلي، چې داعش خراسان څانګه غواړي چمپینز ټرافي ته راغلي بهرني وګړي وتښتوي

0

انډیا ټوډې ورځپاڼې د پاکستان د استخباراتي ادارو له قوله لیکلي، چې داعش خراسان ډله غواړي، چمپینز ټرافي سیالیو ته یو شمېر راغلي بهرني وګړي وتښتوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یادې ډلې د ښار په څنډو کې یو شمېر کورونه کرایه کړي او غواړي، چې بهرني وګړي له تښتول کېدو وروسته هملته وساتي.

یادې ورځپاڼې لیکلي، داعش خراسان څانګه غواړي، چې تر ډېره عرب او چینايي وګړي په نښه او بیا له هوايي ډګرونو، دفترونو او نورو ځایونو څخه وتښتوي.

رایان کراکر:د طالبانو دویمه دوره د دوی له لومړۍ دورې بدتره ده

افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر رایان کراکر ویلي، د طالبانو دویمه دوره د لومړۍ دورې په پرتله خورا خرابه ده.

هغه د افغانستان د وضعیت په اړه ویلي، تاسف کوي، چې لاهم هلته ترهګري ژوندۍ او فعاله ده.

د کراکر په خبره، د نړیوالې ټولنې تر ټولو بدترین کار به د طالبانو په رسمیت پېژندل وي.

نوموړي دا څرګندونې د هرات دولسم امنیتي کنفرانس ته چې په مادرید کې جوړ شوی کړې دي.

رحمت الله نبیل:افغانستان پر دویمې سوریې بدلېدونکی دی

د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وایي، افغانستان نه یوازې د تروریستي ډلو په پټنځای؛ بلکې د افراط ګرو په یو دولت بدل شوی.

هغه د هرات دولسم امنیتي کنفرانس ته چې په مادرید کې جوړ شوی و، ویلي، چې طالبان اوس په ټول افغانستان کنټرول لري او د یو هېواد ټولې مالي او دیپلوماتیکې سرچینې د ترهګرو د پیاوړتیا لپاره کاروي.

نبیل خبرداری ورکړی، چې داعش خراسان ډله په تېزۍ سره د پراخېدو په حال کې ده او افغانستان پر دویمې سوریې بدلېدونکی دی.

نوموړی ویلي، نړۍ باید په دې اړه چوپتیا غوره نه کړي.

ټرمپ:د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره قوي دوستانه اړیکې لرم

0

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون سره د ګډې مطبوعاتي ناستې پر مهال ویلي، چې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره قوي دوستانه اړیکې لري.

هغه ویلي، چې محمد بن سلمان یو فوق العاده شخص دی او موږ ورسره ډېرې ښې اړیکې لرو.

ټرمپ تر دې مخکې هم له سعودي عربستان سره د خپلو قوي او دوستانه اړیکو یادونه کړې وه.

نوموړي د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې سعودي عربستان ته سفر کړی و او تمه کېږي چې د هغه د دویمې دورې د حکومت لومړنی بهرنی سفر به هم سعودي عربستان ته وي.