جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 593

مارکو روبیو:د واشنګټن او ریاض ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا د ټرمپ له مهمو لومړیتوبونو څخه ده

0

د سعودي عربستان د دفاع وزیر، شهزاده خالد بن سلمان امریکا ته د خپل سفر په ترڅ کې، د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره کتلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، دواړو لوریو په دې لیدنه کې د سوریې، لبنان، غزې او د ټولې سیمې د سولې او ثبات د هڅو، د سره سمندر د امنیت او د کښتۍ چلونې د آزادۍ په اړه خبرې وکړې.

مارکو روبیو پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د واشنګټن او ریاض ترمنځ د «کلیدي اړیکو پیاوړتیا» د ډونالډ ټرمپ د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.

احمد مسعود:په طالبانو د امریکا له مرستو بندېدو وروسته، د هغوی داخلي اختلافات ډېر شوي

د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود ویلي، چې د امریکا د مرستو بندیدو پر طالبانو جدي اغېز کړی.

احمد مسعود د هډسن انستیتیوت سره په خبرو کې ویلي، چې طالبانو په تېرو دریو کلونو کې له نړیوالو مرستو ناوړه استفاده وکړه؛ خو اوس چې دغه سرچینې بندې شوې، د هغوی داخلي اختلافات ډېر شوي دي.

هغه زیاته کړې:«د طالبانو داخلي اختلافات واقعي دي؛ خو یوازې دغه اختلافات د افغانستان د وضعیت د بدلون لپاره کافي نه دي.»

مسعود د افغانستان اقتصادي وضعیت بحراني وباله او ویلي، چې طالبانو د افغانستان داخلي عواید د خپلو شخصي ګټو لپاره کارولي، پداسې حال کې چې خلک په فقر کې پرېښودل شوي دي.

مسعود د طالبانو هغه ادعا چې ګواکې ټول هېواد یې تر کنټرول لاندې راوستی، بې‌اساسه وبلله او د مقاومت جبهې او د ازادۍ جبهې پر حملو یې ټینګار وکړ.

هغه ویلي، چې طالبانو د وضعیت کنټرول له لاسه ورکړی.

نوموړي دغه راز ویلي، د دوحې د بهیر تر ماتې وروسته یوازینی بهیر چې د افغانستان د خلکو باور او پاملرنه یې خپله کړې، د ویانا بهیر دی.

امرالله صالح:د خراسان غوښتونکي د نېوکې د زغملو توان هم نه لري

ورورسته تر هغې چې د خراسان په اړه د امرالله صالح څرګندونو هرکلی او غبرګونونه ولرل، نوموړي یو وار بیا په دې اړه تبصره کړې.

ښاغلي صالح ویلي، چې «خراسان» یو خیالي نوم دی، چې یو شمېر کسان یې د سیاسي موخو لپاره استفاده کوي.

د صالح په خبره، د دوو خراسانو په اړه یې خبره کړې، خو اوس مهال یو شمېر خلک، درېیم خراسان”چې هدف یې افغانستان دی” غواړي.

نوموړی وایي، «د درېیم خراسان» غوښتونکي قومونو ته توهین کوي، د بل کس نظر نشي زغملی، د نیوکو د زغم توان نه لري.

د هغه په خبره، که د درېیم خراسان په اړه بحث کېږي، نو د دغه خراسان لپاره پر مبارزې، د خلکو هویت او جغرافیې په اړه هم باید معلومات ورکړل شي.

د ایران او روسیې؛د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه بحث کړی

د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو، سید عباس عراقچي او سرګي لاوروف د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دغو دواړو وزیرانو ویلي چې د افغانستان په تړاو به د دواړو هېوادونو همغږي دوامداره وي.

ایراني رسنیو د عباس عراقچي له قوله ویلي، چې تهران او مسکو د سوریې په اړه له یو، بل سره همغږي لري.

سید اکبر اغا:د علم زده کړه مهمه ده او انسان ته حقیقت څرګندوي

پخوانی طالب چارواکی او د خلاصون لار شورا مشر سید اکبر اغا یو وار بیا ویلي، چې د علم زده کړه مهمه ده او انسان ته حقیقت څرګندوي.

نوموړي پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، هر هغه دیني یا دنیوي علم چې انسان ته ګټه رسوي، باید زده کړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت له اوږدې مودې راهیسې افغان نجونې له زده کړو بې برخې کړې دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان:د لیبیا سوېل ختیځ کې د کډوالو څو ډله‌ییز قبرونه موندل شوي

0

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) اعلان کړی چې د لیبیا سوېل ختیځ کې څو ډله‌ ییزې قبرونه موندل شوي دي.

دغه سازمان ویلي، په دې قبرونو کې، چې د جخاره او کفره دښتو په سیمو کې کشف شوي، لسګونه مړي موندل شوي، چې ډېری یې د مهاجرینو دي او د مرمیو د ویشتلو نښې پرې ښکاري.

د یادونې ده، کوم مهاجرین چې اروپا ته د رسېدو لپاره له لیبیا څخه تېرېږي، اکثره د قاچاقبرانو او وسله‌والو ډلو لاس ته لویږي، شکنجه کیږي او د غلامۍ لپاره پلورل کېږي.

اروپايي اتحادیه د لیبیا له ساحلي ساتونکو سره مالي مرسته کوي، چې له امله یې مهاجرین بیرته کمپونو ته ستنېږي، چیرې چې له دوی څخه ناوړه ګټه اخیستل کېږي او تشدد ورسره کیږي.

بل لورته د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۴ کال کې تر ۲۲۰۰ زیاتو مهاجرینو د مدیترانې سمندرګي کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ایران ـ چابهار؛د ایراني پوځیانو او وسله والو ترمنځ نښته د دوه وسله والو په وژنې پای ته رسېدلې

0

د ایران په چابهار کې له دوه ساعتونو سختې جګړې وروسته، ایراني پوځیانو د دوه وسله والو په وژلو سره دغه جګړه پای ته رسولې.

د ایران د بشري حقونو سازمان حال‌وش ویلي، چې په دې جګړه کې ایراني پوځیانو هم ګڼ شمېر تلفات لیدلي؛ خو تر دې دمه یې د مرګ ژوبلې په تړاو راپورونه نه دي ورکړل شوي.

حال‌وش زیاته کړې چې سیمه د ایراني پوځیانو لخوا لا هم تر څار لاندې ده او کوښښ کوي چې د یادو دوو تنو وژل شویو وسله والو هویت او جزیات ترلاسه کړي.

فراه؛قلعه‌کا ولسوالۍ کې د سیلابونو له کبله ۲۱ تنه وژل شوي

د فراه په قلعه‌کا ولسوالۍ کې د راوتلو سیلابونو له کبله ۲۱ کسان وژل شوي.

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، یادې پېښې کې ۵ تنه نور ټپیان شوي.

په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ویل کېږي چې یو شمیر ښځې او ماشومان چې د تفریح لپاره د غرونو لمنو ته تللي وو، د طالبانو د ژغورنې ټیم په وخت د نه رسېدو له امله د باران او سېلابونو په راوتلو وژل شوي دي.

کندهار؛د کور د چت پرېوتو پېښې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

کندهار کې د کوټې چت پرېوتو له کبله اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دغه پېښه د کندهار ښار د اوومي حوزې اړوند د کوبي په سیمه کې رامنځته شوې ده.

په وژل شویو کسانو کې درې کوچنیان او یوه ښځه شامله ده او درې تنه نور ټپیان دي.

ایران؛چابهار سیمه کې یوې ودانۍ ته ننوتې نامعلومه وسله واله ډله د ایراني پوځیانو سره په جګړه بوخته ده

0

ایران کې د سیستان بلوچستان جنوب ته پروت چابهار سیمه کې یوې ودانۍ ته ننوتې نامعلومه وسله واله ډله د ایراني پوځیانو سره د څو ساعتونو راهیسې په شدیده جګړه بوخت دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان حال‌وش خبر ورکړی چې په سیمه کې د سپکو او درنو وسلو غږونه هم په چټکۍ سره اورېدل کېږي.

یاد سازمان زیاته کړې چې درنې وسلې د ایراني پوځیانو لخوا استفاده کېږي تر څو جګړه ژر مهار او وسله وال له منځه یوسي

تر اوسه د پیښې په سیمه کې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي خو جګړه په تېزۍ سره روانه ده.