یکشنبه, جون 28, 2026
Home Blog Page 589

جرمني؛د طالبانو حکومت د مشر او قاضي القضات د نیولو په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې له پرېکړې هرکلی کړی

د جرمني حکومت د نړیوالې جزایي محکمې هغه پرېکړه ستایلې، چې د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده او د هغوی د قاضي عبدالحکیم حقاني د نیولو امر یې کړی دی.

د جرمني د بشري حقونو استازي لارس کاستلوچي ویلي، طالبان له ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغان ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي او دا کار باید بې‌غبرګونه پاتې نه شي.

نړیوالې محکمې دا دواړه د «بشریت ضد جرمونو» په تور تورن کړي دي.

کاناډا او بریتانیا هم د دې پرېکړې ملاتړ کړی.

دوی ویلي، د طالبانو حکومت له لوري د ښځو پر ضد چلند اندېښمن کړي او له طالبانو غواړي چې د ټولو افغانانو حقونو ته پام وکړي.

د امریکا فدرالي تحقیقاتو اداره:پاکستان کې د ایران سفیر او د ایران د استخباراتو دوه چارواکې زمونږ ترڅار لاندې دي

0

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اف‌بی‌آی) ویلي، چې پاکستان کې د ایران سفیر رضا امیري مقدم، او د ایران د استخباراتو دوه لوړپوړي چارواکي د دوی تر څار لاندې دي.

امریکايي چارواکي وایي، دا درې کسان د اف‌بی‌آی د پخواني کارکوونکي رابرت لوینسون په تري‌تم کېدو کې لاس لري.

لوینسون په ۲۰۰۷ کال کې د ایران کیش ټاپو ته له سفر وروسته ورک شو.

اف‌بی‌آی وايي، دې کسانو هڅه کوله چې د لوینسون د ورکیدو پړه په پاکستان کې یو ترهګریزې ډلې واچوي، او د ایران رول پټ کړي.

د امریکا حکومت د لوینسون د موندلو، راستنولو یا د هغه د برخلیک مالومولو لپاره تر ۲۵ میلیونه ډالرو پورې انعام اعلان کړی دی.

د طالبانو حکومت:د کانکور پوښتنو بانک ته ۴۰ زره نوې پوښتنې زياتې شوې

د طالبانو حګومت تر واک لاندې د ملي امتحانونو ادارې مشر عبدالباقي حقاني وايي، چې د تېر کال په ترڅ کې د کانکور د ازموينې پوښتنو بانک ته ۴۰ زره نوې پوښتنې ورزياتې شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې اوس پوښتنې په پښتو او دري جلا جلا چمتو کېږي.

د ادارې د معلوماتو له مخې، تېر کال ۷۰ ډلو ازموينې ورکړې او له ۲۱ زره زیات کسانو نه ازموينه واخېستل شوه.

په دغو ازموينو کې کانکور، ديني مدرسې، ايګزټ او تخصصي ازموينې شاملې دي.

هلمند ـ واشېر؛د ټرافیکي پېښې له امله ۱۱ تنه وژل شوي

د هلمند د واشېر ولسوالي مربوطاتو کې د کابل هرات پر لويه لار د ترافيکي پېښې له امله يوولس تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

ځايي مسوولینو ویلي، چې پېښه د دوو مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د پېښې علت د موټر چلوونکو بې غوري بلل شوې ده.

د اکسیوس خبریال:تمه شته، چې ټرمپ ایران سره د اتومي پروګرام پر سر د خبرو د بیا پیل هڅه وکړي

0

د اکسیوس خبریال، باراک راوید، د یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې تمه کېږي د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ او د قطر لومړی وزیر، محمد بن عبدالرحمن آل‌ثاني، د چهارشنبې په ماښامنۍ مېلمه‌پالنه کې د ایران او امریکا ترمنځ د هستوي پروګرام په اړه د نوې موافقې د ترلاسه کولو لپاره د خبرو د بیا پيل هڅو او همداراز د غزې جګړې په اړه بحث وکړي.

سپینې ماڼۍ تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د امریکا ولسمشر به د چهارشنبې په ورځ د بحرین له پاچا او ولیعهد، او وروسته له د قطر له لومړي وزیر سره لیدنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ ویلي، ایران سره خبرو ته بېړه نه لري.

ایران:پر سوریې د اسرائیل بریدونه په کلکه غندو

0

ایران د سوریې په یو شمېر سیمو د اسرائیل بریدونه غندلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې اسرائیل د سوریې ځمکنۍ بشپړتیا نقض کړې او دغه راز یې د ملګرو ملتونو له منشور هم سرغړونه کړې ده.

د یادونې ده، چې اسرائیل د سوریې په سویدا ښار کې دروزي لږکیو د وژل کېدو له کبله د دغه هېواد پر یو شمېر سیمو بریدونه کړي وو.

سرګي لاوروف:افغانستان کې باید د واک انحصار ختم شي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف، د شانګهای همکاریو سازمان غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د تلپاتې ثبات لپاره د واک انحصار ختمول اړین دي.

په دغه ناسته کې، چې د چین په کوربتوب ترسره شوه، غړو هېوادونو د طالبانو له حکومت سره د اړیکو پراخولو ملاتړ وکړ، خو ټینګار یې وکړ، چې د طالبانو حکومت باید نړیوالو ژمنو ته وفادار پاتې شي.

غونډه کې د ټول‌ګډونه حکومت، بشري حقونو، او له نشه‌يي موادو او ترهګرۍ سره د مبارزې غوښتنه هم شوې ده.

لاوروف زیاتوي، چې د افغانستان د اقتصادي ودې او بیارغونې لپاره نړیوالې همکارۍ مهمې دي؛ خو دا هدف هغه مهال عملي کېدای شي، چې افغانستان له انزوا ووځي او پراخ حکومت ولري.

ډونالډ ټرمپ:د ایران ټول اتومي تاسیسات مو له منځه یوړل او اوس ورسره خبرو ته کومه بېړه نه لرو

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ وویل چې د امریکا بریدونو د ایران د هستوي تاسیساتو ډېر برخه له منځه وړې او اوس دغه تاسیسات نور د استفادې وړ نه دي.

ټرمپ وویل چې له ایران سره د خبرو لپاره یې کومه بېړه نشته.

ټرمپ د امریکا او اسرائیل په وروستۍ ۱۲ ورځنۍ جګړه کې د خپل ټیم د بریا یادونه وکړه او ویې ویل چې هیڅ بل ولسمشر به دا جرئت نه وی کړی.

تر دې وړاندې بیا ا یران ویلي، چې اتومي تاسیساتو ته یې کوم زیان نه دی اوښتی.

اسحاق ډار:مونږ له ترهګرۍ د پاک افغانستان تضمین غواړو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق‌ډار ویلي، چې په افغانستان کې د ملي اجماع پیاوړتیا او د قومونو او سیاسي ډلو ګډون په دولتي جوړښتونو کې، لا هم مهمې او اساسي موخې دي.

نوموړي دا څرګندونې د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې، چې په چین کې جوړه شوې وه، کړې دي.

اسحاق‌ډار زیاته کړې، ګډونوالو ټینګار کړی چې باید له ترهګرۍ پاک افغانستان، او د دغه هېواد بیا رغونه او دوامداره پرمختګ، د یوې خپلواکې، بې‌طرفه او سوله‌ییزې ټولنې په توګه، تضمین شي.

په غونډه کې همداراز د سیمې د امنیت د پیاوړتیا؛ په ځانګړي ډول د افغانستان په اړه، خبرې شوې دي.

د امریکا دفاع وزیر:له لاس انجلس څخه باید د ملي کارد نیمایي سرتېري بېرته و اېستل شي

0

د امریکا د دفاع وزیر پیت هگست امر کړی چې له لاس‌انجلس څخه دې د ملي ګارد څلور زره سرتېري بېرته واېستل شي.

دا سرتېري تر مظاهرو وروسته ښار ته استول شوي وو.

د پنتاګون ویاند شان پارنل ویلي، دا پرېکړه د ماموریت د بریا له امله شوې.

د دفاع وزارت چارواکو ویلي، د دې ځواکونو هدف د فدرالي اموالو او کارکوونکو ساتنه وه، خو دا اقدام د کالیفورنیا د سیمه‌ییزو چارواکو له انتقادونو سره مخ شوی.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جون په میاشت کې، د کالیفورنیا د والي گاوین نیوسام له مخالفت سربېره، د کډوالۍ ضد مظاهرو د کنټرول لپاره د ملي ګارډ او سمندري ځواکونو سرتېري دغه ایالت ته لېږلي وو.