جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 586

د کرېکټ پیاوړي لوبغاړي؛نوین الحق د اوږې عملیات کړی

د کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي نوین الحق د اوږې عملیات کړی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، ملي لوبغاړي نوین الحق په انګلستان کې د اوږې عملیات کړي او بریالي پای ته رسېدلي دي.

کرېکټ بورډ زیاته کړې، چې هغه به له دریو تر څلورو اونیو په استراحت کې وي.

مارکو روبیو:زیلنسکي باید بښنه وغواړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې زیلنسکي باید د خپلو خبرو په اړه بښنه وغواړي.

نوموړی وایي، هیڅ پکار نه وه، چې زیلنسکي هلته لاړ شي او د یو دوښمن په څېر چلند وکړي.

د هغه په خبره، زیلنسکي د سولې د خبرو په لټه کې نه دی او هلته یې هم غوښتل، چې د سولې په اړه د ټرمپ هڅې ناکامې کړي.

د روبیو په خبره، له پایلو پرته د زیلنسکي ټولې غوښتنې منل د بایډن د ادارې کار وو.

تولسي ګابارد:زیلنسکي څوکاله مسلسل هڅه وکړه، ترڅو امریکا د اوکراین په اټومي جګړه کې ښکېله کړي

د امریکا متحده ایالاتو د ملي اطلاعاتو مدیره تولسي ګابارد له ټرمپ او ونس مننه کړې، چې د اوکراین د جګړې پر پای ته رسېدو یې ټینګار کړی.

هغې ویلي، چې زیلنسکي څوکاله مسلسل هڅه وکړه، ترڅو امریکا د اوکراین په اټومي جګړه کې ښکېله کړي؛ خو ټرمپ او ونس په دې اړه یو واضح دریځ ونیوو.

د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر، مرستیال ولسمشر او زیلنسکي ترمنځ بحث کې امریکايي لوري واضح ویلي، چې دوی نور د دغې جګړې اوږدول نه غواړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت:ولسمشر ټرمپ د زیلنسکي له وهلو ډډه وکړه

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا وايي، چې ټرمپ د زیلنسکي پر وړاندې له احتیاط کار واخیست او فزیکي چلند یې ونه کړ.

نوموړې ویلي، دا د زیلنسکي تر ټولو لوی دروغ وو، چې ویلي وو، هېواد یې په ۲۰۲۲ کال کې له هر ډول مالي ملاتړ پرته جګړه وکړه.

د زاخاروا په خبره، دا چې ټرمپ او جي‌ډي ونس د هغه پر وړاندې فزیکي چلند ونه کړ؛ نو د احتیاط معجزه باید وبلل شي.

د یادونې ده، چې سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ، د هغه د مرستیال او زیلنسکي ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوه، چې له کبله یې زیلسنکي له سپینې ماڼۍ څخه له خبري کنفرانس پرته ووت.

ټي‌ټي‌پي:مولانا حامد الحق حقاني پاکستاني استخباراتو (ISI) وژلی

تحریک طالبان پاکستان ډلې پر اکوړه خټک حقانیه مدرسې برید د پاکستان د څارګرې ادارې یا ای ایس ای کار بللی.

یادې ډلې یوې اعلامیه کې دا برید غندلی او ویلي یې دي، چې دا برید د علماوو او مذهبي مشرانو د خاموشه کولو لپاره ترسره شوی.

اعلامیه کې ویل شوي، چې مولانا سمیع الحق د طالبانو ملاتړ کاوه او د دولتي فشارونو باوجود یې د هغوی پر خلاف فتوا ورکول نه منل، چې له همدې امله وژل شوی.

ټي‌ټي‌پي دغه راز خبرداری ورکړی چې دا ډول بریدونه به د دیني علماوو آواز چوپ نه کړي، بلکې د حق داعیان به لا نور پیاوړي شي.

زیلینسکي:ټرمپ ته احترام لرم؛ خو بخښنه ترې نه غواړم

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي وايي، ټرمپ ته احترام لري؛ خو بخښنه به ورنه هیڅ وخت ونه غواړي.

هغه له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، فکر نه کوي، چې کومه تېر وتنه یې کړې وي.

نوموړي زیاته کړې، چې له هر چا زیات د اوکراین جګړې د پای ته رسولو غوښتونکی دی.

د یادونې ده، چې د ټرمپ، د هغه د مرستیال او زیلنسکي ترمنځ لفظي شخړه اوس د رسنیو سر ټکی ګرځېدلی دی.

امرالله صالح:د زلنسکي او ټرمپ لفظي شخړې مطمین کړی چې روسیې جګړه ګټلې

‏د افغانستان د ولسمشرۍ وروستی مرستیال امرالله صالح وایي، روسیې ته په کار ده چې د اکراین جګړه کې ترلاسه شوې بریا په سمه توګه اداره کړي.

امرالله صالح پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د خپلې تیرې لیکنې په استناد اوس ډاډه دی چې اکراین په دې جګړه کې ماتې خوړلې او اړتیا ده چې کنټرول شوې خاوره وساتي.

نوموړي لیکلي چې ولسمشر پوتین هغه څه چې د اکراین له جګړې غوښتل ترلاسه کړي دي.

د ولسمشر ټرمپ سره تر کتنې وروسته؛ولادیمیر زلنسکي د امریکا له ولسمشر، ګانګریس او امریکایي مقاماتو مننه وکړه

0

په سپینه ماڼې کې د ولسمشر ټرمپ سره د خبرې ناستې وروسته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي په خپله ایکس پاڼه د امریکا د هغه ملاتړ له امله مننه کړې چې له دې هېواد سره یې ترسره کړې.

ولسمشر زلنسکي لیکلي اوکراین عادلانه او تلپاتې سولې ته اړتیا لري، او موږ په سمه توګه د دې لپاره کار کوو.

ګڼو امریکایانو په تبصرو کې د ولسمشر زلنسکي سره د امریکایي ولسشمر چلند غندلی او دایې یو شرمونکی عمل بللی.

سپینه ماڼې کې د امریکا او اکراین د مشرانو ناسته؛ولسمشر ټرمپ وایي چې زلنسکي سولې ته ژمن نه دی خو اکرایني سیال یې هغه په بې احترامۍ تورن کړ

0

په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ او زلنسکي ترمنځ لفظي شخړه
د امریکا ولسمشر ټرمپ او مرستیال یې پرته لدې چې د اوکراین د ولسمشر زلنسکي میلمه پالنه وکړي د هغه سره سخته لفظي شخړه وکړه.

ولسمشر ټرمپ وایي، اوکرایني ولسمشر د سولې خبرو ته چمتو نه دی.

د اوکراین ولسمشر زلنسکي د ټرمپ له لورې روسیې ته په نږدې والي نیوکه وکړه او ټرمپ یې په بې احترامۍ تورن کړ.

د امریکا ولسمشر وویل چې اوکراین په روانه جګړه کې ماتې خوړلې او باید د قربانۍ کارت لوبولو ډډه وکړي.

ښاغلي ټرمپ ولسمشر زلنسکي وګواښه چې امریکا د اوکراین له ملاتړ څخه لاس په سر کیږي.

د طالبانو حکومت سترې محکمې؛سبا شنبه افغانستان کې روژه اعلان کړه

د طالبانو حکومت سږ کال د روژې لومړۍ نیټه له سعودي عربستان سره یو ځای اعلان کړه.

د طالبانو حکومت سترې محکمې د سعودي عربستان د روژې له اعلان څو شېبې وروسته اعلان وکړ چې سبا شنبه په افغانستان کې د روژې لومړۍ ورځ ده.