جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 585

ضعیف د ټرمپ او زیلنسکي لیدنې ته په غبرګون:دغه پېښه هغو کسانو ته چې د امریکا په دوستۍ زړه تړي، د عبرت ښه درس دی

پاکستان کې د طالبانو حکومت پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وایي، هغه کسان چې د امریکا په دوستۍ تکیه کوي، باید د اوکراین د ولسمشر «تحقیر» ته په سپینه ماڼۍ کې پام وکړي او ترې عبرت واخلي.

ښاغلي ضعیف پر خپله ایکس‌پاڼه د ولادیمیر ‏زيلنسكي او ډونالډ ټرمپ لفظي شخړې ته په غبرګون کې ویلي:« د اروپا او امریکا د ګټو لپاره یې خپل د جنت غوندې، غني او پرمختللی هیواد د جنګ په لوخړو کنډ کپر او د هغوی خیرات ته محتاجه کړ»

نوموړي زیاته کړې، چې په امریکا د زیلنسکي د باور نتیجه نن دا شوه، چې له سپینې ماڼۍ څخه حقیر وشړل شو.

هغه دغه راز ویلي، چې دغه پېښه هغو کسانو ته چې د امریکا په دوستۍ زړه تړي، د عبرت ښه درس دی.

زیلنسکي:له امریکا سره د کاني زېرمو پر سر هوکړې ته چمتو یم

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ویلي، چې دی امریکا سره د کاني زېرمو پر سر هوکړې ته چمتو دی.

هغه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دا د اوکراین امنیتي تضمین لپاره لومړی کام دی.

زیلنسکي دا څرګندونې سپینې ماڼۍ کې ټرمپ سره له جنجالي بحث وروسته کړې دي.

ټرمپ ویلي وو چې د اوکراین ولسمشر سولې ته غاړه نه ږدي.

د المان د بهرنیو چارو وزیره:له اوکراین څخه به خپل ملاتړ زیات کړو

المان ویلي، چې دوی به له اوکراین څخه خپل ملاتړ زیات کړي.

د المان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایر بوک ټینګار کړی، چې له اوکراین څخه د دفاع په برخه کې د فرانسې او نورو هېوادونو پانګونه اړینه ده.

دا په داسې حال کې ده چې له زیلنسکي سره د ټرمپ له جنجال وروسته، د ګڼو هېوادونو مشرانو له اوکراین ملاتړ اعلان کړی.

شهباز شریف:د حقانیه مدرسې ښوونکي او زده کوونکي ټول پاکستانیان دي؛ مونږ به یې ضرور غچ اخلو

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اکوړه خټک پر حقاني مدرسې برید او د حامد الحق وژل کېدل په کلکو ټکو غندلي او ویلي یې دي، چې د دغه برید غچ به خامخا اخلي.

هغه یوه غونډه کې د وینا پر مهال ویلي، ترهګرو ته به داسې قبر وباسي، چې بیا سر راپورته نه کړي.

نوموړي ویلي، چې دا مدرسه د دیني او عصري زده کړو یو مرکز دی، ښوونکي او زده کوونکي یې اصلي پاکستانیان دي.

شریف زیاتوي، چې دوی له ترهګرۍ پاک شوي وو، خو دغې بلا بیا سر راپورته کړی او دوی یې د بیا راپورته کېدو ټول عوامل پېژني.

مسعود پزشکیان:ایران پر خزانو پروت دی؛ خو بیا هم ورڅخه د نورو هېوادونو اقتصاد ښه دی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې ایران پر خزانو پروت دی؛ خو بیا هم ورڅخه د ګاونډیو او نورو هېوادونو اقتصاد ښه دی.

هغه ویلي، ایران د خزانو پر سر ویده دی او تر هغې، چې خپل ځان بدل نه کړي، نور یې نشي بدلولی.

د پزشکیان په خبره، په داسې شرایطو به هدف ته رسېدل ناممکن وي.

مولانا عبدالحق:پاکستان کې اسلامي نظام راولو او د خپلو شهیدانو غچ به اخلو

د مولانا حمیدالحق سیاسي ځای ناستي مولانا عبدالحق ثاني ویلي، ژمنه کوي، چې پاکستان کې به اسلامي نظام نافذ کړي.

هغه د خپل پلار د جنازې مراسمو کې ویلي، پاکستان د هیچا شخصي ملکیت نه دی او دوی به په کې اسلامي نظام نافذوي.

نوموړي ویلي، « پاکستان زمونږ دی او مونږ به د خپلو شهیدانو د وینو انتقام اخلو.»

هغه په دې اړه څه نه دي ویلي، چې دا د چا کار دی؛ خو ژمنه یې کړې، چې غلی به پاتې نه شي.

د یادونې ده، چې حمیدالحق حقاني د جمعې په ورځ په یوځانمرګي برید کې له خپلو نورو ملګرو سره یو ځای د اکوړه خټک په حقاني مدرسې کې ووژل شو.

آصف دراني:برهان الدین رباني، احمدشاه مسعود او عبدالرب رسول سیاف پاکستاني پاسپورټونه درلودل

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، چې پاکستان د خپلې ګټې لپاره د مجاهدینو مشرانو ته پاکستاني پاسپورټونه ورکړي وو.

دراني له آمو ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي، چې برهان الدین رباني، احمدشاه مسعود او عبدالرب رسول سیاف او د هغوی کورنۍ پاکستاني پاسپورټونه درلودل.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې طالبان له امریکا سره د یوې هوکړې له مخې واک ته ورسول شول او اوس له پاکستان سره یوازې د ټي ټي پي په سر مشکل لري.

اصف دراني د هغې پوښتنې ځواب هم په “هو” ورکړی، چې طالبان او مجاهدین دواړه اسلام اباد واک ته رسولي.

هغه دغه راز زیاته کړې، چې که طالبان د افغانستان ثبات او د سیمې امنیت ته پام ونه کړي، نو له منځه به لاړ شي.

د ازادۍ جبهه:د روژې په مبارکه میاشت کې په طالبانو بریدونه نه کوو

د ازادۍ جبهې د روژې مبارکې میاشتې کې یو طرفه اوربند اعلان کړی دی.

یادې ډلې ویلي، ترهغې یې چې سرتېرو ته ستونزه نه وي؛ نو دوی به پر طالبانو برید ونه کړي.

دوی زیاته کړې، چې د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او د طالبانو له لوري د خلکو د ځورولو په صورت کې شرایطو ته په کتو عمل کوي.

ازادۍ جبهې په یوې اعلامیې کې هیله څرګنده کړې، چې د افغانستان خلک په ارام زړه د روژې مبارکه میاشت تېره کړي.

ایران؛په سراوان سیمه کې د موټر چپه کېدو ۱۴ افغان کډوالو ته مرګ ژوبله اړولې

د ایران په سراوان سیمه کې د افغان کډوالو څخه ډک یو موټر چپه شوی دی.

د ایران د زاهدان ښار د پیښو او تازه حوادثو ته د رسېدو مدیر علي عبدالرازق نژاد ویلي، په دې موټر کې ۱۴ تنه کډوال سپاره وو، چې یو تن پکې وژل شوی او ۱۳ نور ټپیان دي.

یاده پیښه وړمه ورځ رامنځته شوې ده او ایراني چارواکو ویلي، چې د کډوالو د قاچاقي شبکو له امله په دې ډول پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

شفقت علي‌خان:د تورخم دروازه د طالبانو له خوا د پاکستان خاوره کې د پوستې جوړولو له امله تړل شوې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي چې د تورخم دروازه د طالبانو له خوا د پاکستان خاورې دننه د پوستې د جوړولو د هڅو له امله تړل شوې ده.

پاکستاني چارواکو ویلي چې د دې سرحد د پرانیستلو لپاره له طالبانو سره خبرې شوې، خو تر اوسه بې‌نتیجې پاتې شوې دي.

د طالبانو حکومت د تورخم کمېسار، عبدالجبار حکمت ویلي، چې پاکستان د افغان لوري د تاسیساتو په غبرګون کې د تورخم دروازه بنده کړې ده.

پاکستاني چارواکي وايي چې د تورخم دروازې تړل کېدو سوداګرو ته شاوخوا ۱۲ میلیونه ډالر زیان رسولی دی.

د یادونې ده چې د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله د ترانسپورټ ستونزې زیاتې شوې او ګڼ شمېر سوداګر او مسافر سرګردانه شوي دي.