سعودي عربستان اعلان کړی، چې سبا شنبه د روژې لومړۍ ورځ ده.
بل لورته افغانستان کې لاهم د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.
سعودي عربستان اعلان کړی، چې سبا شنبه د روژې لومړۍ ورځ ده.
بل لورته افغانستان کې لاهم د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو حکومت پېښور کې د دارالعلوم حقانیې مدرسې د سرپرست مهتمم وژل کېدل په کلکو ټکو غندلي او له خدایه یې هیله کړې، چې په دغه برید کې له لاس لرونکو بدل واخلي.
د طالبانو حکومت یوې خپرې کړې اعلامیه کې ویلي، چې د حامدالحق حقاني مړینه د علمي حلقو لپاره یوه کلکه ضایع ده.
اعلامیه کې د حامدالحق شاګردانو او کورنۍ ته تسلیت ویل شوی.
مولانا حامدالحق چې د طالبانو معنوي پلار هم بلل کېده، نن د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک حقاني مدرسه کې د یو ځانمرګي برید په پایله کې ووژل شو.
جمهوري حکومت کې د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل د دغه تصویر په اړه لیکلي، چې دې نجونو د طالبانو له لوري د زده کړو پر بندیز اعتراض کړی.
ښاغلی میاخېل زیاتوي، چې د کرکټ له میدانه دا خپور شوی پیغام د هغو درجنو ګران بیه او د بهرنیو له لوري تموېلېدونکو کنفرانسونو او غونډو څخه بهتره دی، چې د ښځو د حقونو د ملاتړ تر نوم لاندې قومي نفاق ته وده ورکوي.
نوموړی وایي، دغه بهرني کنفرانسونه د افغان ښځو پر وړاندې بندیز ته کوم پام نه کوي.
د یادونې ده چې دا تصویر نن د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د لوبې پر مهال اخیستل شوی.
د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک حقاني مدرسې کې د شوي ځانمرګي برید مسولیت داعش خراسان ډلې منلی.
داعش ډلې په یاد برید کې د متهمم مولانا حامدالحق حقاني په ګډون د ۱۶ کسانو د وژلو ادعا کړې.
د یادې ډلې د ISKP څانګې ویلي:«چا چې هم د خراسان په خاوره کې د کفارو او مرتدینو مرسته او ملاتړ کړی وي، هغوی دې خپل انجام ته د رسېدو لپاره تیار شي، ځکه چې حساب به د ټولو واخیستل شي.»
د یادونې ده چې د اکوړه خټک حقاني مدرسې سرپرست حامدالحق حقاني وژل کېدو د پاکستان او افغانستان د دیني حلقو سخت غبرګونونه را پارولي او دا یې د انساني او اسلامي اصولو خلاف عمل ګڼلی.
د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د اکوړه خټک حقاني مدرسې سرپرست حامدالحق حقاني د انسان په جامه کې شیطان بللی.
ښاغلي نبیل په خپله ایکسپاڼه لیکلي:«د انسان په جامه کی یو شیطان وو. نوموړی او د هغه پلار دواړه د مرګ سوداګران وو!»
بل خوا د سیاسي چارو شنونکي نجیب ننګیال پر خپله ایکسپاڼه د حامدالحق حقاني هغه وینا لیکلې چې ویلي وو: «د پاکستان د دفاع جنګ به افغانستان کې کوو.»
دا په داسې حال کې ده چې نن ورځ د جمعې لمانځه پرمهال په یو ځانمرګي برید کې د اکوړه خټک حقاني مدرسې سرپرست مشر حامدالحق حقاني ووژل شو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی حنیف پشتین د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک مدرسه کې ځانمرګی برید غندلی.
حنیف پشتین پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې په روان جنګ کې زموږ مدرسه او مکتب معاف نه دي.
حنیف پشتین په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دا برید د انساني او اسلامي اصولو خلاف دی او په دې سخت وخت کې موږ د جماعت علامه اسلام او د هغوی له کورنیو سره ولاړ یو.
دا په داسې حال کې ده چې نن د خیبر پښتونخوا په نوشهره کې د اکوړه خټک پر حقانیه مدرسه یو ځانمرګی برید شوی چې ددې مدرسې د سرپرست حامدالحق حقاني په ګډون د پنځو تنو د وژلو راپورونه ورکړل شوي دي.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو قوماندان تایید کړه چې مولانا حامدالحق حقاني، د اکوړه خټک د حقانیه مدرسې سرپرست، چې د چاودنې له امله سخت ټپي شوی و، په روغتون کې یې ساه ورکړه.
دا چاودنه نن د جمعې د لمانځه پر مهال د حقانیه مدرسې دننه شوې، چې په پایله کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
مولانا حمیدالحق حقاني، چې د مولانا سمیع الحق زوی و، د دې برید اصلي هدف و.
تر اوسه هیڅ ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
په پاکستان کې د اکوړه خټک په حقانیه مدرسه کې چاودنه شوې.
د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت اکوړه خټک کې د حقانیه مدرسې دننه یوه زوروره چاودنه شوې.
لومړني راپورونه ښيي چې د دې چاودنې هدف مولانا حمیدالحق حقاني، د مدرسې سرپرست او د مولانا سمیع الحق زوی و.
د پاکستان پولیسو ویلي، چې مولانا حمیدالحق حقاني سخت ټپي شوی او پنځه کسان وژل شوي دي.
لومړني معلومات ښيي چې دا چاودنه یو ځانمرګی برید و؛ خو چارواکي لا هم د پېښې جزئیات څېړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا وايي چې د طالبانو سخت دریځه پالیسۍ د بشري مرستو د پراخوالي مخه نیولې ده.
هغې د پرینسټون پوهنتون په یوې ناسته کې ویلي، چې د طالبانو د سخت دریځه پالیسۍ سربېره، د امریکا نوې اداره او ځینې نور عوامل یې کارونه ورځ تر بلې سختوي.
اوتونبایوا ټینګار کړی، چې اوس مهال افغانانو ته د تغذیې او معیشت برابرول تر ټولو مهم مسایل دي.
نوموړې د مور او ماشوم د مړینې د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د بشري مرستو پر دوام یې ټینګار کړی دی.
اتونبایووا دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې امریکا خپلې ټولې بهرنۍ مرستې ځنډولې او طالبانو ته د بشري مرستو په ویش کې د لاسوهنې تورونه لګول شوي دي.
لیکوال: محمد نظیم سمون
د طرحې پر تخنیکي اړخ نه غږېږم؛ ځکه دا پروژه خپلې پېچلتیاوې لري او په دې اړه ډېر دلایل شته چې پاکستان به په لنډ وخت کې یاده طرحه عملي نه شي کړای. زه به یوازې دغه موضوع له حقوقي اړخه وڅېړم.
لومړی د دې یادونه اړینه بولم، چې موږ له بده مرغه په پښتو ژبه کې د پوله تېرېدونکو یا فرامرزي اوبو (Transboundary water) لپاره متفق علیه تخصصي اصطلاحات نه لرو. د بېلګې په توګه؛ د اوبو په نړیوالو حقوقو کې یو سیند چې مختلفې څانګې یا مرستیالان ولري او دغه اوبه یوه واحده مجرا جوړه کړي، د [watercourse] په نامه یادېږي. دغه اصطلاح په ځانګړې توګه د بېړۍ چلونې لپاره د نه کارېدونکو نړیوالو سیندونو د اوبو د تنظیم په تړاو د ملګرو ملتونو د ۱۹۹۷ کال په میثاق یا کنوانسیون کې راغلې؛ یا زموږ په ساده ټکو واټرکورس هغه روان سیندونه دي چې یخچالي سرچینې لري. په نوموړي کنوانسیون کې واټرکورس داسې تعریف شوی:«د سطحي او د ځمکې لاندې اوبو هغه سیستم ته ویل کېږي چې د خپلمنځي فزیکي تړاو له مخې یو واحد سیند جوړوي او په نورمال ډول یوې مشترکې انتها ته بهیږي.» که چېرې په همدې ځانګړنو سره یو سیند/واټرکورس یوازې د یوه هېواد تر قلمرو او خاورې پورې محدود پاتې شي، یعنې «انتها» یې یوه نړیواله پوله کراس نه کړي، نو سیند داخلي دی؛ خو که له پولې تېر شي، نو دغه تعریف هم اتومات بدلېږي. په دې صورت کې، اوس اړتیا ده چې د watercourse له اصطلاح سره د نړیوال یا international مختاړی وراضافه کړو. په کنوانسیون کې د [انټرنشنل واټرکورس] تعریف داسې راغلی:
«یو نړیوال واټرکورس/سیند هغه واټرکورس ته ویل کېږي چې د هغه څانګې یا برخې په مختلفو هېوادونو کې موقعیت ولري.» دلته ده چې موږ د سیندونو په اړه یو جامع تعریف ته رسېږو او اوس کولی شو چې د همدې تعریف په رڼا کې د کابل سیندیزې حوزې د اوبو د استفادې او پراختیا په برخه کې د سیند د شریکو هېوادونو کړنې تحلیل او حقوقي تبعات یې وڅېړو.
کابل سیندیزه حوزه یوه نړیوال واټرکورس دی او په دې توګه په افغانستان کې یو فرا-مرزي یا پوله تېرېدونکی سیند ګڼل کېږي. زموږ لپاره د دې سیند د فرا مرزي والي معیار د ډیورنډ د فرضي کرښې کراس کول نه دي، بلکې د ۱۹۹۷ کال کنوانسیون او نور عرفي قوانین دي؛ ځکه چې کابل سیند په افغانستان، پاکستان او هند کې د لویو، منځنیو او کوچنیو سیندونو یوه ټولګه جوړوي چې سرچینه یې د کابل غرونه دي او انتها یې په عرب سمندر کې د اندوس وروستی تمځی دی. یعنې د کابل سیند په ننګرهار کې له فرضي کرښې هاخوا د خیبر پښتونخوا په اټک سیمه کې نه تمېږي؛ بلکې مخ په وړاندې ځي او د اندوس سیند سره په یو ځای کېدو بین المللي حیثیت پیدا کوي او درې هېوادونه (افغانستان، پاکستان او هند) پکې شریکېږي.
د پاکستان تر ولکې لاندې چترال سیند، د کونړ له سیند سره یو ځای کېږي او کونړ سیند له نورو وړو او لویو سیندونو سره یو ځای په ننګرهار کې د کابل سیند له اصلي مجرا سره ګډېږي. په دې توګه، د نړیوال واټرکورس د تعریف له مخې چې وايي (یو نړیوال واټرکورس/سیند هغه واټرکورس ته ویل کېږي چې د هغه څانګې یا برخې په مختلفو هېوادونو کې موقعیت ولري)، د چترال سیند یا د اندوس سیستم د بل هر سیند د اوبو جریان اړول او پرې کول، د اوبو د نړیوالو قوانینو- که هغه عرفي دي یا قراردادي- ښکاره نقض دی.
ما یو وخت د اوبو او انرژۍ وزارت کې د دندې پرمهال یو سند وکوت چې د هند حکومت غالباً په ۲۰۱۳ کال کې په راجستان ایالت کې د اندوس سیند پر یوې څانګې د اوبو د یوې پروژې د تمویل لپاره د نړیوال بانک مالي مرسته غوښتې وه، خو نړیوال بانک پر نړیوالو مشترکو سیندونو د بندونو او پروژو د تمویل په تړاو د هغې عملیاتي پالیسۍ له مخې چې لري یې، له هند څخه غوښتنه کړې وه چې د یوې رسمي خبرتیا د استولو له لارې د افغانستان هوکړه ترلاسه کړي. هند دا غوښتنه د بهرنیو چارو وزارت له لارې افغانستان ته رالېږلې وه چې بیا افغانستان ورسره هوکړه کړې وه.
لنډه دا چې له نړیوالو سیندونو څخه د ګټې اخیستنې حق بل ته د زیان نه رسولو پورې محدود دی او ټول هېوادونه مکلف دي چې د اوبو په مصرف کې د نړیوالو حقوقو د [عادلانه او معقولانه ګټې اخیستنې] او د [پام وړ ضرر د مخنیوي] اصلونه رعایت کړي.